Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-10-19 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
دتعويذپه ذريعه علاج کول :
دارالافـــتاءابوالفضل
فتوي نمبر(۴۵۶)
مفتي :
سترعلمي اورحاني شخصيت مفتي ، علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ،کا ن الله ودامت برکاته ـ
مستفتيه : شريفه : جرمني
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته :
محترم مولوي صاحب په تعويذسره دمرض علاج څه حکم لري؟
الجواب ومنه الصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه په تعويذسره علاج کول جائزدي خوپه دې شرط چي په تعويذکي چي کوم کلمات ليکل کيږي نودهغه معني بايدمعلومه وي اومشرکانه خبره نه وي پکښي ، مثلا په قرآني اياتوسره علاج کول هيڅ پروانکوي
دسعودي عرب بعض علماء دتعويذونوپه باره کي چي کوم احاديث پيش کوي نوهغه دهغوتعويذنوپه باره کي دي چي په هغه کي مشرکانه کلمي وي ، اوياپه دې وجه چي دوي تعويذونه په خپله بې له اذنه دالله پاکڅخه شافي وبولي ، ورنه دقرآني اياتودم کول له پيغمبرعليه الصلاة والسلام څخه اودتعويذليکل ياڅښل يازړول دحضرات صحابه رضي الله تعالي عنه اوله تابعينوڅخه ثابت دي ـ
عن عوف بن المالک الاشجعي قال : کنا نرقي في الجاهلية ، فقلنايارسول الله صلي الله تعالي عليه وسلم ، کيف تري في ذالک ؟ فقال : اعرضواعلي رقاکم لابأس بالرقي مالم يکن فيه شرک ـ مسلم ج ۲ ، ص۲۲۴ ـ
لابأس بالمعوذات اذاکتب فيهاالقرآن اواسماء الله تعالي، وانماتکره العوذة اذاکانت بغيرلسان العرب ، ولايدري ماهوولعله يدخله سحراوغيرذالک، واماماکان من القرآن اوشيء من الدعوات فلابأس به ..الخ ، الشاميه ، ج۶ ، ص۳۶۳ ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ