Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-10-19 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
داسماءحسني دوظيفې يوه خاصه طريقه :
دارالافـــتاءابوالفضل ـ
فتوانمبر(۴۵۹)
مفتي :
سترعلمي اورحاني شخصيت مفتي ، علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ،کا ن الله ودامت برکاته ـ مستفتي : عبدالله ناصری سعودی عرب ـ
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته :
پوښتنی څخه مخکی زه خپل احترامات او د مینی او خلوص سلامونه محترم مفتی صاحب ته پیش کوم الله جل جلاله دی د دغه عظیم خدمت لپاره نور استقامت هم درکړی اوالله تبارک و تعالی دی تل صحت مند او په د نیا او اخرت کښ بریالی لره . پوهیږم چی په خپلو ورځنی با ارزښته او قیمتی چارو کښ ډیر مصروف یاست خو بیا هم ډیره بښنه غواړم که د خپل دغه قیمتی وخت نه مو یو څه وخت زما د پوښتنی لپاره وقف کړو نو ډیر زیات به مو مشکور شم .
محترم مفتی صاحب که د سپیڅلی ذات سپیڅلی نومونو (اسماءالحسنی)په اړه خپل تفصیلی او کره معلومات راسره شریک کړی ډیر به ښه وی(مطلب د ۹۹ اسماء کرامو معنی او فضایل ځکه چی ما له ډیرو کلونو راهیسی اسماؤالحسنی حفظ کړیدی خو د ټولو په معنی نه پوهیږم او که اسماؤالحسنی کومه خاص وظیفه لری نو مهربانی وکړی راته یی ووایست زه خو ی له هر لمونځ نه بعد یو ځلی ورد کوم.
د تفصیلی ځواب په هیله.
الجواب ومنه الصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته محترمه قدرمنه وروره: داسماءحسني دوظيفې مختلفي طريقې دي ، چي انشآءالله تعالي په بله سلسله کي به يې تفصيل وکړو ـ
خودلته ستادپاره يوه طريقه ذکرکوو:
اول واربه يوولس واره درود ابراهيمي شريف وايي (يعني هغه درودچي په لمانځه کي ويل کيږي)
بيابه يوولس واره «ياالله»ووايې ـ
تردې وروسته به اسماءحسني هريويوولس واره ووايې ، له دې وروسته به بيايوولس ځله « ياالله » ووايې ـ
له دې وروسته به بيايوولس ځله درودشريف ووايې ـ
له دې وروسته به خپل حاجتونه له خدايه پاک وغواړه ، اوانشآءالله تعالي ټول حاجات به دي ترسره شي ـ
اوبیان دمعناګانواودخاصيتونوداسماءحسنی ډېر وخت غواړي دائې ځای ندۍ ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ