Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2013-07-12 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
په روژه کي دپيچکاری لګولو حکم :
دارالافتاءابوالفضل.
په روژه کي دپيچکاری لګولو حکم :
فتوی نمبر (۷۴۳).
مفتي :
سترعلمي اوروحاني شخصيت علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته.
مستفتي : جلال الدين سعودي عربستان.محمدنجیب لندن .
السلام عليکم
محترم مفتي صاحب زماپوښتنه داده چي په پيچکارئ لګولو سره روژه ماتيږي اوکه نه ؟ ستاسي دجواب په انتظار.
الجواب ومنه الصواب:
پچکارئ که په غوښه کي وي اوکه په رګ کي دروژې دپاره نقصاني نه ده.
داځکه چي په دې طريقه سره دوا وباطن ته دمساماتو په ذريعه رسيږي ، اودمنافذو په ذريعه نه رسيږي.
ځکه چي دلاسو،پښو اودنس په منځ کي هيڅ لاره نشته .
في الفتاوي الهندية : ومايدخل من مسام البدن من الدهن لايفطر ، هکذافي شرح المجتمع.
الفتاوي العالمګيريه/ج۱،ص۲۰۳/باب مايفسد ومالايفسد.
اوکه په غوږ کي پيچکارئ ولګولي سي اودماغ ته دواورسيږي نو روژه ماته ده :
قال الحصکفي: اواحتقن اواواستعط في انفه شيئا اواقطرفي اذنه دهنااوداوی جائفة اوآمة فوصل الدواءحقيقة الي جوفه ودماغه ، قال ابن عابدين : قوله:(الي جوفه ودماغه) قال في البحر والتحقيق ان بین جوف الرأس وجوف المعدة منفذ فمایصل الی جوف الرأس وصل الی جوف البطن.
ردالمحتارعلی هامش درالمختار/۲/۱۱۱.
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ