Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-01-20 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
دسجده سهو اوداستغفارپه اړه ديوي پوښتني جواب:
دارالافتاءابوالفضل ـ
فتوی نمبر (۵۳۰)ـ
مفتي:
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي: طاهر احمدزی
محترم مفتی صاحب او د بینوا ویبپاڼی کارکونکو او لو ستونکو اسلام علیکم ور حمت الله،
بعد په لمانځه کی سجده سهوه یوه ده او که دوه دوهم د سحده سهوی څخه وروسته یو طرف ته سلام ګرځول دی او که دواړو طرفونو ته؟ بله دا چی تاسی د یو چا د پوښتنی په ځواب کی چی د مشکلاتو د حل لپاره مجرب عمل د استغفار فتوی ورکړی ایا د استغفار څخه مراد پنځمه کلمه ده او که یواځی استغفار کافی دی ؟ محترم مولوی صاحب که حواب په پښتو ژبه راکړی نو مونږ به ورباندی ښه و پوهیږو ځکه ستاسی حوابونه ما یوه اندازه ولوستل ځینی یی په عربی دی یعنی لکه څنګه چی یو حکم په ایات شریف یا حدیث شریف کی راغلی وی او د پښتو ترجمه نلری، په درنښت
الجواب ومنه الصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه تاليکلي دي چي که جواب په پښتوژبه راکړي شايد تاسمه مطالعه نه وي کړې زه دخلګوداسانتيادپاره دونه ساده پښتووايم چي دخلګوامکان لري دافکرراباندي راسي چي ددې عربي بالکل زده نه ده اوپه کوم ځائ کي چي ديوحديث ياديوعربي عبارت معني مانه وي کړې نوداپه دې وجه چي وخت نه وي موجوداومطلب مي په پښتوواضح بيان کړئ وي ـ
اوس ستاوجواب ته راځم:
محترمه دسجده سهوي دپاره دوې سجدې دي وروسته له سلام ګرځولوڅخه په دليل دهغه حديث چي ابوداوديې روايت کړئ دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي دي چي هري سهوي لره دوې سجدې دي وروسته له دې چي سلام وګرځوي ـ
اودسلام په باره کي دامام اعظم صاحب په مذهب کي ډېرصحيح قول دادئ چي که سړي تنهالمونځ کوي اوکه امام وي اوکه مقتدي وي نو تنهاپرراسته طرف به سلام ګرځوي ـ
ــــــــــــــــــــــــــــــ
الدرالمختار،الموسوعة۲۴/۲۳۸ـ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اوداستغفارپه باره کي چي کومه پوښتنه تاکړېده نوداستغفارمطلب دادئ چي بنده په اخلاص اوپه عاجزي سره اوپه حضوردزړه سره په خوله اوپه زړه الله پاک ته داسي عرض وکړي چي اي الله پاکه ماپه خپلوګناووباندي اعتراف اواقرارکړئ دئ له دې وروسته مي توبه ده کومي ګناوی چي ماکړيدي هغه راوبخښه په خپل فضل اوکرم سره اودګناووپه وجه چي کوم مشکلات وماته راپېش سويدي هغه راڅخه ليري کړه ـ
داداستغفارحقيقت دئ،پردغه مضمون باندي چي هرقسم عربي توري دلالت کوي نووهغه ته استغفارويل کيږي ، مثلا داهم استغفاردئ چي دارنګ وايې :«استغفرالله العظيم المولي الکريم واتوب اليه».
اوداستغفارپه اقساموکي يوقسم سيدالاستغفاربولي چي هغه ډېربې انتهاءمهم شي دئ اوزموږاوستاسي امام اعظم رحمه الله تعالي وخپل ځوئ ته دهغه په ويلوسره وصيت کړئ دئ انشاءالله ديوه بل وروردپوښتني په جواب کي بې موږدرته نشرکړوهغه پیادکړه ـ
والسلام ـ
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ