مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-09-28   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دفاقدالطهورين په اړه:

فتو انمبر(۶۱۲)

مفتي  :

ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

 

مستفتي:بلال وحيد.کابل.

ومحترم استاذ علامه ابوالفضل صاحب  ته سلامه وايم السلام عليکم  بعد له سلامه زماپوښتنه داده چي يوڅوک فاقد الطهورين سي يعني نه اوبه پيداکړي چي اودس په وکړي اونه داسي شي وي چي په هغه سره تيمم صحيح وي اووخت دلمانځه وي نو په دغه وخت کښي به دغه سړي څه کوي.

الجواب ومنه الصواب ـ

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

محترمه وروره دفاقدالطهورين په باره کښي دمسلمانانودامامانو اختلاف دئ چي  تفصيل يې په دې ډول دئ:

دامام ابوحنيفه مذهب دادئ چي داسړي به لمونځ نه کوي بلکي وروسته به يې قضايي راګرځوي.

اودامام احمد په نزد به داسړي په دغه وخت کښي لمونځ کوي اوبيايې قضاءهم نسته .

اودامام مالک په نزد له داسي چاڅخه لونځ ساقطيږي نه په هغه وخت  کي لمونځ ورته ضروري دئ اونه وروسته قضاء باندي واجبه  ده.

اوله امام شافعي څخه په دې باب څلور قوله نقل سويدي 

اول دامام صاحب دقول مطابق ، دوهم دامام احمد دقول مطابق ، دريم :قول يې په دې ډول دئ چي:«يصلي استحبابا ويقضي وجوبا».

يعني په داسي وخت کښي لمونځ کول مستحب دئ اوقضاراوړل يې واجبه ده .

اوڅلرم قول يې دادچي:«يصلي ويقضي» يعني هم به لمونځ کوي او هم به قضاراوړي.

دا اخيري قول دامام شافعي په قولو کښي ډېر صحيح قول دئ. ددوی په مذهب کي،شروح الترمذي.

والسلام

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery