Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-06-26 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
دغصې په حالت کښي طلاق اچول:
دارالافتاءابوالفضل.
فتوی نمبر (۲۶۹ .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي: سميع الحق پېښور
قدرمن اودافغانستان وتلي اوپياوړي عالم ته دزړه له کومي سلامونه وايو پس له سلامه زه سوال لرم کچيري جواب راکړي شونوډېربه خوشحاله شو.
کچيري ديوسړي له خپلي ښځي سره جنګ اوشی اوخبره تردې حده ورسي چي دمېړه له خولي بیهوده،فحش اوبدی خبری په داسي حال کښي ووځي چي حواس يې پرځاي نه وي اوپه څه نه پوهيږي نوپه داسي حال کښي کچيري دمېړه له خولې څخه طلاق ووتئ نوپه داسي حالت کښي طلاق واقع کيږي اوکه يا؟ ستاسودجواب په انتظار.
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم:
کله چي دمېړه غصه دې حالت ته اورسيږي چي په هيڅ نه پوهيږي اوحواس يې بې ځايه شي نوپه داسي حال کښي طلاق نه واقع کيږي.(
قال الشامي:«الثاني ان يبلغ النهاية فلايعلم مايقول ولايريده فهذالاريب انه لاينفذشيءمن اقواله.الخ.
وقال قبيله نقلاعن الخيرية وسئل نظمافيمن طلق زوجة ثلاثافي مجلس القاضي وهومغتاظ مدهوش فاجاب نظماايضا بان الدهش من اقسام الجنون فلايقع.)
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ