مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-06-06   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

د عَزل او دمانعِ حَمل ادوياتو د استعمال شرعي حُکم :

دارُالافتآءأبوالفضل .

فتو ی نمبر(۱90) .


دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي   : مینه پال    / کابل/ أفغانستان  . 


محترم مولوی صاحب او د بینواویب پاڼی کارکونکوته د مینی ډک سلامونه ډالی کوم. د محترم مولوی صاحب دامت برکاته ځخه می دا دوه پوښتنی  دی که ځواب یی ستاسو په نزد مناسب وی او راته وه یی لیکی  نو ډیر به خوشحاله شم.
پوښتنه: که څوک ددی له یری چی میرمن یی په مناسب عمر کی نه ده چی حمل واخلی او یا پوهیژی که چیری میرمن یی حمل واخلی نو کیدایسی چی حمل یی ناقص شی نو په دی وجه خپل منی د خپلی منکوحی د فرج ځخه بیرون توی کوی - ایا پدی کار کولو سره خو نه ګنهګاریژی او یا د استمنا اطلاق خو نه ورباندی کیژی؟ اوبله داچی  د ښځو لپاره د مخصوصو دواګانو استعمال چی د حمل څخه مخنیوی کوی څه جواز لری؟
ستاسو د لا بریالیتوب په هیله -  الله د ستاسوته ددی چوپړ په عوض بی حسابه اجرونه درکړی.
مینه پال  کابل

 

 

الجواب وهو الموفق للصواب :


نحمده ونصلي علی رسوله الکريم   .
محترمه وروره ! د اولي پوښتني جواب دي دادئ چي دغه ډول کار د هغه عذر په وجه چي تا ذکر کړئ دئ جائز او روا دئ  که څه هم د ښځي په خوښي سره نه وي  ، او بې عذره بيا دغه ډول کار (نظر و مقاصدو د نکاح ته او نظر وشرعي أهميت د تَوالُد او تناسُل ته ) نا مناسبه عَمل دئ   .
ملا علي القاري (رحمه الله) په «مرقات ج۲ ص ۴۴۱» کښي د بې ضرورته عَزل په باره کښي ليکلي دي چي دا کار د شريعت له نظره مکروه او ناخوښه کار دئ   .
او ددوهمي پوښتني جواب دادئ  چي د مذکوره ډول ادوياتو استعمال د مجبوريت او ضرورت په وجه روا دئ او بې ضرورته جواز نلري  ؛ ځکه چي دا کار د نکاح له مشروعيت او اساسي مَقصد سره ټکر دئ  .

د پوره اطمنيان دپاره دي  «مبسوط سرخسي ج۲۶ ص ۸۷» وکتل سي   .

والسلام ومنَ الله التوفيق  .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery