فتوی نمبر (۶۰۰)
.
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي:نسيم حقاني.
کله چي دشعبان دمياشتي ديرشمه شي اومياشت ونه ليدل سي نوپه دې ورځ کوم چي يوم الشک بلل کيږي روژه نيول څنګه دي؟ ستاسودجواب په هيله.
الجواب ومنه الصواب:
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم
محترمه وروره! ديوم الشلک روژه نيول فقهاوو مکروه بللې ده ، صحابه وو رضي الله تعالی عنهم هغه څوک چي ديوم الشک روژه ونيسي عاصي بللئ دئ ، لکه چي په يوه روايت کښي راغلي دي : « من صام يوم الشک فقد عصی ابالقاسم».ترمذۍ
خودغه مکروهوالي په دوه صورته کي دئ:
اول کچيري په دغه ورځ کي دفرضي روژې نيت وکړي نوبيايې روژه نه ده صحيح اوګنهګاره دئ .
دوهم کچيري نيت په دې ډول وکړي چي کچيري درمضان مياشت داخله وي نوفرضي روژه به سي اوکه درمضان مياشت نه وه راداخله نوبه نفلي روزه سي ،نو يې هم روژه صحيح نه ده مکروه ده البته که وروسته داثابته سي چي داورځ درمضان وه نودغه روزه ئې له رمضان څخه ګرزي،او که صرف نفلي نيت وکړي نوبيا يې روژه صحيح ده اودادخواصوروزه بلله کېږي، بالفرض کچيري درمضان مياشت داخله سوېوه نوداروژه له رمضان څخه ده اوکه نه وه داخله نو نفلي ده .
ردالمحتارکتاب الصوم مبحث في يوم الشک ج۲ص۱۲۱.
والسلام ومن الله التوفيق.