مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-05-17   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

په حرمينوکښي مقدس ځايونه:


فتوی نمبر ( ۶۲۳) . 

مفتي   : 

ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي :محترم خالدهادي صاحب.

عاليمقام محترم استاذابوالفضل صاحب!السلام عليکم...
زماقصددئ چي وعمرې ته ولاړسم نوداراباندي باعث سوچي وتاته  داپوښتنه پېش کړم چي په حرمينوشريفينو کښي ځيني مشهورمقدس زيارتونه اوځايونه راوښيې ترڅوچي زمااودنورومسلمانانودروحاني اوجسماني ګټوسبب وګرځي.

الجواب و هو الملهم للصواب  :

محترم ورورخالدصاحب!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
دغه دي ستاله غوښتني سره سم مي ځيني مقدس مزارات اوځايونه دحرمينوشريفينودرته ذکرکړل چي په دې شرحه دي:

په مکرمه کښي دکعبې شريفي دحرم څخه دباندي لاندي شپاړس ځايونه دي چي دهريوه تفصيل ډېروخت غواړي نوپه دې وجه يې له تفصيل څخه معذرت غواړم  :

(۱):مولِدالنبي،يعني دنبي کريم(صلي الله تعالي عليه وسلم )دپيدايښت ځائ.
په دغه ځائ کښي دسعودي حکومت اوس لايبريري قائمه کړېده اووخلګوته دورننوتلواجازه هم نه ورکوي.
دټکسي اډې (موقف السيارات)وراسته جانب ته باالکل متصل دغه ځائ قرارلري.
 

(۲):بيت خديجة الکبری،يعني دخديجة الکبری (رضي الله تعالی عنهاکور.
په دغه ځاي کښي حضرت محمدصلي الله عليه وسلم دهجرت تروخته پوري هستوګه کړېده.
له ابراهيم څخه ماسوادده مبارک ټول اولادپه همدغه ځاي کښي پيداسوئ دئ.
له حرم شريف څخه وروسته دځينوعلماووپه قول ترټولوبهترين ځاۍ همدغه دئ.

(۳):بيت ابوبکر،يعني دابوبکر«رضي الله تعالی عنه»کور .
دغه مبارک ځائ په محله مسفله کښي  په زقاق السواغين کښي واقع دئ پردغه ځائ سربېره اوس مسجددئ،حضرت عثمان حضرت طلحه اوحضرت زبيرپه همدغه کورکښي په اسلام سره مشرف سوي دي.
حضرت ابوبکراوداسلام پيغمبردهجرت کولوپرمهال له همدغه ځائ څخه وغارثورته ولاړل.
 

(۴):مولِدعلي(رضي الله تعالی عنه)،يعني دعلي کرم الله وجهه دزېږېدلوځاۍ. داځائ دمولدالنبي وجنوب مشرق ته واقع دئ په دغه ځائ کښي حضرت علي کرم الله وجهه زوکړه سوېده.
اوس په هغه ځائ کښي دحفظ القرآن يوه مدرسه ده.

(۵):جنة المَعْلي.
دادمکې مکرمې  قديمي قبرستان دئ،په دغه مقدس قبرستان کښي دخديجة الکبری  حضرت اسمائه بنت ابي بکر،حضرعبدالرحمن بن ابي بکر(رضي الله تعالی عنهم) اودحضور(صلي الله تعالي عليه وسلم )  دنېکه عبدالمطلب اودده داکاابوطالب او دعبد الله بن زبيراودفضيل بن عباس اودعبدالله بن عمررضي الله تعالی عنهم،اودنبي عليه الصلاة والسلام ددرځامنوقاسم طاهرطيب دزيارتوپه شمول دبې شماره تابعينو او دغټواولياووزيارتونه موجوددي.
دغه قبرستان پرشارع غزة ومسجدجن ته نيږدې واقع دئ

(۶):جبل نور.
دغه غردرې ميله له کعبې شريفي څخه ليري دئ،ددغه غره بل نوم جبل حرادئ.
ددغه غره په يوه غارکښي چي غارحراورته ويل کيږي نبـــي عليه الصلاة والسلام خلوتونه کړيدي اودقرآن کريم دنزول پيل له همدې ځايه څخه سوئ دئ.

(۷):جبل ثَور.
دغه غرله مکې شريفي څخه تقريباشپږميله ليري دئ.

(۹):جبل بوقبيس.
دغه غردحرم شريف په جنوب کښي وصفاته بالکل نيږدې دئ،دابن عباس اومجاهدپه قول دغه غردځمکي پرمخ ترټولوغروړومبي پيداسوئ دئ.
دفاکهي په قول پردغه غره باندي دعامستجابه ده،ددغه غره بل نوم جبل ارقم دئ.

(۱۰):مسجدحضرت بلال(رضي الله تعالی عنه).

(۱۱)مسجدطوی.

(۱۲):مسجدجن.

(۱۳):مسجدعائشة.

(۱۴):مسجدمجتبی.

(۱۵):مسجدالحفائر.
دااوس دتبليغي جماعت مرکزدئ،دکعبې شريفي دشمال په جانب کښي دوه ميله له کعبې شريفي څخه ليري شارع ستين باندي واقع دئ.

(۱۶):مقبرهءبنوتميم.
دجاهليت په زمانه کښي چي په عربوخپلي لوڼي ژوندي ښخولې نواکثره بې په همدغه ځاي کښي ښخولې.

             په حرم نبوي کښي دننه  ځايونه:
(۱):ستون حنانه.
(۲):ستون عائشة صديقه.
(۳):ستون ابولبابه.
(۴):ستون سرير.
(۵):ستون وفود.
(۶):ستون حرس.
 (۷):ستون تهجد.
(۸):رياض الجنة.
(۹):داصحاب صفه ووچوتره.
(۱۰):خوخهءابوبکر.
(۱۱):روضهءانور.
دحرم نبوي څخه دباندي چي کوم ځايونه دي نوځيني له هغوڅخه په لاندي ډول دي:

(0) مسجدقبا.
(1) مسجدشمس.
(2) مسجدغمامه.
(3) مسجدابوبکر.
(4) مسجدعمر.
(5) مسجدعلي کرم الله تعالی وجهه.
(6) مسجدفاطمه.
(7) مسجدقبلتين.
(8) جبل احد.
(9) خندق اوپنځه مساجد.
(10) جنة البقيع.

والسلام ومن الله التوفيق.

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery