فتوی نمبر (۵11) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : جميله /کندهار/أفغانســــــــــتان .
سترعلمي شخصيت ابوالفضل صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته هيله ده چي جوړاوروغ ياست ، ستاسي ددې ديني خدمت اجردي خدای تعالي دوچنده درکړي ، قدرمند مولوي صاحب! دښځودپاره مسواک وهل څه حکم لري مااورېدلي دي چي ښځي دي دمسواک پرځاي ژاولي ژويي نوداخبره څنګه ده ؟
الجواب و هو الملهم للصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمي خوري ! مسواک وهل لکه څرنګه چي د نارينه دپاره د اواداسه په وخت کښي سنت دئ دارنګه د ښځي دپاره هم سنت دئ ؛ ځکه چي کوم حديثونه چي د مسواک په باره کښي راغلي دي هغه عام دي ، تر نارينه پوري د تخصيص لفظ يا قرينه په هغوکښي نسته [امداد الفتاوی ج۱] .
بلکي ځيني حديثونه پر دې باندي مُصرح دلالت کوي چی د ښځو دپاره هم مسواک وهل سنت دي ، لکه چي د أبوداؤد په يوه حديث شريف کښي راغلي دي چي حضرت عايشې (رضي الله تعالی عنها) ويلي دي چي نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) چي به کله مسواک استعمال کړ نو بيا بې دا مسواک وماته راکړ ، ددې دپاره چي صاف يې کړم ، نو ما به اول پدغه مسواک سره غاښونه پاک کړل ، بيا به مي پريمنځئ ، او و نبي (عليه الصلاة والسلام) ته به مي ورکړ .
نو له دغه حديث څخه داسي فهميږي چي د ښځو دپاره هم مسواک وهل سنت دي . [أنظر مظاهر حق جديد ج۱ ص ۳۸۰] .
ځما په فکر د أبوادؤد له مذکوره حديث څخه دا نه معلوميږي چي د ښځو دپاره هم مسواک وهل سنت دي خکه چي نبي (صلی الله عليه وسلم) و حضرت عايشې ته ددې دپاره مسواک نه ورکوئ چي دا مسواک ووهي ، بلکي د پريمنځلو دپاره يې ورکوئ ، او حضرت عايشې د تبرک په نيت له مخه تر پريمنځلو دغه مسواک استعمالوئ . البته دا خبره يقينا ورڅخه معلوميږي چي ښځه د مسواک استعمال کولائ سي .
نو د ښځو دپاره د مسواک سنت والئ يا مستحبوالئ بايد د هغو أحاديثو د ألفاظو له عموم څخه ثابت کړ سي کوم چي د مسواک په باره کښي راغلي دي .
مګر دا خبره سته چي فقهاؤ ذکر کړيدي چي د ښځو دپاره د ژاولو ژووَل هم کفايت کوي خوهلته چي دمسواک وهلوپه نیت سره وي اودانه غواړي چي داوداسه په وخت کي به وي.
په شامي کي يې ذکرکړيدي چي دښځي دپاره مستحب کاردئ چي دمسواک پرځائ باندي ژاوله ژويي؛ځکه پرمسواک باندي دوام کول دښځي دپاره سبب دکمزورئ دغاښوددې ګرځي[شامي۸۵/۱]
دارنګه په مراقي الفلاح،بحرالرائق اوپه طحطاوي شرح ددرمختارکي هم راغلي دي په بحث دمسواک کښي ـ والسلام