۹۰٪ امریکایی ځوانان په نقشه کي افغانستان نه سی پیدا کولای
نن هرڅوک پوهیږی چي لوی لالا یعنی د نړی یوازینی ستر ځواک
چي سام کاکا ( Uncle Sam ) یی هم بولی په ځان ډیره غره یعنی مغرور دی او په ډیرو شیانو کي ځان اول بولی . هو
، لوی لالا نن د نړۍ د زور، جبر، تحمیل، امر ، او غضب فرمانونه لاسلیک او صادروی، هیڅوک او هیڅ قدرت یی هم م
خ نسی راګرځولای . پوځونه سوق کوی، هیوادونه اشغالوی، رژیمونه تولیدوی، ګوډاګیان واکمنوی، بمونه اوروی، کلی
او وطنونه ورانوي او لنډه دا چي تباهي نازلوی خو نر څوک دی چي تر سترګو پورته هم ورته وګوری ؟ ! وایی چي یو
پیاوړی کوم مظلوم ته په غضب سره وویل چي « که نر یې نو راووزه » ، کمروزه بیچاره له دننه ور ږغ کړه چي « نر
یم مګر نه دروزم ! »
هو ، نن امریکا د نړۍ کمزوره او له پښو لویدلو هیوادو یا جوړښتونونو یا ا
خاصوته پر بریتو لاسونه تیروی ، اخطارونه ورکوی، او پوځي حملې پر کوی . مګر د غښتلو او پرمختللو ځواکونو س
ه محتاطانه برخورد کوی .
امریکا هغه هیواد دی چي په نړۍ کي د ډيرو شیانو له مخی په ځان افتخار کوی او ځان د نړۍ
لومړنی هیواد بولی مثلاْ :
۱ ــ امريکا په زرګونو ميلونران لری : چي تر ټولی نړۍ یی پیسی ډیری دی . بله هم دا چي د نړۍ تقریباْ نیمایی بلیونران په امریکا کی دی یعنی د ۶۹۱ بلیونرانو د جملې څخه ۳۴۱ بلیونران امریکایان دی . په بل عبارت د ټولی نړۍ تر نیمایی زیاته پانګه په امریکا پوری اړه ل ی .
۲ ــ د تيلو په مصرفولو کي لومړنی هيواد :امریکا هره ورځ ۷ر۲۰ ملیونه بیلره تیل مصرفوی چي دا د پنځو لویو هیوادو ( چین، جاپان ، جرمنی ، روسیه او هند ) د ورځنی مصرف د مجموعی سره براب دی .
۳ ــ د پوځي مصارفو له مخی لومړنی مقام : سپینی ماڼۍ د ۲۰۰۸ کال لپاره
پنتاګون ( دفاع وزارت) ته ۴۸۱ بلیونه ډالره پوځي بودجه غوښتې ده . د عراق او افغانستان د جګړو لپاره یی ۱۴۲ ب
یونه ډالره ، د اټومي وسلو د مختلفو مصارفو لپاره یی ۱۷ بلیونه ډالره او په نورو څانګو کي یی د متفرقه
دفاعی مصارفو لپاره ( ۲ر۷) بلیونه ډالره وړاندی کړی دی چي دا ټوله جمعاْ ( ۲ر۶۴۷ ) بلیونه ډالره یعنی څه باندی
نیم ټریلیون ډالره کیږی . دا دومره ستر مبلغ دی چي که دا هر یو ډالری نوټ په اوږدو سره واوډونو هغه به د مځکی د
کرې څخه تر لمره ورسیږی او بیرته به مځکی ته راورسیږی خو بیا هم ختم نسی څو چي پر ټوله مځکه به پسی راتاوسی
.
په بل عبارت دا دونه عظیم مبلغ دی چي د ټولی نړۍ د ټولو هیوادو د پوځي مصارفو د مجموهې سره برابر دی . دا پوځي
مصارف تر دوهمی نړیوالې جګړې وروسته د امریکا عظیم ترین پوځی مصارف تشکیلوی .
۴ ــ د وسلو په
خرڅولو کي لومړنی مقام : د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۶ پوری امریکا جمعاْ د ۱۰ ــ ۱۳ بلیونو ډالرو وسلې پلورلی دی خو
پنتاګون په ۲۰۰۶ کي خپل ټول پخوانی ریکارډ مات کړ او د ۲۱ بلیونو ډالرو معادل وسلو خرڅولو قرار دادونه
یې وکړل. پدې حساب امریکا په یوازی سر د ټولی نړۍ د وسلو خرځولو معادل وسلې پلوری .
۵ ــ د م
ځکی څخه هوا ته توغنديو د پلورلو لومړی مقام : امریکا د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۵ ترمنځ موده کي مخ پر وده هیوادوته ۲
۹۹ توغندی ورکړی دی چي دا د روسیې څخه چي دوهم هیواد دی ، ۲۰٪ زیات دی .
۶ ــ د پوځي کښتيو په خ
څولو کي لومړی مقام : په عین همدې موده کي امریکا د ودي په حال کي هیوادو باندی لس ستري پوځي بیړۍ پلور
ی چي هغه طیاره کښیناستونکی او د تخریب کونکو وسلو ړل راوړل کوی . په همدې موده کي څلورو اروپايی هیوادو یوو
س دغسی لویی بیړۍ خرڅي کړی دی ( امریکا د کښیتو ضد توغندیو په پلورلو کي هم لومړی مقام لری چي د دغو کښتیو
ضممیه وی ، یعنی ۳۳۸ دانې حال دا چي دوهم ورپسی هیواد یعنی روسیې ۱۸۰ دانې پلورلی دی .
۷ ــ د
پوځي روزنی په ورکولو کی لومړی مقام : دغه ستر ځواک نه یوازی دا چي باید خپلی زیاتی وسلې وپلوری، بلکې د
هغو د استعمال لپاره هم باید پوځي روزنه ورکړی . پنتاګون په پام کی لری چي په ۲۰۰۸ کي د نړۍ د ۱۳۸ هیوادو
پوځونوته روزنه ورکړی چي خرڅ به یې تقریباْ ۹۰ بلیونه ډالره سی . هیڅ کوم بل هیوا د دې حد ته آن نږدې لا هم
نسی وررسیدای .
۸ ــ د خصوصي پوځي پرسونلوله مخي د نړې اول مقام : یوازی په عراق کي د
یونیفورم لرونکو یو نیم لک پوځیانو تر ځنګ څه نا څه ( ۱۲۶۰۰۰) خصوصي پوځي ډوله پرسونل هم موجود دی . په نړۍ کي جم
عاْ شپیته داسی کمپنیانی سته چي خصوصي پوځي ډوله پرسونل تهیه کوی چي لدې جملې څخه څلویښت کمپنیانی یوازی په
امریکا کی دی .
خو په لاندنیو شیانو کي هم په دنیا کي لومړی مقام لری مګر پرې ویاړی نه بلکې لدې لومړیتوب خخه
پریشانه او غمګین دی :
۹ ــ د خارجي پورونو له درکه لومړنی هیواد : امریکا ( ۰۴ر۱۰ )
ټریلونه ډالره پوروړې ده چي دا د نړۍ د ټول پور تقریباْ څلورمه برخه کیږی ( د ټولی نړۍ د قرض مبلغ ۴۴ ټری
یونه ډالره دی . ) باید وویل سی چي امریکا تر ټولو د چین او جاپان ډیره پوروړې ده ، یعنی څه باندی نیمایی پور د
دې دووهیوادو پرباندی دی .
۱۰ ــ د چاپیریال ککړولو او کاربن ډای اکساید په تولید کي لومړنی
مقام : هر کال د نړۍ الوده کونکی هیوادونه په مجموعي توګه څه باندی څلریشت بلیون مټریک ټنه کاربن ډای
اکسایډ ( CO2 ) چاپیریال ته پمپ کوی . لدې جملې څخه ( ۸ر۵) بلیونه مټریک ټنه کاربن ډای اکسایډ یواز ی امریکا بهر
ته شیندی ، حال دا چي چین ( ۳ر۳) بلیونه ، روسیه (۴ر۱) بلیونه او هندوستان هم ( ۲ر۱) بلیون متریک ټنه دغه ګاز هر
کال دفع یا راخوشي کوی . دې کار امریکا د نړیوال انتقاد او منفي غبرګون سره مخامخ کړیده .
باید وویل سی چي
په لاندنیو برخو کي امریکا پخوا لومړنی مقام درلود خو اوس شاته تللې چي دې کار هم دا ستر ځواک پریشانه کړی دی
یعنی :
۱۱ ــ د موټرانو په تولید کي اول نه دی : یوخت کرایسلر، جنرال، فورډ هغه موټ
ونه وو چي نه یوازی د امریکا داخلي مارکیټونه بلکې نړیوال بازارونه یی هم انحصار کړی ول ، خو نن هغوی ټول
له پښو لویدلی دی . امریکا یوازی په ۲۰۰۶ کي د ۱۵۰ بلیونو ډالرو په بیه خارجي موټرونه او پرزې وارد کړی دی ،
یعنی تر هغه چی صادر کړی یي دی په مراتبو زیات دی . اوس جاپاني موټرونو د امریکایی موټرونو ځای نیولی او دې کار
د فوق الذکر امریکایی کمپنیو په زرګونو کارګران بیکاره کړی او نوموړی کمپینانی یي د لویو مالی ضربو سره م
خامخ کړی دی .
۱۲ ـ په عمومي اقلامو کي اوس اول ندی : د تجارت وزارت پدې وروستیو کي
خبر ورکړ چي یواز یپه تیر مارچ کي صادرات ( ۲ر۱۲۶ ) بلیونو ډالرو ته ورسیدل حال دا چي واردات ( ۱
۱۹۰ ) بلیونو ډالرو ته جګ سول چی د ۹ر۶۳ بلیونو ډالرو GSD کسر باندی منتج سول . البته دا مبلغ د
فبروری راهیسې شپږ بلیونه ډالره زیاتوالی ښي . ددې ټولو زیانونو علت د زیاتو وسلو تولیدول او دهغو صادرول
دی چي باید پر ځای يې ګټور او لازم تولیدات عرضه سوی وای چي اقتصاديي سم او بهتر کاوه . مګر نو څنګه یې کوې خو لوی
لا لا دی !
ناوړه خو لا دا چي امریکا خپلی عصری او پرمختللی وسلې ( مثلاْ ایف ۱۶ نومي پوځي الوتکي او نور ) پر هر هیواد باندی نه خرڅوی بلکې پر داسی هیوادو یی پلوری چي هغوی د امریکا په امپراتوریزه پروژه کي ورسره شامل وي لکه اسراييل، ترکیه او نور. دغسی هیوادونه زیاتره د خپلو ولسونو یا ګاونډیو وینی څښي او ډير بی رحمه رژیمونه او زیاتره يي د عامه ترقۍ له کاروانه شاته هم پاته وي لکه اسرايیل، ترکیه ، مصر، متحده عربي امارات ، سعودی عربستان، اردن، الجزایر او د لاتینی امریکا څو هیوادونه . وګورﺉ ترکیې د امریکا سره د (۱۰۰) ایف ۳۵ نومو الوتکو د رانیولو قرارداد وکړ چي جمعاْ ( ۷ر۱۰) بلیونه ډالره کیږی حال دا چي ترکیه همدا اوس ۲۱۵ ایف شپاړس نومی الوتکی لری .
ترکیه د ملګرو ملتونو د پرمختیایی ادارې د احصاييی له مخی د نړۍ څلور نوی یم ( ۹۴یم ) هیواد دی . نو آیا پدغسی خرڅلاو او پدغسی « ښه » وسلو به امریکایان په رښتیا هم فخر وکړا ی سی ؟ آیا دا به د ویاړ ځای وی چي دغسی وحشي وسلې پر مظلومو انسانانو او په غریبو هیوادو کي استعمال سی ؟ مهمه داده چي لوی لا لا د و تونو ته وایی چی تاسی مجهزو او نوو وسلو ته ضرورت لرﺉ ، وروسته هغه تلقین کړی چي ګاونډي دې ښه وسلې تهیه کړی دی مبادا چي ستاسي امنیت تهدید نکړی ... بس خپلی وسلې خرڅوی او جنګونه جوړوی او یا هم دا چي مخالفی ډلې ( مست یم یا غیر مستقیم ) لمسوی . وګورﺉ ترکیه ولی نورو ۱۰۰ پوځي جنګي الوتکو ته ضرورت لری حال دا چي همدا اوس ( ۲۱۵) وزره هغه لری او د هیڅ بهرنی هیواد سره جګړه هم نلری ؟ ! داسی هم ویل کیږی چي لاک هید مارټین کمپنۍ چي هم دا طیارې جوړوی پنتاګون ته وایی چي هغوی ته په زړه کي دا بیره ورواچوﺉ .
خیر په هرصورت ، راځی
چي اوس هغه نیمګړتیاوی هم مختصراْ وشنو چي لوی لالا ځوروی :
لومړی ـــ سږ کال د اپ
یل پر ۲۶ ان بی سی او وال سټریټ ژورنال په ګډه یوه سروې وکړه چي په هغه کي ویل کیږی چي ۷۸٪ امریکایان پدې عقیده
دی چي هیواد یې مخ پر خرابۍ روان دی . او صرف ۲۲٪ خلک د بوش تګلاری سمی بولی .
دوهم ــ
امریکا په سواد کي د نړۍ نهه څلويښتم هیواد دی .
دریم ــ د ریاضی د سواد له مخي
امریکا د نړۍ د څلویښتو هیوادو له منځه اته ویشتم مقام لری .
څلورم ــ د نړیوال
وغتیایی سازمان له مخی امریکا د روغتیایی عامه خدمت له مخی په نړۍ کي اووه دیرشم مقام لری .
پنځم ــ ناوړه یی لا دا چي د امریکا ۲۰ ٪ وګړی پدې فکر دی چي وایی لمر پر مځکه راڅرخی او ۱۷
٪ وایی چي مڅکه د ورځی یو وار پر لمر راڅرخی.
شپږم ــ د ایف بی آی له مخی د کورونو وهل او
غلا ــ کوڅګی جرمونه هر کال امریکا ته ۸ر۳ بلیونه ډالره زیان رسوی .
اووم ــ د
وغتیا پالنی تقلب دکاله امریکایانو ته ۱۰۰ ــ ۴۰۰ بلیونه زیان پيښوی .
اتم ـ
د پس انداز او پور تقلب امریکایانو ته د ۳۰۰ ــ ۵۰۰ بلیونو ډالرو په زیان تمام سوی دی .
نهم ــ دعراده جاتو په ترمیم کي تقلب د کاله ۴۰ بلیونه ډالره او امنیتي تقلب هم د کاله
۱۵ بلیونه ډالره کیږی .
لسم ــ ایف بی ای اټکل کړی چي هر کال ۱۶ زره امریکایان وژل
کیږی ( د کاله شپار س زره قتلونه کیږی )
یوولسم ــ په ۲۰۰۵ کي د امریکا د هرو ۳۲ کسانو
څخه یو نفر بندی و ، یا د تحقیق او بندیز په حال کي او یا هم د حاضری ورکولو په حالت کي شپې سبا کولې .
دوولسم ــ تقریباْ ۵۰ ملیونه امریکایان روغتیایی بیمه نلری او تقریباْ همدومره شمیر
هم نیه بیمه لری . هر کال تقریباْ اتلس زره امریکایان د طبی وړیا خدمتونو د نلرلو په وجه مړه کیږی .
دیارلسم ــ هر کال په امریکا کی ۵ر۱ ملیونه کسان دیوالی کیږی چي نیمایی یې د دواوو بی
ونه نسی تادیه کولای .
څوارلسم ــ د نشنل جغرافیوی څانګی د یوې سروې له مخی ۸۵٪ ځوان
امریکایان ( ۱۸ ــ۲۴ کلن ) نسی کولای په نقشه کي عراق یا اسراییل پیداکړی، او ۹۰٪ هم افغانستان نسی پیدا
کولای حال دا چي ۷۵٪ هم تایلینډ نسی میندلای .
آیا د امریکایی ځوان نسل دغه نالایقی ( چي ډیره ځورونکې ده )
د امریکا د تعلیمي سیستم نیمګړتیا ده ؟ نه ، دا دامریکا ناقصه مفکوره منعکسوی، هغه دا چي سروې ښي چي صرف
۳۰٪ امریکایان فکر کوی چي په خبرونو کي د هیوادو د نوم ذکر مهم ندی چی راوپيژندل سی چي هغه چیری واقع دی
. ښه ، نو دا چي امریکا پر نړۍ د تسلط خیال لری او همدا اوس د نړۍ په ۱۵۹ سیمو کي څه باندی ( ۱۰۰۰) پوځي اډې اودرې
که پوځیان لری ، مګر اوسیدونکي يې هیڅ ځانونه هم نه پرې پوه کوی، عمده علت یی دا دی چي په مخکی یی خپل اشغا
ګر دولت روان دی اوجګړې پيښوی ، هیوادونه نیسی او رژيمونه تولید او نصبوی . یو نامتو عالم « امبروز بایریس
» څه ښه نتیجه اخیستې ده :
« جنګ د خدای هغه ذریعه ده چي په هغه سره امریکایانو ته جغرافیه ور زده
کوی .» په رښتیا چي لوی لا لا دی مګر ....
پای
دافغان رسالې د ( ۱۰۰) ګڼی څ
خه