Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-03-01 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
دهدايت دپوښتني جواب:
دارالافتاءابوالفضل.
فتوۍ نمبر(58۵)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته
مستفتي هدایت
هدايتزما دخور خاوند وفات شي اولادونه يي نشته خرسر يي وفات دي خواهي يي ضعيفه ده ليور يي هم كور كي ورسره دي عدت يي هم مكمل دي
نو ايا دادخسر كور اوسيدلاي شي او كه نه؟ ي
الجواب ومنه الصواب.
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه دکومي ښځي چي مېړه مړسي اوعده يې تېره سي داسلامي شريعت له مخي دغه ښځه بيادخپل اختياردئ هرڅاي چي مېړه کوي اوکه يې نه کوي بلکه له خپل محرم سره کښېني لکه ورورياپلاريازامن ـ
زموږپه پښتنوکښي په ډېروځايوکښي دغه دکفررواج موجوددئ چي دمړه وارثان دمړه ښځه دمړه دمال په ډول خپل حق ګڼي اوکه ددې خوښه وي اوکه يې نه وي خوښه دوئ يې ترخبلی سلطې لاندي کوي،دقراني ايتوله رویه په دغه عقېده سره چي څوک کونډه دخپل ځان حق ګڼي سړي مرتداوکافرګرځي.
ستاخوروروسته له عدې څخه دمېړه په کورکښي که ددې ليورونه اویاداسي نور نامحرمه څوک هلته موجودوي نوددې هستوګه هلته حرامه ده،بايدياپه خپله خوښه له يوچاسره شرعي نکاح وکړي اوياله تاسره کښېني .
دمسلمانانوناروااوغلطلورواجواودعلماووسکوت اوغفلت اسلام په خارج اوداخل کي بدنامه کړئ دئ.
والسلام.
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ