فتوي نمبر(۶۵۵):
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
.مستفتي:صلاح/کابل.
.
قدرمند مفتي صاحب اول درته سلامونه وړاندي کو م السلام عليکم ؟
وروسته له سلامه زماپوښتنه داده چي دسنة الهدی اودسنت راتبه په منځ کښي فرق څه دئ؟
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه ورور ه دغه درې سره مترادف لفظونه دي په يوه معنی دي ، درې سره وهرهغه کار ته ويل کيږي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په اکثرو وختو کښي کړئ وي او يووار يادوه واره يې لپاره دبيان دجواز نه وي کړئ .
دايې په فقه کښي مشهورتعريف دئ اوپه بحررائق کښي په دې باره کښي نورزيات تفصيل دئ.
مثال ددغو سنتو،لکه اذا ن ، اقامت اودجماعت لمونځ .
والسلام ومن الله التوفيق.