مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-09-28   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دګناووپه وجه دتوبې له قبلېدو بايدمايوسی ونسي :

دارالافتاءابوالفضل ـ
فتوي نمبر (۴۳۴) مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته مستفتي : وحید الله محترم علامه صاحب السلام علیکم: جناب عالیقدر مولوی صاحب، الله ج دی وکړی چی روغ او جوړ و اوسی. محترم علامه صاحب زما یو ملګری دی چی تقریبا خپل ۲۵ کاله عمر یی پوره په بغاوت کی تیر کړیدی او اوس د یو څو ورځو را په دیخوا ډیر غمجمن راته بریښیده. چون زما ډیر قریب ملګری دی زما د پوښتنی په جواب کی یی د زړه غوټه داسی راته وسپړله. غونډ عمر می د الله ج په نافرمانی کی تیر شو، ګناهونه می دومره ډیر شویدی چی د مغفرت نه یی نا امیده شوی یمه. په دی پوهیږم چی د الله ج د رحمت نه نا امیده کیدل ستره ګناه ده. ځکه چی الله ج د ټول عمر کافر هم په مسلمانیدو بښی نو زه خو بیا هم الحمد الله د مسلمانی دعوه کوم ما به هم بښي. خو اوس په دی چل نه پوهیږم چی په کومه طریقه نصوحا توبه وباسم او بیا به څرنګه په دی توبه استقامت پیدا کړمه، زه خو دی بدو فکرونو او ښځو تباه کړی یمه، په ریښتیا هم چی حضرت محمد ص په خپل امت کی له ښځو نه بله غټه فتنه نه ده پریښی. که داسی صحی توبه وباسم او پری مستقیم پاتی شم نو هیله ده چی الله ج به راته خپل حقوق ټول وبښی خو غټ غم دا ده چی څلور پنځه لکه افغانی می پردی مال هم خوړلی ده په کوم یی چی مالکان نه دی را باندی خبر. اوس یی مالکان هم نه پیژنم او که یی وهم پیژنم پیسی هم راسره نشته چی دوی پری خلاص کړمه، دا خو حقوق العباد دی دا خو به الله ج راته هیڅکله هم ونه بښی، دا به څنګه کوم؟ زه خو تباه یمه. که زه په دی حالت کی مړ شمه نو خدای خبر چی څه حال به راباندی تیریږی. بی عقلی ده رانه شویده، اوس ډیر پښیمانه یمه. څه وکړم؟ نو محترم علامه صاحب، ددی دوست په قیصی اوریدلو می ده ته ډیره ډاډګیرنه ورکړی او ورسره می وعده کړیده چی زه به یی ان شاء الله شرعی لاره درته را پیداکوم. نو مولوی صاحب که تاسو له خپل مصروف وخت نه مونږ ته وخت راکړی او د پورتنی موضوع په هکله راسره کومک وکړی نو ان شاء الله چی ددی بنده په رجوع به الله ج ستاسی دنیا او اخرت نیکمرغه او لا پسی نیکمرغه کړی. محترم مولوی صاحب، لکه څرنګه چی تاسی په دی باندی عین الیقین ته رسیدلی یاست چی د مرګ پته نه لګی چی کله به راځی نو ستاسی له درانه حضور نه دا درخواست کوم چی دی پوښتنی ته اولیت ورکړی ترڅو خداینخواسته دا انسان مخکی له دی چی د خپلو ګناهونو نه توبه وباسی په حق ورسیږی. زما په آند په ده باندی د الله ج رحم شویدی چی دی یی خپلو ګناهونو ته متوجه کړی او د توبی په لټه کی دی. والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته الجواب ومنه الصواب نحمده ونصلي علي رسوله الکريم وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته : محترمه وروروه له ګناه څخه توبه کښل پرهرمسلمان باندي فرض ده اوکله چي يومسلمان له خپلوګناووڅخه په اخلاص سره توبه وکاږي نوداسلامي شريعت دهداياتوله رويه ددغه سړي توبه حتماقبليږي ، اوهيڅ مسلمان دګناوودډېروالي په وجه بايددتوبې له قبلېدوڅخه نااميده نسي ، اودالله جل جلاله په دغه مبارک قول سره وخپل زړه ته ډاډ ورکړي چي فرمايلي دي : « قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ـ الزمر53) او د توبې طريقه پدې ډول ده چي که توبه له داسي ګناه څخه وي چي په هغه کښي د بنده حق نه وي ضايع سوئ (مثلا يو سړئ په قصد سره لمونځ قضا کړي) نو طريقه يې داده چي دغه سړئ به دې کارونه کوي : اول دا چي پر دغه ګناه به په زړه کښي په اخلاص سره پښيماني ، أفسوس او ندامت کوي ، دوهم دا چي په زړه کښي به په اخلاص سره ټينګ عزم ، قصد او نيت کوي چي بيا به زه دغه ګناه نکوم ، دريم دا چي د هغي تيري ګناه بخښنه به له الله (جل جلاله) څخه په اخلاص او عاجزي سره غواړي ، بس دغه درې کاره چي يې وکړل نو ده په اخلاص توبه وکښله ، همدا توبه سوله . او که دغه ګناه داسي ګناه وه چي د بنده تر حق پوري يې تعلق درلودئ (مثلا د يو چا غيبت يې وکړ ، يا يې پر يو چا باندي بهتان ووايه ) نو له ذکر سويو درو کارو سره سره به دا کار هم کوي چي له دغه چا څخه به بخښنه غواړي ، کله چي هغه بخښه ورته وکړي نو دا د غيبت يا د بهتان له ګناه څخه (مثلا) توبه سوه . دارنګه که يې د يو چا مال خوړلئ وي نو له ذکر سوو درو کارو سره سره به دهغه د مال په اندازه مال و هغه ته ورکوي ، يا به له هغه څخه بخښه حاصلوي ، او که هغه سړئ مړ سوئ وي نو دغونه قدر مال به په هغه پسي خيراتوي که يې وارث نه درلودئ ، او کې وارث درلودئ نو وهغه ته بې ورکوي ، اوکه دغه خلګ چي ده يې مال خوړلئ دئ داسي نامعلومه وه چي دمرګ اودژونددرک يې هم مه وو اودوطن اودځائ اودوارثانومعلومات يې هم نه وونوبيابه ددوئ دخوړل سوي مال په اندازه مال ددوئ لپاره ومسکينانوته په خيرات کي ورکوي کچيري بيادوئ پيداسي نوبيابه ورته وايي چي ماستاسي خوړل سوئ حق ستاسي دپاره خيرات کړيدئ نواوس ستاسي خوښه ده چي په هغه خيرات قناعت کوئ اوکه دخيرات ثواب وماته راپرېږدئ زه به وتاسي ته ستاسي حق درکړم ـ اوکچيري يوسړي مسکين وي ددې وس نلري چي دخلګوخوړل سوئ مال په دوئ پسي خيرات کي نوبيادي دوه کارونه وکړي : يودي وهغوته دعاوي کوي اوبل دي والله پاک ته داسي زاري کوي چي خدايه ستاپه فضل اوکرم ددغوحقدارانوله حق څخه زماذمه خلاصه کړه ، ته له خپله درباره ودوئ ته بدل ورکړه ـ او کې مثلا غیبت يا بهتان پر یو ا ويلئ ؤ او هغه مړ سوئ ؤ ، نو بيا به و هغه سړي ته دعاوي کوي . والسلام ومن الله التوفيق ـ.
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery