Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2013-04-17 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
که امام په وتروکښي دعاقنوت نه ووايي نو...
دارالافتاء ابوالفضل.
فتوي نمبر(۷۰۷)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتي:زين الله له خوست څخه .
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته دبینوا دادارې اودهیواددیوازني افتخاري عالم له خدمتونوڅخه یوجهان مننه کووځماپوښتنه له عاليقدرديني عالم مولوي ابوالفضل صاحب څخه داده چي کچيري امام په وتروکي دعاءقنوت نه و وايه نو مقتدي به يې وايي اوکه بې پرېږدي ؟
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
کچيري امام په وترو کي دعاء قنوت نه و ويله نو که مقتدي ته امکان د دې وو چي که دۍ دعاءقنوت و وايي دامام سره رکوع نيولاۍ سي نودۍ دي دعاءقنوت په حال کي دولاړي و وايي بيادي د امام سره رکوع ونيسي اوکچيري مقتدي ته امکان درکوع نيولو نه وو نوبيا دي دعاءقنوت پريږدي اومتابعت دي دامام کوي ، والسلام [ص۴۲۱ج۱فتح القدير ]
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ