مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-10-13   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

کچيري دنجاست پريولل بې له کشف دعورت څخه ن ..

دارالافتاءابوالفضل ـ
فتوانمبر(۴۵۳) مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته . مستفتي:نصرالدين ـ ـ کچيري دسړي بدن مرداروواوپريولل يې بې لوڅولودعورت ممکن نه وو نودي به سره له نجاسته لمونځ کوي اوکه به نجاست پريولي ـ؟ الجواب ومنه الصواب ـ نحمده ونصلي علي رسوله الکريم که ديوسړي بدن مرداروواپريولل يې بي له لوڅېدودعورته ناممکنه وو نوداسړي دي دنجاست سره لمونځ کوي بدن دي نه پريمنځي ؛ ځکه چي له لوڅېدودعورت څخه منع راغلېده اوپه پريولودنجاست امرسويدئ اوامراونهي چي سره يوځاي سي نومراعت دنهي اولي يعني بهتردئ ـ ففي التتارخانية ج۱، ص۱۰۶:وسئل موسي بن يوسف البقالي عن المصلي اذاکان علي بدنه نجاسةولايمکن غسلهاالاباظهارعورته قال يصلي مع النجاسة ولايغسلهامع الاظهار؛لان اظهارالعورة منهي عنه، والغسل ماموربه والامروالنهي اذااجتمعاکان النهي اولي ـ والسلام ومن الله التوفيق ـ فتوانمبر(۴۵۲) مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته . مستفتي، حميدګل ، کابل ، افغانستان . قدرمن ابوالفضل صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ـ الله پاک موتل دصحت اوعافيت په جاموکي محفوظ لره ـ محترمه زمايوه پوښتنه ده هغه داچي داستنجاءاودقضاحاجت په وخت کي وقبلې ته مخ ګرځول څنګه دي روادي اوکه يا اودوی دواړه فرق سره لري اوکه یاـ‎؟ مننه . الجواب ومنه الصواب ـ نحمده ونصلي علي رسوله الکريم ـ وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته : قدرمنه ورروره ! دقضاحاجت په وخت کي مخ اویاشاګرځول دواړه وقبلې شريفي ته مکروه تحريمي دي ځان ساتل ورڅخه ضروري دئ ـ او وقبلې شريفي ته داستنجاء په وخت کي مخ ياشاګرځول مکروه تنزيهي دئ ښه کاردادئ چي ځان ورڅخه وساتل سي اودقبلې شريفي احترام وسي ـ ففي الکبيري ، ص۲۸: فاستقبالهااواستدبارهاحالة الاستنجاءترک ادب ومکروه کراهة تنزيهية ، کمافي مدالارجل اليها«علي التکرار»،واماحالة البول اوتغوط فمکروه کراهة تحريم ـ والسلام ومن الله التوفیق
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery