فتوی نمبر(۵۲۷)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتيه ذاکره ـ
دانبياوووارث لوي زاهداوعلمي اواسلامي شخصيت علامه ابوالفضل صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ـ
زه هم يوسوال لرم چي زه ستاسووحضورته بې پېش کړم ـ
سوال:په اوداسه کي مکروه کارونه کوم کوم کارونه دي ترڅومسلمان ځان ورڅخه وساتي اوداوداسه له فيوضاتومحروم نشي،والسلام ـ
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم ـ
قدرمنه خورې په اوداسه کي مکروه شیان شپږدي،تفصيل يې په لاندي ډول سره دئ:
(۱):مکروه داوداسه په اوبوکي اسراف کول دي،يعني اوبه ترحدزياتي کارول ـ
(۲):مکروه داوداسه په اوبوکي ترحدکمي کول دي په دې ډول چي سره له ډېروالي دابواودس کوونکي اوبه دونه کاره وي چي سنت یامستحب کارونه په اوداسه کي ورڅخه پاته کېږي ـ
(۳):مکروه دمخ پريوللوپروخت پرمخ باندي په زوراوتيزي سره اوبه پاشل دي ـ
(۴):مکروه په اوداسه کي له خلګوسره بې ضرورته خبري کول دي ـ
(۵):مکروه په اوداسه کي بې عذره له بل چاکومک غوښتل ـ
(۶):مکروه دادئ چي پرسرباندي درې واره مسح وکړي اودهروارلپاره جلاجلااوبه را واخلي ـ
عربي عبارت :
مکروهات الوضوءـ
تکره الامورالاتية في الوضوءـ
(۱):ان يسرف في استعمال الماءفي الوضوءـ
ـــــــــــــــــــــ
(۲):ان يقترفي استعمال الماءفي الوضوءـ
ـــــــــــــــــــــ
(۳):ان يضرب الوجه بالماءـ
ـــــــــــــــــــــ
(۴):ان يتکلم بکلام بالناس ـ
ـــــــــــــــــــــ
(۵):ان يستعين بغيره ـ فان کان به عذرفلابأس بالاستعانة ـ
ـــــــــــــــــــــ
(۶):ان يمسح الرأس ثلاثاويأخذکل مرةماءجديدـ
[الفقه المیسرص۳۴،۳۵]
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
والسلام ومن الله التوفيق ـ