Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-11-06 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
تنهادښځوپه شاهدئ سره رضاع نه ثابتيږي!
دارالافتاءابوالفضل ـ
فتوانمبر(۴۷۱)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفيه : حسینه وفا ـ
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
محترم مولوي صاحب ځموږ په کلي کښې یو چا لور ورکړه وبل سړي ته، او س داسې پېښه وشوه چي دهلک مور وایې چي ما تی ددې انجلۍ ومورته ورکړی ده، یعني دا انجلۍ ددې هلک دمور لمسۍ شوه ، نو اوس یې نکاح څرنګه ده. که مهربانې وکړﺉ ځواب راکړﺉ ستاسو له دې دینې خدمت څخه یوه دنیا مننه . ستاسو خادمه حسینه وفا
الجواب ومنه الصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم .
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته ستادپوښتني په باره کي دمذهب دټولوکتابوپه يوه خوله سره حکم اوفيصله داده چي داحتياط اودتقوي لارداده چي دغه هلک دغه په نکاح سوې انجلئ پرېږدي ، اوکه کوم مشکل ورڅخه پيداکيږي اويابې مشکله نه ترتيريږي نوبيادګناګارئ کارنه دئ دغه نجلئ دي راواده کړي ځکه ديوې ښځي په ويناسره رضاع نه ثابتيږي ، لکه څنګه چي د«کنز» عباردي چي «يثبت بمايثبت به سائرالحقوق»يعني رضاع په هغه شي سره ثابتيږي په کوم شي سره چي نورحقوق ثابتيږي اونورحقوق چي ثابتيږي ياددوو عادلوشاهدانوپه شاهدي سره ثابتيږي اوياديوه نراود دووښځوپه شاهدي سره ثابتيږي ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ