Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2013-08-08 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
ايا د سرسايې په قرآن کي ثبوت سته ؟
دارالافتاءابوالفضل.
فــــــــــــــــــــــتوی نمبر (۷۵۴)
ايا د سرسايې په قرآن کي ثبوت سته ؟
مفتي :
سترعلمي اوروحاني شخصيت علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته.
مستفتي : عبدالرحيم /اسلام اباد /أحمد الله /هرات .
محترم المقام علامه أبوالفضل صاحب ته نيکمرغه کوچني اختر مبارکي وايم ، هيله کوم چي قبوله يې کړۍ ، محترمه زما پوښتنه داده چي د قرآنکريم په آياتو کي ايا داسي يو آيت سته چي د سرسايې پر ثبوت دلالت کوي ، که پدې اړه يواځي احاديث راغلي دي ؟
جواب :
قدرمنه وروره ! د سرسايې په ثبوت کي خو أحاديث په مصرح او ښکاره ډول رانقل سويدي ،او په قرآنکريم کي داسي آيت نسته چي په مصرح ډول دي د سرسايې پر ثبوت دلالت کوي ، البته ځينو علمآؤ دغه مبارک آيت د سرسايې د ثبوت دليل بللئ دئ :
قَدْ أَفْلَحَ مَنْ تَزَكَّى وَذَكَرَ اسْمَ رَبِّهِ فَصَلَّى} ;سورة الأعلی) .
جصاص )رحمه الله) پخپل تفسير کی د عمر بن عبدالعزيز او أبي العاليه څخه نقل ذکر کړئ دئ ، چي دوۍ پدغه آيت کي د «تزکی» تفسير د سرسايې په ورکولو سره کړئ دئ ، او د «فصلی» تفسير يې د کوچني اختر په لمانځه سره کړئ دئ .
[رُوِيَ عَنْ عُمَرَ بْنِ عَبْدِ الْعَزِيزِ وَأَبِي الْعَالِيَةِ قَالا : " أَدَّى زَكَاةَ الْفِطْرِ ثُمَّ خَرَجَ إلى الصَّلاةِ " أي صلاة العيد. أحكام القرآن للجصاص ج3 : سورة الأعلى.
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ