مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-11-01   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

څوک چي دقرباني وس نلري څه باید وکړي ؟

دارالافتاءابوالفضل ـ

فتوانمبر(۴۶۶)

مفتي :
سترعلمي اورحاني شخصيت مفتي ، علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ،کا ن الله ودامت برکاته ـ

مستفتي : جليل خان ـ کندهارـ

علامه صاحب السلام عليکم : ورحمة الله وبرکاته
زه يوسوال لرم چي هغه په لاندي ډول دئ :
 هغه څوک چي د قربانۍ وس نلري بايد څه وکړي چي د قربانۍ ثواب حاصل کړي ؟

الجواب ومنه الصواب :

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
دحضرت عبدالله ابن عمروبن العاص بيان دئ چي رسول الله صلي الله تعالي عليه وسلم وفرمايل : « ماته حکم راکړشويدئ چي زه داضحي په ورځ (يعني په لسمه د ذوالحجې ) اختروکړم ، الله تعالي داورځ ددې امت لپاره داخترورځ ټاکلې ده ، يوسړي پوښتنه وکړه ، اي دخدائ پاک رسوله (صلي الله تعالي عليه وسلم)ماته داوښايه که له ماسره صرف يوه بوزه وه  چي دشېدولپاره يوچاراکړيوه نوايازه دغه بوزه قرباني کړم ؟ نبي اکرم صلي الله تعالي عليه وسلم ورته وفرمايل : «نه ته هغه مه قرباني کوه ، بلکي (دقرباني په ورځ )خپل ورېښتان جوړوه ، خپل نوکان پرېکوه ، خپل بريتونه سموه ، اودنامه لاندي صفایی کوه ، ، بس همدابه دالله تعالي په نزدستاسولپاره قرباني وګرځي ـ (جمع الفوايد، نسايي ، ابوداؤد)
اودارنګه نبي (صلی الله عليه وسلم ) فرمايلي دي چي هر څوک چي قدرت پر اضحيه باندي نلري نو څلور رکعاته لمونځ دي وکړي ، په هر رکعت کښي دي يو واري « الحمد الله ...» او پنځه واري « انا أعطيناک الکوثر ... » ووايي نو وده ته به ثواب د اضحيې ورکړه سي  .
او له حضرت علي (کرم الله وجهه ) څخه روايت دئ چي کله چي يو فقير سړئ د عيدګاه له لمانځه څخه فارغ سي د «انا اعطيناک الکوثر» سورت درې واره ووايي نو وربه کړسي وده ته ثواب د يوې اضحيې .
او په يوه بل روايت کښي داسي راغلي دي چي هر څوک که دا غواړي چي د اضحيې ثواب حاصل کړي او طاقت د اضحيې نلري نو د اختر لمونځ دي وکړي او نوکان دي پري کي او بريتونه دي کم کړي نو په دې سره به وده ته د اضحيې ثواب ورکړ سي  .
او په بل روايت کښي داسي راغلي دي چي د اختر له لمانځه څخه وروسته دي (يعني چي کله وکور ته راسي ) دوه رکعته لمونځ وکړي ، او په هر رکعت کښي دي تر الحمدلله وروسته سورت کوثر پنځه واره ووايي او تر لمانځه وروسته دي و الله ته پر سجده سي او دا دي ووايي : « اللهم اعطني ثواب القربان»  يعني اې الله ماته د قربانۍ ثواب راکړې ، نو الله پاک به وده ته ثواب د اضحيې ورکړي  .
حسن بصري ( رحمه الله تعالی ) په يوه مجلس کښي د اضحيې د فضيلت بيان کاوو يوه سپين سري ښځه چي هيڅ شئ يې نه درلودئ ماسوا له چرګانو  کورته ولاړه يو چرګ يې حلال کړ ، حسن بصري خوب وليدئ په خوب کښي د  الله پاک له طرفه داسي ورته وويل سول چي د ټولو خلګو قربانۍ مي ددغي سپين سري ښځي په برکت قبولي کړې  .
محترمو وروڼو  ! دغه ټول بيان مي د « صلوة مسعودي » ج ۳ ص ۱۳۰ څخه درته را اخستئ دئ کوم چي ځموږ په حنفي فقه کښي مشهور کتاب دئ  ، البته په ځينو ځايو کښي مي اختصار کړئ دئ او په ځيني ځايو کښي مي د توضيح جملې اضافه کړي دي  .
والسلام ـ

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery