دارالافتآء أبوالفضل .
فتوی نمبر (۴۷۴) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت علامه محقق محمد معين الدين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي :
محمد علي يوسفزئ /پاکستان / صوبه خيبر پختونخوا .
ستر عالم علامه أبوالفضل صاحب او د بينوا ادارې محترم مشر خالد صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته . له محترم مولانا صاحب مي پوښتنه داده چي کله کله يو چا ته د قضاء حاجت ټينګ ضرورت وي او انسان په تکليف وي ليکن پر دغه سربيره له دغه حالت سره لمونځ وکړي ، نو ددغه لمانځه څه حکم دئ ؟ خدائ مو ژوندي او مُوفق لره آمين .
الجواب و هو الملهم للصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
محترمه وروره ! پداسي حالت کښي چي انسان ته د قضاء حاجت شديد او سخت ضرورت وي لمونځ کول مکروه تحريمي دئ ، نو که څوک د لمانځه د شروع په حال کښي وي او که يې لمونځ شروع کړئ وي بايد له قضاءِ حاجت څخه ځان فارغه کړي او بيا لمونځ وکړي او کې پدغه حالت کښي لمونځ پسي پوره کړئ نو ګنهګار دئ ، البته د لمانځه د قضاکيدو په صورت کښي (يعني چي وخت لږ وي ) پداسي حالت کښي لمونځ کول بېله کراهته درست او صحيح دئ .
[ قال في الخزائن : سواء کانَ بعدَ شروعه او قبله ، فان شغله قطعها ان لم يخف فوتَ الوقتِ ، وان أتمها أثم الخ (رد المحتار ج۱ ص ۶۴۱) ] .
والسلام ومن الله التوفيق ـ