مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-09-16   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دحجراسوددمسح په وخت کومي دعاوي ويل کيږي ؟

دارالافتاء ابوالفضل ـ

فتوي نمبر (۴۲۳)
مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

مستفتي: عبدالحميد، کندهار
 

عاليقدرابوالفضل صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته وروسته له سلامه زه داپوښتنه لرم چي کله چي څوک د طواف په حال کښي حجر أسودمسه کوي ، او ياد ازدحام په وجه کله چي حجر أسود ته راورسيږي  اشاره ورته کوي نو په دغه وخت کي سړي بايدکومي دعاوي ووايي ؟

.
الجواب ومنه الصواب

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

 قدرمنه وروره ! کله چي د طواف په حال کښي حجر أسودڅوک مسه کوي ، او ياد ازدحام په وجه کله چي حجر أسود ته راورسيږي  اشاره ورته کوي نو په دغه وخت کښي چي د کومو دعاګانو ويل له نبي ( صلی الله عليه وسلم ) او دده له أصحابو څخه رانقل سويدي هغه په لاندی ډول دي، خو تر مقصود له مخه يو څو خبري درته کوم  :
اوله خبر داده چي کومي دعاګاني چي له رسول  ( عليه السلام ) څخه رانقل سويدي هغه بېلابيلي او مختلفي دعاګاني دي ، نو که هغه دعاګاني ټولي وويلي سي  خو ډير لوۍ کار دئ او که بعضي له هغو څخه وويلي سي  هم څه تاوان نلري  .
دوهمه خبره داده چي ددغو دعاګانو د ويلو مطلب دا نه دئ چي کله چي طواف کونکئ و حجر أسود ته راورسيږي نو تر هغه پوري به په نزد د حجر أسود دريږي تر څو چي دغه دعاګاني وايي ؛ ځکه چي په دې کښي خو يو د طواف د « شوطو » په منځ کښي فصل راځي او د طواف په اوو شوطو کښي دا کار مهم دئ چي اوه سره شوطه متصل او پرلپسې بايد پوره کړه سي  ، او دوهم تاوان يې دادئ چي و نورو طواف کونکو ته تکليف رسيږي    .
بلکي معنی يې داده چي طواف کونکئ   ددغو دعاګانو پيل او شروع د حجر أسود په نزد وکړي او په حال د طواف کښي يې پای ته ورسوي  .
دريمه خبره داده چي کومه دعا چي طواف کونکي ته اسانه وي او د حجر أسود په نزد يې شروع کړي او بيا يې په طواف کښي پائ ته ورسوي نو په دې کښي هم کوم نقصان نسته ، البته مأثوره دعاوي کومي چي زه يې بيان درته کوم ډير فضيلت لري او زياتي موثري دي  .
اوس د دعاګانو و تفصيل ته متوجه سۍ  ! :
( ۱ ) اوله دعا  :
بسم اللهِ واللهُ أکبرُ اِيمانًا باللهِ و تصديقًا بِمَا جآءَ بِه رسولُ اللهِ (صلی الله عليه وسلم ) .
ددغي دعا روايت امام شافعي (رح) په خپل کتاب کښي چي د « أم » په نامه سره شهرت لري په ج۲ ص ۱۷۰ کښي له ابن جُرَيج څخه کړئ دئ ، چي ابن جريج ويلي دي چي ماته دا خبره رارسيدلې ده چي ځينو أصحابو د رسول ( عليه السلام ) له ده مبارک څخه پوښتنه وکړه چي اې د خدائ رسوله ! کله چي موږ حجرأسود مسه کوو نو څه به وايو  ؟  نو رسول  ( عليه السلام ) و دوۍ ته دغه مذکوره دعا وروښووله  .
( ۲ ) دوهمه دعا :
اللهُم ايمَانًا بِکَ و تصدِيقًا بِکتابِکَ و سنة نبيِّکَ  ( بيا به له دغي دعاوروسته درود پر نبي  (ص  )باندي   وايي  ) .
ددغي دعا نقل  هَــيثمِي د خپل کتاب « مَجمعُ الزوايد » د ج۳ ص ۲۴۰ کښي له ابن عمر (رض) څخه کړئ دئ او دارنګه طبراني هم په معجم أوسط کښي ددغي دعا روايت له ابن عمر څخه کړئ دئ ، او رجال يې رجال د صحيح دي ، چي ابن عمر به دغه  دعا ويله په هغه وخت کښي چي ده به د حجرأسود مسه کوله  .
( ۳ ) دريمه دعا :
ربنا آتِنا في الدنيا حَسَنةً و في الآخرةِ حسَنة وقِنا عذابَ النارِ  .
دغه دعا به عبدالرحمن بن عوف (رضي الله عنه ) په وخت کښي  د مسه کولو د حجرأسود ويله  .
(أنظر الفاکهي ج۱ ص ۱۰۰ ) .
( ۴ ) څلرمه دعا :
بسم اللهِ واللهُ أکبرُ علی مَا هَدانا ، لآاله الااللهُ وَحدَه لا شريکَ له آمنتُ باللهِ و کفرتُ بالطاغوتِ و بالــّاتِ والعُزی و مَا يُدعی مِن دُونِ اللهِ  ، انَّ وَليِّيَ اللهُ الذي نزلَ الکتابَ وَهوَ يَتولی الصالحين  .
دا دعا د حضرت عمر بن الخطاب (رضي الله عنه ) دعا ده ، کله چي به ده د حجر أسود مسحه کوله نو دغه دعا بې ويله  . ( أنظر الأزرقي ج۱ ص ۳۳۹  ) .
(۵)دعا،     (آمَنْتُ بِاللهِ وَکَفَرتُ بِالطَّاغوتِ)ددغي دعاهم له حضرت عمررضي الله عنه څخه روايت سويدۍچي کله چي به ده حجراسودمسه کاوه نودغه دعابې ويله،
الفاکهي ج۱ص۹۹.
(۶) دعا،     (لااله الااللهُ والله اکبراللهم تصديقاًبکتابکَ  و سنةِ نبيکَ  صلی اله علی الله عليه وسلم)
ددغي دعاروايت له ابراهيم نخعي رحمه الله تعالي  څخه سويدۍچي  ده به دغه دعاهغه وخت ويله چي دحجراسودمسه بې کوله،
مصنف عبدالرزاق ج۵ص۳۳ .
(۷)دعا      (صلی الله علی محَمدٍ وعلی ابِيناابراهيم ) ددغي دعاروايت له ابن ابې عمر څخه سويدۍ،
الفاکهي ج ۱ص۱۰۴ .
(۸)دعا       (اللهم  امانتِي ادَّيْتُهَا  وميثاقي وَفّيت به لِيََشهدَلي عندکَ بالوفاء)
ددغي دعانقل له محمدبن علي بن حسين بن علي بن ابي طالب څخه سويدۍچي ده به دحجراسود دمسه کېدوپرمهال دغه دعاويله،
الفاکهي ج۱ص۸۵ ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery