مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-12-12   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دشرعي حجاب حکم اوشرطونه:

دارالافتاءابوالفضل ـ


فتوانمبر((۵۰۱)

مفتي :
سترعلمي اورحاني شخصيت مفتي ، علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ،کا ن الله ودامت برکاته ـ
مستفتيه  نوريه ، کابل ـ

محترم علامه ابوالفضل صاحب تاسي  ته معلومه ده چي په موجوده زمانه کي نارینه اوښځي دواړه داسلامي حدودوڅخه وتلي دي خاص بياه زموږپه خوندوکي دبې حجابې په وجه ډیري خلاوي موجودي دي نوله تاسي محترم څخه خواهش لرم چي په دې باره کي معلومات راکړې چي شرعي حجاب په شريعت کي څه حکم لري اوڅه ډول به وي ؟؟؟
الجواب ومنه الصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :

محترمي خوري دمسلماني ښځي دپاره شرعي حجاب فرض دۍ  چي  ددغوښپږوشرطومطابق به وي:
(۱):حجاب شرعي به دټول بدن پټونکئ وي ؛ ځکه چي الله جل جلاله په قرآن کريم کي لفظ د«جلباب»ذکرکړئ دئ اوجلباب هغه لوئ پوړني ته وايي چي دښځي ټول بدن په پټيږي ـ
  (۲): حجاب اوجامه دښځي به تخته اوپنډه وي ؛ ځکه چي مقصودله حجاب څخه پټول دبدن دي نوکه جامه نر ئ وي اوبدن ترمعلوميږي نوبياسترنه راغلئ ـ
(۳)دښځي حجاب بايددارنګه مزين اوښايسته نه وي چي دنارينه وو نظرودې ته رااړوي ـ
فايده : له دې څخه معلومه سوه چي په اوسني وخت کي چي کومي چادرئ اوبوغري رنګينه اوښايسته اغوستل کيږي ناروادي اوحجاب شرعي قطعانه دي ، نوهيڅوک بايدو خپلوښځوته داډول چادري رانه وړي ـ
(۴):حجاب اوجامه بايدفراخه وي ، يعني داسي تنګه به نه وي چي دبدن اندامونه پکي راوتلي وي ـ
(۵):دښځي جامه اوحجاب به داسي خوشبويه نه وي چي پرنارينه وو يې خوشبويي ولګيږي؛ځکه چي په حديث شريف کي راغلي دي : «لعنت دي وي پرهغوښځوچي خوشبويي يې پرنارينه وو لګيږي »

روى ابن حبان والحاكم والنسائي والبيهقي في باب ما يُكره للنساء من الطيب ، وأبو داود عن أبي موسى الأشعري مرفوعاً : " أيما امرأة استعطرت فمرت على قوم ليجدوا ريحها فهي زانية "

وأخرج الترمذي في باب ما جاء في كراهية خروج المرأة متعطرة من حديث أبي موسى الأشعري أيضاً مرفوعاً : " كل عين زانية ، والمرأة إذا استعطرت فمرت بالمجلس فهي كذا وكذا " يعني زانية .
قال النووي في المجموع ما نصه : " فرع : إذا أرادت المرأة حضور المسجد كره لها أن تمسّ طيباً وكره أيضاً الثياب الفاخرة " . اهـ .

وفي كتاب نهاية المحتاج إلى شرح المنهاج للإمام شمس الدين الرملي المشهور بالشافعي الصغير ما نصه : " أما المرأة فيكره لها الطيب والزينة وفاخر الثياب عند إرادتها حضورها " اهـ . أي الجماعة .

 ـ
(۶):دښځي جامه بايددنارينه ووله جامې سره مشابه نه وي ؛ ځکه چي رسول اکرم صلي الله تعالي عليه وسلم څخه روايت سو ئ دئ چي ده فرمايلي دي :
«لعن الله المتشبهين من الرجال بالنساء، والمتشبهات من النساء بالرجال" رواه البخاري.
ترجمه : لعنت کړيدئ الله پاک پرهغه خلګوباندي چي له ښځوسره مشابهت کوي ، اوپرهغوښځوباندي چي له نارينه وو سره مشابهت کوي ـ
روائع البيان ، ج۲،ص۳۸۴ـ
 والسلام ومن الله التوفيق ـ

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery