Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-11-18 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
لکه جنت دوږخ هم په مومنانوآباددئ:
دارالأفتآء أبوالفضل .
فتوی نمبر (۴۸۵) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : حبیبه سعيد ـ
عاليقدر محترم مولانا صاحب ځما سلامونه او نيکي هيلي ومنۍ مولوي صاحب ما يوه خبر اوريدلې ده هغه دا چي لکه څرنګه چي جنت په مؤمنانو آباد دئ دوږخ هم په مومنانو اباد دئ ، دا خبره د اسلام له نګاه څخه څنګه ده ؟ ما دا خبر په ځينو کتابو کي هم ليدلې ده ؟ ستاسي د جواب په انتظار .
الجواب ومنه الصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
محترمه وروره ! د اسلام له نظره داسي خبره کول چي د هغې ښکاره او ظاهره معنی له اسلامي مقرراتو څخه خلاف وي ، او بيا په يو تأويل سره صحيح کيږي ناروا او ناجائز کار دئ .
خو له دې سره سره بيا هم ځيني علمآؤ په کتابو کښي د معمی (لغز) په شکل لپاره د تشحيذ او تيزي د ذهنو دغه خبر او ودېته ورته خبري ذکر کړيدي ، لکه چي په يوه عربي شعر کښي هم دغه ستا د خبري مضمون راغلئ دئ ، هغه شعر د فقهي په ځينو معتبرو کتابو کښي (لکه شرح د تنوير الأبصار وغيره) مذکور دئ : «وهل قآئلٌ لايدخل النارَ کافرٌ ــــ ولکنهَا بالمؤمنِينَ تُعَمّرُ » .
يعني ايا داسي يو ويونکئ سته چي ووايي چي و دوږخ ته هيڅ کافر نه ورداخليږي ، مګر دوږخ به په مؤمنانو سره آباديږي .
وروسته له دې چي پدې مي پوه کړې چي دغه راز خبري کول شرعًا ښه کار نه دئ ، اوس ددې خبري تأويل درته ليکم ، تأويل يې پدې ډول کيږي چي د آخرت په ورځ خو کافران هم ټول په ايماني شيانو سره اقرار کوي ؛ ځکه چي هلته خو دوۍ هر څه په سترګو ويني نو پدې وجه ټول مؤمنان ګرځي ، خو څرنګه چي د قيامت په ورځ ايمان راوړل اعتبار نلري نو ځکه به کافران سره له ايمان راوړلو و دوږخ ته ورځي .
نو دغه شاعر چي دا ويلي دي چي دوږخ ته کافر نه ورداخليږي مطلب يې دادئ چي ددې دُنيا کافران په هغه دُنيا کښي په همدغه کفر باندي نه وي پاته بلکي بې اختياره ايمان راوړي ، او ودوږخ ته ورځي ؛ ځکه چي ايمان يې په هغه ورځ نه قبليږي .
.............................................................................
خو ځما په فکر دغه تأويل چي ځينو فقهآؤ کړئ دئ (لکه شارح د تنوير الأبصار) درست نه دئ ، او دغه شعر پر مخ غلط دئ ؛ ځکه چي له کافرانو سره د آخرت په ورځ دغه د دنيا کفر لازم ګرځي ، له ځانه څخه يې نسي ليري کولائ ، که څه هم ظاهره په هغه ورځ کښي په خوله د ايمان اظهار وکړي ، لکه چي د الله پاک ددغه قول په تفسير کښي چي «انهم کانو لايرجونَ حسابا ، وکذبوا بآياتنا کذابا» شاه عبدالعزيز (رحمه الله) ددې خبري تحقیق کړئ دئ . والله أعلم و علمه أتم .
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ