مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-03-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

څو سياسي خبري او دافغانستان ودانول ( ٣٤مه برخه)

ميرزاعلم حميدي - هالنډ

ژباړه او غورچاڼ - ميرزاعلم حميدي - هالنډ

له هيواد څخه د باندې افغانان

 

له هیوادڅخه د باندې افغانان په تېره خو هغه کسان چې په بډای او پرمختللیو هیوادونو کې همېشنی ژوند کوي ، د افغانستان لپاره د اقتصادي، فرهنګي او علمي پلوه د پام وړ زېرمه ده. که داسې اټکل وکړو چې یو ملیون افغانان له هیواد څخه د باندې ژوند کوي او هر یو خپلو دوستانو ته په میاشت کې سل ډالر رالیږي له دې لارې په میاشت کې سل ملیونه ډالر راځي چې  افغانستان ته ډیره پانګه ده. کیدای شي د افغانستان دولت له دغه ارزښتمنې پروژې څخه د وړګتې اخیستلو لپاره لومړی دغه پروژه د کارپوهانو له لارې وڅېړي اوبیا په دې هکله عملي ګامونه اوچت کړي . په لومړي ګام کې کیدای شي چې لاندې اندونه وړاندې کړو:

-په باندنیو هیوادونوکې دې د افغانستان سفارتونه داسې ګړندي شي چې په هغه هیواد کې ټول میشت افغانان په ژوره توګه و پېژني یانې داسې سرشمېرنه تر سره کړي چې په هغه کې نرینه، ښځینه، د زده کړې درجه، کارپوهنه،کسب،دنده، اجتماعي ټولنې او نور اړوند مالومات ټول شوي وي .

 - ددغه ډول سرشمېرنې تر لاسه کولو وروسته دې سفارتونه له میشتو افغانانو سره د ښو اړیکود ټېنګولو او پر یوه بل د باور پیداکولواو مرستې لپاره غوره او عملي لارې چارې ولټوي  . د ویزې، پېژندلیک، د قانوني (بانکي) لارې دې د پیسوپه لیږلو اونورو اړینو او اړوند لارو چارو کې د زړه له کومې مرستې وکړي .

-  سفارتونه باید همیشه د ملي ورځو په درنښت، د اخترونو په درناوي آود فرهنګي غونډودځلانده کولولپاره دکمکیانوپه ګډون دټولوافغانانوپه راغونډولو کې مخکښ وي . د سفارت کارکوونکو چارچلند او ناسته ولاړه باید له افغانانو سره د داسې درنښت څخه برخمنه وي چې تر منځ یې سپیڅلي او له خواخوږۍ څخه ډکه فضا رامنځ ته شي ، افغانان خپل سفارتونه خپل کور او کهول وګڼي او خپلې ټولې ستونزې د یوه بل په مرسته اوارې کــړي .

- په هغه هیوادونو کې چې د افغانستان بانکي نمایندګي شته باید افغانانو ته د پیسو لیږلو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي، دوی باید وکړای شي په افغانستان کې کټ مټ اسعار تر لاسه کړي او ددا رنګه کسانودهڅونې لپاره بایدد بانک کمیشن تر ټولو بانکونو او حوالو لږ وي .

- په هغه هیوادونو کې چې د بانک نمایندګي نه شته هلته  دې افغانستان بانک د پیسو لېږلو وړ او هڅوونکي لارې چارې  ولټوي  .

- د افغانستان دولت دې افغانستان ته د افغانانود سفر لپاره سوکالي، امنیت او ډاډګیرنې رامنځ ته کړي . د هوایې ډګرونو؛ په ځانګړي توګه د کابل هوایې ډګر او د ټولو بندرونولکه تورخم،چمن،اسلام قلعه،تورغوندۍ،حیرتان او دشېرخان بندر کارکوونکي دې له هر ډول غیرقانوني،سپکاوي، غوسه ناکو او بډي اخیستونکو کړو وړو څخه په کلکه ډډه وکړي . ددغو کارکوونکو چارچلند  دې د افغاني سفرکوونکو په وړاندې ډیر ادبناک، زړه سواند، له خواخوږۍ ډک، سپیڅلی او هڅونکی وي . د افغانستان هوایې ډګرونه او بندرونه چې په حقیقت کې د افغانانو د ګډ کور دروازه بلل کیږي او هر څوک چې له دې لارو راځي د ټولو افغانانو مېلمنه دي اود افغاني دود له مخې یې باید مېلمه پالنه اودرناوی وشي .

- په باندنیو هیوادونو کې هره افغان کورنۍ په دې اند ده چې د خپلې کورنۍ له غړو سره په کال کې یوځل د خپلوانو لیدلو ته خپل پلرني ټاټوبي ته راشي . په دې ډول به په کال کې  څو زره افغان کورنۍ افغانستان ته سفر وکړي چې په نتیجه کې  به له ځان سره زیاتې پیسې، نوي اندونه او مدني پوهې هم راوړي . باور دی چې له دغه ډول اړیکو څخه  به په ورو، ورو د ښوونځیو او پوهنتونونود رخصتیو پر مهال د دواړو په منځ کې د تګ راتګ او مېلمه پالنې له لارې د افغانانو تر منځ د واده اړیکي هم پراخې شي . په دې ماناچې که چیرې هر افغان ځوان چې په باندني هیواد کې ژوند کوي له داسې افغاني پیغلې سره چې په افغانستان کې ژوند کوي واده وکړي او هغه هم له ځان سره باندني هیواد ته راولي او همدارنګه هغه ځوانې نجلۍ چې په باندني هیواد کې ژوند کوي  له هغه ځوان سره واده وکړي چې په افغانستان کې ژوند کوي او له ځان سره یې باندني هیواد ته راولي ډیره غوره او ګټوره خبره به وي .

- په باندنیوهیوادونوکې دې له هستوګن افغانانو سره داسې ډاډمن باوري   اړیکي ټېنګ شي چې د خپل هیواد د خیر ښېګڼو له موسسو، فرهنګي او ټولنیزو ټولنوسره مالي اوتخنیکي مرستې وکړي اودخپلو وړ اغېزو له مخې خپل دوستان اوپېژندګلوې په افغانستان کې د قانونیت،قانوني حکومت او ملي حاکمیت ټېنګښت، د سوله ییز ژوند، ملي یووالي اوملي امنیت پلوۍ ته وهڅوي .

لنډه دا چې په باندنیو هیوادونو کې استوګن افغانان زموږ دګران هیواد افغانستان لپاره  یوه ګټوره  مادي او معنوي سرچینه ده او لکه څنګه چې وویل شول ښه ده چې د افغانستان دولت د خپلو کارپوهانو له لارې دغه پروژه  وڅېړي او وړ ګتې ترې  لاس ته کړي .

اې  مظلــــومانـــو مهـــــاجــــــــــــــــرانو

له  خپـــــــلو ځالو  ورکــــــــــــو مرغانو

وخت رارسېږي بازخواست به وشي

د بــــــــرګو  وریـــو  له ســـــرو لېوانو

«له سپرغکې څخه»

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery