Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-09-28 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
دمعذوردامامت حکم :
دارالافتاءابوالفضل ـ
فتوي نمبر (۴۳۵)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتي : صابر شاه / کوټه
.
ښاغلی محترم مفتی صاحب او د بینوا کارکوونکو ته سلام وړاندی کوم.
زه یوه پوښتنه لرم که خدا وکړی ځواب یی تر لاسه کړم نو دا به ما دپاره او نور وروڼو دپاره کټه ور وی.
پوښتنه داده تاسو محترم ده یو مسلمان ورور یوه پوښتنه جواب کړی وه چی که چیری څوک ده ویری له وجی وه جماعت ته نه شی تللی نو په خپل کور کی دی هم اقامت وکړی او په کور کی چی څوک وی وه هغو ته دی جماعت ورکړی که نور څوک نه وه نو خپلی میرمن او کوچینیان دی په ځان پسی ودروی او یا که په دښت کی وی هم دی اذان او اقامت وکړی او خپل لمونځ دی ده جمعی په نیت وکړی
۱ خو که چیری دغه سړی معذوره وی یعنی سلسل بوله وی یا یی هوا جاری وی نو خپل کور والا یا کوچینیانو ته جمع ورکولای شی
۲ یا په دښت کی یوازی وی نو اذان او اقامت او خپل لمونځ ده جمعی په نیت کولای شی دغه معذوره سړی
۳ یا په خپل کورکی یوازی خپل لمونځ په اقامت سره کولای شی او دغه اقا مت به په زوره وایی که خفیه نو کی په زوره ووایی اوبل چا واوریدی نو بیا خو هغه اقتدا پسی کوی او دی به معذوره وی
ستا سو محترم ده جواب په انتظار Times New Roman
والسلام
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره ستاداولي پوښتني جواب دادئ چي اسلامي حکم اودحنفي فقهي اتفاقي فيصله دمعذورسړي په باره کي داده چي دي وهغه چاته چه هغه دده په ډول معذورنه وي دجماعت لمونځ نسي ورکولائ ـ
اوستاددوهمي پوښتني جواب دادئ چي هودغه سړي چي اذان اواقامت وکړي اودجماعت په نيت پرلمانځه باندي ودر يږي نوپه ده پسي پيريانان اوملائکه دريږي البته په پيريانانوکي ديوه قول مطابق هغه پيريانان چي دده په ډول معذوروي پسي دريږي اودملائکه وو په باره کي دي داسي فرضيږي لکه څنګه چي دخپل ځان په باره کي دي فرضيږي ، اودخپل ځان په باره کي دي شريعت داسي ګڼي لکه معذورچي نه وي ـ
اواددريمي پوښتني جواب دادئ چي اقامت به په زوره کوي اودکورخلګ خوبايدده له خپلي معذورئ څخه خبرکړيوي اوکچيري يې وکورته مېلمه راغلئ وي اوپه ده پسي ودريږي نودايونادرصورت دئ اوپه شرعي مسائلوکي اعتبارنه ورکړکيږي ـ
له لمانځه څخه وروسته دي بياخبرورکړي چي زه معذوريم ته خپل لمونځ بيرته راوګرځوه ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ