Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-10-02 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
دحج دفضيلت په اړه :
دارالافتاءابوالفضل ـ
فتوي نمبر (۴۴۲)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتي : نويداحمد، کندهارـ
عاليقدرابوالفضل صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته : محترم که دحج دفضيلت په اړه څه بيان راته وکړي ډېره مهرباني به مووي ـ
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته :
دحضرت ابن عمررضي الله تعالي عنه څخه روايت دئ چي رسول صلي الله تعالي عليه وسلم (دحج دفضېلت پوښتنه کونکي ته صحابي ته )وفرمايل کله چي ته دبيت الله په نيت له کعبې شريفي څخه روانيږې نوپه لاره کي ستاداوښ پر هرقدم باندي ستالپاره يولک نيکئ ليکل کيږي اويوه ګنادي معافيږي او(له طواف وروسته پرمقام ابراهيم باندي)ستادوه رکعته لمونځ کول (په ثواب کي) له بني ا سماعيل څخه ديوه مريي دازادولوپه شان دي اودصفااومروه په منځ کي سعي کول داوياوومريانودازادولوثواب لري اودعرفات په ورځ ماپښين دعرفات په ميدان کي ستاوقوف کول (دريدل)داسي مبارک دي چي الله تعالي(دخپل شان مطابق)پراسماني دنيانزول کوي اودملايکوپه وړاندي پرتاسي باندي فخرکوي اوفرمايي :
اي زمابندګانوتاسي سپېره اوببردهري ژوري اوپراخي شېلې څخه (راوزي) ماته راغلي ياست اوزمادجنت آرزولرئ(واورئ)کچيري ستاسي ګناهونه دريګودذراتوبرابروي اويادباران دڅاڅکواوياددرياب دځګ سره برابروي نوهم مادربخښلي دي اوس تاسي بخښلي ولاړسي اودکوموکسانودپاره چي تاسي سفارش کوئ (هغه مي هم دربخښلي دي) ـ
دجمراتوپه ويشتوکښي دهري هغي شګي په بدل کي کومه چي تاسوولي دهلاکونکوګناووڅخه يوه کبیره ګنابه معافيږي، اوستاسي دحج قرباني ستاسي درب سره ذخيره ده (چي ثواب به يې په آخرت کي دررسيږي )اوپه سرخريلوکي ستاسي دهرويښته په بدل کي يوه نيکي عطاکيږي اويوه ګنامعافيږي (ددې وروسته په اخيرکي)ستاسي دبيت الله شريفي طواف کول به په داسي حالت کي وي چي ستاسي هيڅ ګنابه پاته نه وي ـ
اويوه ملائکه راځي اوستاسي ددواړو وږوترمنځ لاس ايږدي اووايي : آينده(دنوي سره)عمل کوي ستاسي ټول ګناهونه معاف شويدي ـ
رواه بزازباسنادلابأس به ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ