مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-02-16   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

وحرمینوته طاعون اودجال نسي ورتلای!!!


فتوی نمبر (۵۷۹)


.
مفتي   :
 ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي:  مولاناعبدالستار،پېښور

 


عالي مقام رئيس المحققین فخرامت مسلمه مولاناابوالفضل صاحب اوښاغلی خالدي هادي السلام علیکم الله دي تاسي سرخرویه اوکامیابه لري زمامخ ته یوه مشکله مساله راغلي ده  هغه داده چي ماپه ځینوکتابوکي لیدلي دي چي دطاعون مرض ومکې اوومدېنې ته هیڅ کله نه داخلېږي اوبیامي په یوه کتاب کي وليدل چي په قول دبعض مورخینوپه سنه۷۴۹هجري کي دمکي خلګ دطاعون په مرض مبتلاسول والسلام

الجواب وهوالموفق للصواب

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه په احادیثوسره داخبره ثابته ده چي دجال اودطاعون مرض ومکې اوومدینې ته نسي ورتللای ملائکه له دغودواړومبارکوځایوڅخه دطاعون اودجال دفاع کوي دبعضوتاریخ پوهانود مذکورقول په باره کي علماوویوه خبره داکړیې ده چي ددوی دغه خبره بي ځایه اوبې مصداقه ده اودوهمه خبره یي داکړیې ده چي دوبااوطاعون دمرض ومکې اوومدېنې  ته دنه ورتلومطلب دادۍ چي شدیدطاعون هلته نسي ورتللی چۍ دسختي اومرګ سبب دۍ نه معمولي طاعون لاندي حدیثونه وګوره
اخرج احمدعن ابي هريرة قال قال رسول الله صلي الله تعالي عليه وسلم المدينة والمکة بالملائکة علي کل نقب منهاملک لايدخلهاالطاعون ولاالدجال.
وفي الصحيحين والموطاءمن حدیث ابي هريرة مرفوعاعلي انقاب الالمدينة ملائکةلايدخلهاالطاعون ولاالدجال.
قال بعض العلماء:هذه معجزة له (صلي الله تعالي عليه وسلم)لان الاطباء من اولهم الي اخرهم عجزواعن ان يدفعواالطاعون عن بلدمن البلادبل عن قرية من القري وقدامتنع الطاعون من المدينة بدعائه وخبره صلي الله تعالي عليه وسلم هذه المدة المتطاولة.
کذافي الخصائص الکبري،ج۱،۴۷۲ـ
 
والسلام ومن الله التوفيق.

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery