Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-04-21 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
د جمعې دلمانځه د ترتيب په اړه د احمدالله پوښتنه :
دارالأفتآء أبوالفضل .
فتوی نمبر (۶۰۸) .
مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : احمدالله .
ستر عالم علامه ابوالفضل ته دزړه له کومی سلامونه اوښی پیرزوینی وړاندی کوم او دسترڅښتن (ج) ددرباره څخه ومحترم ابوالفضل صاحب او ورسره دبینوآ پاڼی مسؤل محترم خالد هادی ته د مغفرت دعاګانی کوم.
زماپوښتنه ده چی دجمعی مبارکی د ماپښین لمونڅ خودولس رکعته دی خوایا ترتیب ئی په لاندی ډول دی که کوم بل ترتیب لری. ۱.څلور رکعته سنت ۲.دوه رکعته فرض په ملا پسی ۳. څلور رکعته سنت ۴.دوه رکعته سنت ، او که کوم بل ترتیب لری مهربانی وکری که ئی راته واضح کړی دهمدی ویبپاڼی له لاری څخه الله (ج) دی بیا هم په دنیا اواخیرت کښی اجرونه در کړی. مننه.
الجواب و هو الملهم للصواب :
محترمه وروره ! نه پوهيږم چي د جُمعې د دوولسو (۱۲) رکعتو ترتيب په څه وجه پر تا باندي پوشيده سوئ دئ ، هغه أصلي مَحَل د اشکال دي نه دئ ښکاره کړئ ، خو کومه پوښتنه چي ستا له ظاهري ألفاظو څخه معلوميږي ، د جمعې د ۱۲ رکعتو بعينه هغه ترتيب دئ کوم چي تا ذکر کړئ دئ .
والسلام .
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ