Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-06-08 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
له پیښور څخه د حميددپوښتني جواب :
دارالافتآء أبوالفضل .
فتو ی نمبر(۱۹۴) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : حمید / پیښور .
ښاغلی محترموفتی صاحب او د بینوا کارکوونکو ته سلام وړاندی کوم.
زه یوه پوښتنه لرم که خدا وکړی ځواب یی تر لاسه کړم نو دا به ما دپاره او نور وروڼو دپاره کټه ور وی.
پوښتنه داده چه سړی چه واده کوی نو اول باید په کومه طریقه خپلی میرمنی سره یواڅی شی، او زما اصلی پوښتنه دلته داده چه ما اوردیدلی چه که چیری څوک له خپلی میرمنی سره له شا نه یواڅی شی نو حکم یی څه دی؟ ما اریدیلی چه میرمن پر خاوند باندی طلاق کیږی ایادا ریشتیاده هیله ده چه په تفصیل سره جواب راکړی .
الجواب وهو الموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم .
محترمه وروره ! ستا له دغو تورو څخه مطلب څه دئ چي « که چیری څوک له خپلی میرمنی سره له شا نه یوځای شی نو حکم یی څه دی؟» که دي مطلب دا وي چي سړئ له خپلي ښځي سره لِواطت وکړي ، نو لواطت خو که له خپلي ښځي سره وي او که له بل چا سره په اسلام کښي یوه ځانګړې ، تر کچي وتلې غټه ګناه ده ، پر داسي سړي باندي دفعتًا توبه فرض ده او ښځه نه باندي طلاقيږي .
او که ستا مطلب دا وي چي سړئ پر ځائ باندي د مخ له خوا ، د شا له خوا له ښځي سره جماع او وطي وکړي نو دا کار نه ګناه ده او نه پدې کار سره کوم تاوان لازميږي ، خو البته مناسب کار نه دئ ؛ ځکه پدغه طريقه له ښځي سره جماع کول له عادته هم خلاف دئ ، او ددې ويره هم سته چي سړئ د جماع پر ځائ له ښځي سره په لواطت اخته سي .
والسلام ومن الله التوفيق .
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ