Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-09-16 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
دحجراسوددمسح په وخت کي څه تصوربايدسړي وکړي
دارالافتاءابوالفضل ـ
فتوي نمبر (۴۲۴)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتي: حاجي محمدصالح ـ
ګران مولوي صاحب کله چي څوک حجراسودمسح کوي نوپه دغه وخت ده ته څه پکاردي څه ډول تصور سړي بايدوکړي اوڅه شي په زړه کي وروګرځوي ؟
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروڼه دحجراسوددمسه کېدوپرمهال وهرمسلمان ته داپکاردۍ چي دحجراسودفضېلتونه په زړه کښي ورحاضرکي دمثال په ډول داپه زړه کښي ورحاضرکړي چي دغه حجراسودهغه شي دۍچي په ځمکه کښي دالله پاک بلاکيفه راسته لاس يمين الله بلل سويدئ اوداهغه شي دۍ چي دجنت له ياقوتوڅخه يوياقوت دۍ اوله جنت څخه راوړ ل سويدۍ اوداهغه ډبره ده چي دقيامت په ورځ به زما دپاره شاهدي اداکوی اوزما شفاعت به کوي اوداهغه مبارکه ډبره ده چي دنبيانواودحضرت محمد صلی الله عليه وسلم اوداصحابواودالله پاک دوليانوپه لاسواوخولوسره مسه کړه سويده اوداسي نور
اودارنګه به دحجراسود دمسه کېدوپه وخت کښي ژاړي اوله سترګوڅخه به اوښکي راتويوي ځکه چي رسول الله چي کله دحجراسودتقبيل اومچَول کول نووې ژړل اوله مبارکوسترګوڅخه يې اوښکي راتوۍسوې ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ