فتو ی نمبر(184 )
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتيه : هـــــــــــيلــــــــــــــــه تـــــــنهَــــــا ، کندهار / أفغانستان.
زه هيله تنهايمه دکندهارولايت څخه .
هيله لرم چي دبينواپاڼي ټول کارکوونکي به جوړ ،روغ او خوشاله ياست،زه د محترم علامه أبوالفضل صاحب ټوله مطالب په ډېره مينه سره لولم ډېري ښه ليکني لرى خداى (ج)دي نور هم توفيق ورکړي چي خپلو هيوادوالوته همداسي په ښه توګه سره خدمت وکړى،
زه له مولوي صاحب څخه يوه پوښتنه لرمه که څه هم دادشرم ځاي دي خو بايد څوک خپل راتلونکى ژوند له خطره وژغوري،زه د١٨ کلونويمه او کوژدنه سوې يمه څه موده پس مي واده دى،ډېر څه مي اورېدلي دي چي دواده په لومړۍ شپه اوياهم دخاوندسره ديوځاي کېدو په وخت کښي مشخصي دوعاګاني ويل کيږي ترڅواولادونه يې سالم او صالح وي خوماډېرکوښښ وکړى چي په انټرنيټ کښي په هغه اړه څه معلومات پيداکړمه خو ونه توانېدمه.که چيري ستاسو محترم مولوي صاحب په دې اړه څه معلومات راکړي نودا به ستاسو ډېره لويه مرسته وي زما سره.
تاسوته دي بياهم خداي (ج) نو ر هم قدرت درکړي چي دکړېدلوافغانانو دستونزوپه له منځه وړلوکي پوره هڅي وکړى ستاسودبرياپه هيله ستاسو خور (هيله تنها
الجواب وهوالموفق للصواب ـ
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
محترمي خوري ! اول بايد ووايم چي دا ډير د أفسوس ځائ دئ چی د مسلمانانو د غفلت ؤ حهل او ګمراهي په وجه ، او پدې وجه چي که ملا دي که أمي ، پير دئ که فقير د خوندو ، لوڼو او ښځو پر حقو شرعي حقوقو يې سترګي پټي کړيدي ، حالت ودې ته راورسيدئ چي هغه خبر چي ښځه يې شرعًا حقداره وي چي وې کړي په خلګو کښي د عار او شرم کار ګڼل کيږي .
په مدينه منوره کښي به د أنصارو ښځو په ډيره دلاوري سره له رسول الله (صلی الله عليه وسلم) څخه ديني پوښتني کولې ، نو حضرت عايشې ددوۍ په مدح کښي وويل چي په ښځو کښي بهترني ښځي د انصارو ښځي دي ؛ ځکه چي دوۍ علم حاصلولو کي بې ځايه شرم او حيانکوي .
نو تا چي کومه پوښتنه کړېده دا خو ستا د شرافت ، پوهي او کمال نخښه ده ، خو د خلګو د جهالت په وجه تا ددې احساس کړئ دئ چي دا به ځما دپاره د شرم خبر وي .
ستا د ذکر سوي حاجت په ارتباط مي دا دُعا درته وليکله ، دغه دُعا د مذکوره مقصدو په خاطر په عامو حالاتو کښي هم ويله کيدلائ سي او کله چي يوه ښځه د پلار له کوره د خپل خاوند وکور ته ورواده کيږي نو دوه رکعته صلاةِ حَاجَة (هغه لمونځ چي په نيت د حاجت وي) دي وکړي او بيا دي په ډيره عاجزي سره دغه دُعا درې واره مُکرره ووايي ، بيا چي کله د ميړه وکورته ورسي نو هلته دي هم په هغه خونه کښي چي ددې دپاره مُشخصه سوې وي دوه رکعته صلاةِ حَاجَة وکړي ، بيا دي دغه دُعا ووايي .
له دې څخه وروسته دي په عامو حالاتو کښي چي وظيفه ، لمونځ يا بل عبادت وکړي دغه دُعا وايي ، خو تر دغه دُعا له مخه به دا توري هم وايي چي :
اللهُمّ لـَکَ الـْحَمْدُ کـَمَا أنْتَ أهْلُهُ وَالصّلاةُ وَالسّلامُ عَلی سَيدِنَا مُحَمدٍ وآلِهِ وأصْحَابِهِ أجْمَعيْنَ .
او کله چي يوه ښځه په ځان باندي پوه سي چي زه حَملداره سوم نو بيا دي يو واري دوه رکعته صلاة حاجة وکړي ددې دپاره چي د حَمَل مشکلات خدائ تعالی ورته اسانه کړي ، او ددې دپاره چي کوچنئ يې سالِم پيدا سي او په صحيح صورت يې الله پاک ورلوۍ کړي ، او ورته صالِح يې کړي .
او هر وخت چي ميړه او ښځه جنسي نزديکت سره کوي نو له مخه به هر يو ددوۍ دا دُعا وايي ، لکه چي په صحيحو حديثو کښی هم راغلې ده : « اللهُمّ جَنِّبْنَا الشّيْطانَ ، وَ جَنِّبِ الشّــَيْطانَ مَا رَزَقْتَنَا» دغه کوچنۍ دُعا صرف په هغه وخت کښي ويله کيږي چي ښځه او ميړه نزديکت سره کوي .
دغه دواړي دعاوي به په ياد کړې او که مُمْکن ؤ معنی يې هم ايزده کړه ، زه دلته بيخي مصروف يم ، ددې وخت مي نکړ پيدا چي معني يې هم درته وليکم ، چي دا دُعا په ياد کړې نو بيا که دي حال راکړ نو ځيني نوري دُعاګاني به دروليږم .
دُعا داده :
اللهُمَّ انِّيْ أسْألـُکَ مِنَ النِّعْمَةِ تَمَامَهَا ، وَ مِنَ الـْعِصْمَةِ دَوَامَهَا ، وَ مِنَ الرّحْمَةِ شُمُوْلـَهَا ، وَ مِنَ الـْعَافِيَةِ حُصُوْلـَهَا ، وَ مِنَ الـْعَيْشِ أرْغَدَه ، وَ مِنَ الـْعُمُرِ أسْعَدَه ، وَ مِنَ الـْاِحْسَانِ أتَمّــَهُ ، وَ مِنَ الـْأنْعَامِ أعَمّــَهُ ، وَ مِنَ الـْفَضْلِ أعْذَبَهُ ، وَ مِنَ الــّـُلطْفِ أقْرَبَهُ ، وَ مِنَ الـْعَمَلِ أصْلـَحَهُ ، وَ مِنَ الـْعِلـْمِ أنْفَعَهُ ، وَ مِنَ الرِّزْقِ أوْسَعَهُ .
اللهُمّ کُنْ لـَنَا وَ لاتَکُنْ عَلـَيْنَا .
اللهُمّ اَخْتِمْ لـَنَا بِاالسّعَادَةِ آجَالـَنَا ، وَ حَقِّقْ بِالزِّيَادَةِ أعْمَالـَنَا ، وَاقْرُنْ بِالـْعَافِيَةِ غُدُوّنَا وآصَالـَنَا ، وَاجْعَلْ الی رَحْمَتِکَ مَصِيْرَنَا وَ مَالـَنَا ، وَ اصْبُبْ سِجالَ عَفْوِکَ علی ذُنُوْبِنَا ، وَ امْنُنْ عَليْنَا بِاِصْلاحِ عُيُوْبِنَا ، وَاجْعَلِ الـتّقْوی زَادَنَا ، وَ فِيْ دِيْنِکَ اِجْتِهَادَنَا ، وَ عَليْکَ تَوَکّـُلـَنَاوَ اعْتِمَادَنَا ، ثَبِّتْنَا عَلی نّهْجِ الاِسْتِقَامَةِ ، وَ أعِذْْنَا (فِي الدُّنْيَا) مِن مّـُوْجِبَاتِ النّـَدَامَةِ يَوْمَ الـْقِيَامَةِ ، وَ خَفِّفْ عَنّا ثِقْلَ الـْأوْزَارِ ، وَ ارْزُقْنَا عِيْشَةَ الـْأبْرَارِ ، وَاکـْفِنَا وَ اصْرِفْ عَنّا شَرَّ الـْأشْرَارِ ، وَ اَعْتِقْ رِقَابَنَا وَ رِقـَابَ آبَآئِنَا وَ أُمَّهآتِنَا مِنَ النّارِ وَالدَّيْنِ وَالـْمَظالِمِ .
اللهُمّ أَلـِّفْ بَيْنَ قُلُوْبِنَا وَ جَنِّبِ الشّيْطانَ عَنّــَا و عَمّــَا قَدّرْتَ لــَنَامِنْ أوْلادِنَا وَ ذُرِّيّاتِنَا .
اللهُمّ اجْعَلْ عَقْدَنَا وَ اِجْتِمَاعَنَا مُوْجِبَتَيْنِ لِفَوْزِنَا وَ فَلاحِنَا ، وَ صَلاحِ مَعَاشِنَا و مَعَادِنَا وَ أوْلادِنَا .
يَاعَزِيْزُ ، يَا غَفّارُ ، يَا کـَرِيْمُ ، يَا سَتّارُ ، يَا حَلِيْمُ ، يَا جَبّارُ ، يَا عَظِيْمُ ، يَا قَهّارُ ، يَا اللهُ يَا اللهُ يَا اللهُ ، يَا رَحْمنَ الدّنْيَا وَ يَا رَحِيْمَ الآخِرةِ ، بِرَحْمَتِکَ يَا أرْحَمَ الرّاحِمِيْنَ .
وَصَلی اللهُ تَعَالی عَلی خَيْرِ خَلْقِهِ مُحَمّدٍ وَ آلِهِ وَ صَحْبِهِ أجْمَعِيْن ، وَ الـْحَمْدُلِلهِ رَبِّ الـْعَالـَميْنَ .