مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-01-20   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دماښام دوخت اندازه:

دارالافتاءابوالفضل ـ


فتوی نمبر (۵۳۲)ـ 



 مفتي   :
  ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .
مستفتي: خدمتګاره خور زبیده

علامه ابوالفضل صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته:هيله ده چي دخدائ جل جلاله په حفاظت اوساتنه کي محفوظ ياست ـ زماپوښتنه داده:چی ده ماښام ده لمانځه وخت څومره دی یعنی دفرضو او دوه رکعت سنتو وروسته څورکعتو نو نفلاتو  وخت شته ما زینی خلک لیدلی دی چی صلوات تسبیح لمونځ وروسته ده ما ښام ده لمانځه څخه کوی

: که چیری څوک معذوره وی نو هغه سړی هم ده ماښام په اوداسه باندی سلوات تسبیح کولای شی

: بل دا چی ده ماښام ده لمانځه څخه وروسته بیا ده ما سختن تر لمانځه پوری بفل کولای شی معذور او یا غیر معذور څوک آیا دغه وخت خو به مکره وخت نه وی
والسلام ستا سو خدمتګاره خور زبیده

الجواب ومنه الصواب :

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

محترمي خوري دماښام له لمانځه څخه وروسته دامام اعظم رحمه الله تعالي پرمذهب دونه وخت بيخي سته چي که سړي اوکه معذورنه وي صلاة التسبيح وکړي ـ
دامام اعظم صاحب په نزددماښام وخت هلته ختميږي چي له سره شفق څخه وروسته سپين شفق هم تېرسي ـ
اودامام محمدصاحب اودامام صاحب ابويوسف صاحب په نزدسره شفق له ختمېدوسره سم دماښم وخت ختميږي ـ
ډېروعلماووفتوي ديارانو(يعني محمداوامام ابويوسف)پرقول باندي بللې ده،اوځينوبيادامام صاحب قول صحيح بللئ دئ،اودساعت په اندازه دماښام وخت چايوپاواودوه ساعته اندازه کړئ دئ اوچايونيم ساعت اندازه کړئ دئ اوچاپاوبالايوساعت خوپرهغه تقديرباندي دصلاة التسبيح داداکولووخت دماښام له لمانځه وروسته سته چي له لمانځه وروسته متصل پرصلاة تسبيح باندي ودريږي ـ
ـــــــــــــــــــ
ردالمحتار/۳۶۱/۱ـ
فتاوي الهندية/۱/۵۱ـ
بحرالرائق/۱/۲۴۶ـ
فتاوي حقانية/۳/۴۳ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery