مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-10-08   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

بهترين درود کوم درود دئ ؟

دارالافتآء أبوالفضل
فتوي نمبر (۴۴۷) مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته مستفتي : ولـــــــــــي د کندهار څخه . ډیرمحترم مولی صاحب السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته محترم مولوی صاحب دامی دوهم واری دی چه دغه پوښتنه درلیږم هیله ده چی جواب یی راکړی . ۱. پرحضرت محمد (ص) باندی موږبایدکوم درودشریف وه وایو؟ الجواب ومنه الصواب نحمده ونصلي علي رسوله الکريم محترمه وروره ! په أفضل د صيغو د درود کښي اختلاف دئ : ځينو علمآؤ ويلي دي چي أفضل د درود په دغو ألفاظو سره دئ : اللهم صلي علی محمد ، وعلی ال محمد ، کمابارکت علی ابراهيم ، وعلی آل ابراهيم انک حميدمجيد . او ځينو بيا بل څه ويلي دي چي د «موسوعة الفقهية ج۲۷ ص ۲۳۸) له دغه لاندي عبارت څخه يې معلومات تر لاسه کړۍ : روي عن النبي صلی الله تعالی عليه وسلم في الصلاة عليه صيغ مختلفة في بعض الفاظها : قال صاحب المهذب : ان افضل صيغ الصلاة علي النبي صلي الله تعالي عليه وسلم ان يقول المصلي(اللهم صلي علي محمد ، وعلی ال محمد ، کمابارکت علي ابراهيم ، وعلی آل ابراهيم انک حميدمجيد) ـ ومنها: مارواه البخاري ومسلم عن کعب بن عجرة ـ رضي الله تعالی عنه ـ قال خرج علينا رسول الله ـ صلي الله تعالي علیه وسلم ـ ،فقلنا:قدعلمناـ اوعرفناـ کيف نسلم عليک ، فکيف نصلي عليک ؟ قال : قولوا: اللهم صلي علی محمد ، وعلي ال محمد ، کمابارکت علي ابراهيم ، وعلي آل ابراهيم انک حميدمجيد، «اللهم بارک علی محمدوعلي آل محمدکماربارکت علي ابراهيم وعلي آل ابراهيم انک حميدمجيد»ـ وفي لفظ للبخاري ومسلم : «قولوا:اللهم صلي علي محمدوعلي ازواجه ، وذريته ،کماصليت علي آل ابراهيم ، وبارک علي محمد وعلي ازواجه وذريته ، کمابارکت علي ابراهيم انک حميدمجيد» وهناک صيغ اخري ، واقل مايجزيءهو:اللهم صلي علي محمدـ د«خفاجي»په اول جلد۲۰۳صفحه کي داسي راغلي دي چي له حضرت ابن عباس رضي الله تعالی عنه څخه روايت دئ چي هرڅوک چي ووايي « جزالله عنانبينامحمداصلي الله عليه وسلم ماهواهله »اتعب سبعين کاتبا الف صباح ـ يعني نوستړي به کړي ثواب دويلوددغه دروداوياکاتبه زرسهاره ـ والسلام ومن الله التوفيق ـ
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery