مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-03-22   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

داحسان الله اومحمدشريف دپوښتنوجوابونه :

دارالافتاءابوالفضل.


فتوۍ نمبر(5۹۵)

مفتي   :
 ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته

مستفتي:احسان الله،هلمند/افغانستان.

 له هرڅه نه مخکی ده منیی او محبت نه ډک سلامونه ومنه السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
په دي هیله یم چي د ژوند په ټولو چارو کی به جوړ او روغ یاست.

محترم مولی صاحب زما یوه پوشتنه درلودله هیله چی راته ځواب یی کړی، پوشتنه په لاندي ډول ده...
لکه څرنګه چی تاسوته معلوم ده چی د اکسرو مخ په کریموکي، عطروکی، او په دوا وو کي یی ده الکول فارمولي ورکړي مطلب می دادی چي الکول ورسره ګډ دي آیا دهغه دشرابو فارمولي دي اوکه دشرابو بیلي فارمولي دي او  ددغو شیانو استعمالول په اسلام کي روادي او که کوم شرط ورته ایشودل شودی؟

ستاسي د ځواب په تمه په درنشت


الجواب ومنه الصواب:

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم:

محترمه په دې ارتباط پخواهم موږفتواصادره کړېده په خپل ځائ کښي يې وګورۍ

 کوم ناروا اوحرام شي شي په عطرويادواګډوي نودعطرواستعمال خوبالکل جائزنه دئ اوددوااستعمال صرف په هغه صورت کښي ځيني علماءجائزګڼي چي بله دواوجودونلري.
اوځيني علماء وايي چي په حرام شي کښي بالکل شفانسته په دغه حديث مبارک سره دليل نيسي :«ماجعل الله شفاءکم فيماحرَّم عليکم».

والسلام ومن الله التوفيق.


فتوی نمبر(5۹۶)


مفتي   :
 ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته

مستفتي: محمد شریف


مفتي صاحب :
السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته:
محترما تر کومه چی زه پوهیږم نو ددې انټرنېټی پاڼونه زمونږ هغه ورونه یو څه زیاتره اسثفاده کوی کوم چی د وطن نه لری په اروپا او امریکا کی اوسی!
ځکه چی په دی ملکونو کی خو یو انټرنیټی سهولتونه ډیردی او بل ډیر بی ځوابه دینی پوښتنی !
نو ستاسو حظور څخه هیله ده کی مونږ ته یو مفصل معلومات په لیکه کی چی په دی ملکونو کی مونږکوم خوراکونه کولی شو البته د غوښو نه په دی حال کی چی مونږ د هغی د حصول د طریقی نه هیڅ خبر نه یو او یا هم دا چی په دی ملکونوکی چی دکبیره ګناهونو زمینه ډیره مساعده ده لکه زنا او شراب او داسې نور و ازمونږ نفسونه کمزوری څنګه کولی شو ځان تری وساتو اوپه هغه موقع چی د کبیره ګناه ویره وی مونږ هغه په یو بلی ګناه دفع کړو نو دا څنګه ده؟
او څومره چی زما نیمګړی مالومات دی په دارالکفر کی حتی د کبیره ګناه کونکی ته بعضی تخفیفونه شته دا رښتیا ده او که نه؟

الجواب ومنه الصواب:

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم:

محترمه وروره الله پاک دي موږاوتاسي اوټول مسلمانان له هرهغه عمل څخه وساتي چي دالله پاک دناراضی سبب ګرځي.
تاته اوس زه صرف يوورداوذکرليکم چي په شباروز کښي ئې يوفارغ وخت دزړه په حضورسره په نيت درضادخداي  پاک اودثواب اوپه نيت دساتني له ګناڅخه اوپه نيت دحصول درزق حلال يې وايه نورستاپوښتنه چي وکوم تفصيل ته ضرورت لری دهغه موقع اوس نسته بيابه انشاءالله تعالي په بل نوبت کښي درته راسي،ذکردادئ :
سل واره درودشريف.
پنځه سوه واره«لاحول ولاقوة الابالله».
سل واره بيادرودشريف،اووروسته دعا.
والسلام ومن الله التوفيق

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery