مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-11-06   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دموټرانودتصادم په وجه قتل منځ ته راتلل :

دارالاافتاءابوالفضل .

فتوانمبر(۴۷۰)

 

مفتي  :

ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

 

مستفتي  :  محمد صابر  ، له أرزګان څخه  .

 

ا لسلا م علیکم ورحمت الله وبرکا ته.

ترهرڅه دمخه محترم مفتی صا حب اوټولوکا رکونکوته دزړه دکومی سلا مونه او دلوی اخترمبا رکی وړا ندی کوم خدای (ج) دی وکړی چه دژوند په ټولو چا روکی بریا لی اوکا میا به واوسی

زه محمدصا بر د ارزگا ن ولا یت څخه یوعا جله پوښتنه لرم خد ا ی (ج) دی وکړی چه ژرترژره یی جوا ب را کول شی

پوښتنه په دی ډول د ه څوورځی مخکی په ارزگا ن ولا یت کی د د وه موټرو تر منځ ټکررا غلی دوه کسه چه په موټرکی سپا ره وه هغه په شها دت ورسید ه او موټروا نان د دواړوموټرونو ده  ژوندی دی نواوس پرموټروا نا نو کفا ره شته او که نه ؟      او د دوی لپا ره کومه سزا شته؟ محترم مفتی صا حب هیله کوم چه د دی مسئلی جوا ب ژرترژره را کړی ځکه چه دلته دډیرو ملا یا نوترمنځ په دی مسئله کی اختلاف  دی

 

 

 الجواب و هو الملهم للصواب   :

 

نحمدهونصلي علي رسوله الکريم :

محترمه وروره ! د موټرانو  د تصادم او ټکر په وجه چي يو څوک په قتل ورسيږي نو پر ډرايور باندي کفاره لازمه ده ، او دده پر «عاقله» باندي ديت لازم دئ ، چي د مقتول و وارثانو ته بې ورکوي ،  او نوره سزا يې نسته  .

 

کچيري بیا هم کومه شبه لرۍ نو دوهم وار پوښتنه راوليږۍ   !  .

 

[في الفقه الحنفي  ج  ۳ ص ۲۳۸ : «.... وخطأ في الفعل : و هو أن يرمي هدفًا فيصیب ادميا ، أو يصدم آخر بسيارته أو بدراجته النارية فيقتله من غير قصد  . حکم القتل الخطأ : الکفارة علی القاتل ، والدية علی العاقلة »  ]  . [و في أحسن الفتاوی  : «يه قتل خطأ هې ، ډرايور پر کفاره اور عاقله پر ديت واجب هوګي» ]  .

والسلام ومن الله التوفيق  . 

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery