مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-10-05   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دغسل سنته طريقه :

دارالافتاءابوالفضل ـ
فتوي نمبر (۴۴۲) مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته مستفتي : ـ احمدنويد، کندهار عاليقدرعلامه ابوالفضل صاحب ، السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، که دغسل مسنونه طريقه راته بيان کړئ ډېره به ښه وي ، والسلام الجواب ومنه الصواب نحمده ونصلي علي رسوله الکريم السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته : قدرمنه وروره دغسل مسنونه طريقه داده چي غسل کوونکی دي اول هغه ظاهري مرداري چي پربدن باندي ئې وي له بدن څخه لري کړي اوبیادي اودس تازه کړي له اوداسه وروسته دي پرسردرې واره اوبه توئ کړي وروسته ددې دي پرراسته اوږه درې واره اوبه توي کړي وروسته دهغه دي پرچپه اوږه درې واره اوبه توي کړي وروسته دهغه دي درې واره اوبه پرټول بدن توئ کړي ـ کذافي ردالمحتار ، ج۱ ، ص۱۰۷، وعمدة الرعاية ، ج۱ ص۸۰ کبيري ص۵۱ ـ وفي عالمګيري ، الفصل الثاني في سنن الغسل وهي ان يغسل يديه الي الرسغ ثلثاثم فرجه ويزيل النجاسة انکانت علي بدنه ثم يتوضأوضوءللصلاة ـ عالمګيري ، ج۱ ، ص۱۴ ـ والفرج قبل المرأة والرجل وقديطلق علی الدبرايضاکماقال المطرزي قهستاني اي فيشمل القبل والدبروهوالمرادههنا اه ثم يتوضاءفلايؤخرقدميه ولوفي مجمع الماءالخ وقيل يوخرمطلقاالخ وقيل بالتفصيل انکان في مجمع الماءفيوخروالافلاوصححه في المجتبي وجزم به في الهداية والمبسوط والکافي والظاهران الاختلاف الاولوية لافي الجواز ـ ردالمحتار ، ج۱ ، ص۱۰۶ـ ثم يصب الماء علي رأس وسائرجسده منية المصلي قال شمس الأئمة الحلواني يفيض علي منکبه الايمن ثم الايسر ثلثا ثم علي رأسه وسائرجسده وقيل يبدءبالرأس ثم بالايمن ثم بالايسروهوظاهرالمتن اي المنية والهداية وغيرهاوظاهرالحديث فينبغي التعويل عليه ـ کبيري ، ص۵۰ـ وثالثهاهوظاهرمختضرالقدوري والهدايةانه يبدءبالرأس ثم بالايسروهوموافق لعدة احاديث في صحيح البخاري واختاره الحلبي في الغنية وصاحب فتح القديروصاحب البحروصاحب النهر وقال انه ظاهرالرواية ـ عمدة الرعاية علي شرح الوقاية ، ص۸۰ ـ ويسن غسل نجاسة لوکانت علي بدنه بانفرادهااي ازالتهاقبل الوضوءوالاغتسال هوالسنة ـ طحطاوي ، ۵۶ ـ والسلام ومن الله التوفیق ـ
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery