مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-12-16   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

له نارواخلګوسره تعلق ساتل

دارالأفتآء أبوالفضل .


فتوی نمبر (۵۰۸) . 

 مفتي   :

  ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .
مستفتيه   :  کريمه /کندهار أفغانستان  .

جليل القدره مولوي صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، ځما پوښتنه داده چي له ظالمانو ، فاجرانو او فاسقانو خلګو سره تګ راتګ کول ، له دوۍ سره په لباس خبرو وغيره کي مشابهت کول د اسلام له نظره په څونه اندازه ګناه او جرم دی  ؟ 

الجواب و هو الملهم للصواب  :

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
محترمي خوري !  له فاسقو ، ظالمو او ناروا انسانانو سره بېله يو جائز ضرورته و هر مسلمان نارینه او ښځي ته ناروا کار دئ  .
الله (جل جلاله)  په قرآنکريم کښي  فرمايلي دي « وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ ( هود :113) .
يعني او مکوۍ تاسي میل و ظالمانو ته (يعني کچيري تاسي و ظالمو انسانانو ته د زړه ميل وکړۍ ، مینه او محبت په زړه کښي ورسره وساتۍ)  نو بيا به د دوږخ اور و تاسي ته درورسيږي ، او بيا به  ستاسي مددګاران او دوستان نه وي  . 
علامه آلوسي (رحمه الله) په روحُ المعاني کښي ذکر کړيدي چي مذکوره مبارک آيت ودېته ورشامل دئ چي مسلمان به له ظالمانو ، کافرانو او فاسقانو سره مداهنت نکوي ،  ددوۍ په شکل به نکيږي ،  دوۍ به په غټ نامه سره نه يادوي ،  بېله شرعي باعثته به له دوۍ سره نکښیني  ،  ددوۍ خبري او عملونه به نه خوښوي ، له دوۍ سره زندګي او انډيوالي به بده ګڼي  ،  ظاهره دولت  ،  ثروت او عيش ددوۍ ته به التفات نکوي  ، بلکي دونه قدر به هم نه ورسره کوي چي قلم يا کاغذ پروت وي او راپورته يې کړې دوۍ ته يې ورکړي ، او ددوۍ په ډول به جامې نه جوړوي ، ددوۍ په ډول به سرونه نه خرييي  .
زمخشري په خپل تفسير کښي ذکر کړیدي چي ای مسلـــــــــمانــــــه !    ته د الله پــــــاک پدغه قول کښي فکر وکړه چي «ولاترکنوا !!!»  ځکه چي ددې مطلب دادئ چي يو ادنی ميلان هم د ظالمانو و طرفته مکوه  .
امام رازي ذکر کړيدي چي صِرف لپاره د دفعِ د ضرر ددوۍ ، او يا لپاره د حاصلولود يوې جائزي ګټي له دوۍ څخه   له دوۍ سره تعلق کول پروا نــــــــلري  یعنی هلته چي له اسلام اومسلمانو .سره دوی په برخورکي نه وي اودغه تعلق دده ودین ته ضررنه وي
او نيسابوري په خپل تفسير کښي ليکلي دي چي مقتضا د تقوی داده چي بالکليه مسلمان له دوۍ څخه بایداجتناب کوي  .
او ابنِ کثير په تفسير کښي د مذکوره آيت ذکر کړيدي چي تاسي له ظالمانو څخه کومک مه غواړۍ ، بيا به تاسي داسي وګڼل سۍ لکه چي تاسي ددوۍ په أعمالو راضي ياست  .   او صحبت د کفارو او فاسقانو ډير شنيع کار دئ   .
دارنګه أبوالسعود په خپل تفسير کښي ذکر کړيدي چي أدنی مَيل و ظالمانو ته دونه غټه سزا لري ، نو څوک چي لوۍ مَيل ودوۍ ته ولري ،  بې ضرورته له دوۍ سره ملګيري کوي ، مجلسو ته يې ورځي ، او ددوۍ په لباس او شکل فخر کوي نو دداسي خلګو به څه حال وي  .  او صاحب د روحُ المعاني ويلي دي چي دغه ډول خلګ نو په حقيقت کښي له جملې څخه د ظالمانو او فاسقانواوکافرانو دي ، نه د هغو له جملې څخه چي هغه و فاسقانو ته صرف د زړه مَيلان لري .
 يوه سړي و سُفيان ثوري (رحمه الله) ته وويل چي زه د ظالمانو کالي ورجوړوم ، خياطي يې کوم ، نو ايا زه ددوۍ له مددګارانو څخه بلل کيږم  ؟  ده مبارک ورته وويل چي نه ، ته خو عيني يو له دوۍ څخه يې ، ددوۍ له مددګارانو څخه هغه څوک دئ چي پر تا باندي هغه ستن خرڅوي چي ته کار په کوې  .
دارنګه پدې اړ ه صاحب د روحُ البيان ويلي دي چي پدغه قول د الله پاک سره دا خبره په واضح ډول ثابته سوه چي له  ظالمانو ، کافرانو او فاسقانوسره  بُغض کول ، او پر دوۍ باندي په غضب کښي کيدل لپاره د رضا د خدائ پاک پر هر مسلمان نـــــــــــر او ښـــــــــــځه باندي فرض دئ  . 
[روح المعاني ج ۱۲ ص ۱۳۸/ روح البيان ج۴ ص ۱۹۶/ کشاف ج ۲ ص ۹۵/ هامش ابن جرير ج ۱۲ ص ۸۳/ تفسير کبير ج۶ ص ۹۶ / ابنِ کثير ج۲ ص ۴۶۱ /أبوالسعود علی هامش الکبيرج۵ ص ۵۲۹/ أحکامُ القرآن ج۲ ص ۳۶۰ تـا ۳۶۲]  .  
والسلام ومن الله التوفيق  .

 

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery