مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-06-04   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

د ښځي،خاونداوکورنۍ د اصلاح روحاني علاج :

دارالافتآء ابوالفضل .

فتو ی نمبر(۱۸۷ ).


دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .


مستفتيه  :  شکيبه  سيما / لښکرګاه  .

 
زه شکيبه  سيما له لښکرګاه څخه ومحترم استاذعلامه محمد معين الدين ابوالفضل ته اودبينوا کارکونکو ته سلامونه وايم  .
پوښته مي داده چي يو داسي ذکر او دعا راوښيه چي زه او ځما خاوند يې وايو او د هغه په برکت ځموږ مابيني او کورني حالات الله پاک صالح او برکتناک راته وګرځوي  ، او سبب د ا صلاح د اولاد هم راته وګرځي  . 

 

 

الجواب وهو الموفق للصواب  :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعين . 
  محترمي خوري ! تاسي به دا ډول وکړۍ چي په شباروز کښي چي هر وخت د فراغت لرۍ دواړه اودس تازه کوۍ   ، بيا لس واره اللهم صل ... او لس واره اللهم بارِک ... واياست   ، او بيا پنځه سوه واره « لاحولَ و لا قوةَ الا بِاللهِ الــْعَلي الــْعَظيم » واياست ، وروسته بيا مخکنئ درود واياست  .
بيا هر يو هر يو دغه لاندي دُعا په ښه عاجزي سره په داسي حال کښي چي لاسونه مو پورته کړيوي واياست :
اَللَّهُمَّ أَلِّفْ بَيْنَ قُلُوبِنَا وَأصْلِحْ ذَاتَ بَيْنِنَا وَاهْدِنَا سُبُلَ السَّلَامِ ، وَنَجِّنَا مِنَ الظّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَجَنِّبْنَا الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَبَارِكْ لَنَا فِي أَسْمَاعِنَا وَأَبْصَارِنَا وَقُلُوبَِنََا وَأَزْوَاجِنَا وَذُرِّياتِنَا وَتُبْ عَلَيْنَا إِنَّكَ أَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِيْمِ وَاجْعَلْنَا شَاكِرِيْنَ لِنِعْمَتِكَ مُثْنِيْنَ بِهَا قَابِلِيْهَا وَأَتِمَّهَا عَلَيْنَا  .

دعا ختمه سوه  .

............................................................

عن عبد الله بمثله قال وكان يعلمنا كلمات ولم يكن يعلمناهن كما يعلمنا التشهد اَللَّهُمَّ أَلِّفْ بَيْنَ قُلُوبِنَا وَأصْلِحْ ذَاتَ بَيْنِنَا وَاهْدِنَا سُبُلَ السَّلَامِ ، وَنَجِّنَا مِنَ الظّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَجَنِّبْنَا الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَبَارِكْ لَنَا فِي أَسْمَاعِنَا وَأَبْصَارِنَا وَقُلُوبَِنََا وَأَزْوَاجِنَا وَذُرِّياتِنَا وَتُبْ عَلَيْنَا إِنَّكَ أَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِيْمِ وَاجْعَلْنَا شَاكِرِيْنَ لِنِعْمَتِكَ مُثْنِيْنَ بِهَا قَابِلِيْهَا وَأَتِمَّهَا عَلَيْنَا . K صحيح رواه ابوداود وابن ابي شيبه وابن حبان وقال حاکم هذاهحديث صحيح علي شرط مسلم

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery