مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-03-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

څو سياسي خبري او د افغانستان ودانول ( ٣٦مه برخه )

ميرزاعلم حميدي - هالنډ

ژباړه او غورچاڼ : ميرزاعلم حميدي - هالنډ

په افغانستان کې د ښځو حقونه

 

د افغانستان په غریبه او بې وزلي ټولنه کې ښځې تر ټولو زغم ګالونکي او له خپلو حقونو څخه بې برخې دي . د جګړې په کلونو کې د ښځو په اوږو باندې د غم او ناورین،دلوږې اواړتیا،دسپکوسپورو،کډوالۍاو بې کورۍ ډیر دروند بار پروت و چې تر اوسه یې هم په بیل، بیل ډول پر اوږو وړي .

اوس چې د جنګ لمنې د ټولیدو او د تل تر تله د سوله ییز ژوند زېری تر غوږو کیږي،د نړیوالې ټولنې او د افغانستان دولت له خوا د ښځو د حقونو ساتلو لپاره سورې نارې پورته دي چې دغه سورې نارې په عملي ډګر کې ځینې کوټه او دوه مخي اوځنې دزړه له کومې او سپیڅلي څرګندیږي . ښه ده چې له دې ټولو بدمرغیو اوستونزوڅخه دافغانوښځودخلاصون او درنښت لپاره عملي او سپیڅلي ګامونه واخیستل شي . تر ټولو لومړی باید د ښځو د څرنګوالي او څومره والي په هکله بشپړ مالومات تر لاسه شي   :

۱ـ د سر شمېرنې په برخه کې  :

په افغانستان کې همیشه دا خبره د ژبو په سر ده چې ښځې د هیواد نیمایې سر شمېرنه جوړ وي ؛ پداسې حال کې چې د جنګ په کلونو کې ډیر نارینه مړه شوي دي دا ځکه ویلی شو چې اوس د افغانستان ډیره سر شمېرنه ښځې جوړ وي . له دې کبله اړینه ده چې د هیواد ډیره کۍ سرشمېرنې ته ژوره پاملرنه وشي  .

۲ـ په سیاسي برخه کې :

که چیرې یادې شوي خبرې د ولسواکۍ، دښځو د حقونو اوپه ټولیزه توګه د بشري حقونوسازمان وکړای شي چې دټوپک سالارانو،جنګ خپروونکو،دسپین سترګو بې ادبانواو د دغه کنډکپر حالت په منځ کې خپله لاره په خیر اوخیریت سره پرانېزي او د سیاسي ولسواکۍ په لوري ګامونه او چت کړي د ښځو رایې او رول ډیر وتلی او ارزښتمن کیږي . له دې کبله باید په سیاسي لارو چاروکې د ښځو په غوره رول پوه او په دې لاره کې نه ستړي کیدونکي ګامونه واخلو . اړوند دولتي څانګې په تېره خو د ښځو وزارت او سیاسي غورځنګونه دنده لري چې د ښځو د بیدارۍ لپاره غوره او ګټورې  تګ لارې را منځ ته کړي .

۳ـ په اقتصادي برخه کې :

په اقتصادي برخه کې د ښځو رول ډیر جوړوونکی او اړین دی . نه یوازې په تولیدي او نورو بیلا بیلو اقتصادي چاروکې د ښځو برخه ډیره ګټوره ده  بلکې له نارینه یې د مرستندویۍ برخه هم ډیر ستر ارزښت لري . که چیرې میرمنې د کور د کارونو او د کمکیانو د روزنې او پالنې دندي تر سره نه کړي، سړی نه شي کولای چې د کرهڼې، صنعت، دفتر او په نورو اقتصادي چارو کې په ګټوره توګه دنده تر سره کړي . ښځې د کور په سمبالولو برسېره کولای شي چې د کورني اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د لاسي صنایعو په جوړولو کې ګټوره برخه تر سره کړي .

۴ـ یوه روغه ټولنه رکې روغې مور ته اړتیا لري . لکه څنګه چې وایې« مور په یوه لاس زانګو ځنګوي او په بل لاس نړۍ . » همدارنګه که یوه ټولنه غواړي چې د غوره پرمختیا او پراختیا پر خوا ګامونه اوچت کړي او د مدني، مترقي او سوله ییزې ټولنې له خوندونو څخه برخمنه شي، دپوهې، فرهنګ او هنر په سیمه کې څرګندې لاس ته راوړنې ولري او د تل تر تله سوکالۍ، امنیت او سولې څخه برخمنه وي باید خپلې ټولنې ته داسې هوښیارې میندي وړاندې کړي چې وتوانیږي خپل ګران هیواد افغانستان ته داسې سالم، سپیڅلی، وطنپال او هوښیار  زوزاد ډالۍ کړي چې خپله خپلواکي، د خاورې بشپړتیا، ملي حاکمیت او ملي ګټې و ساتلای شي .

۵ـ په فرهنګي برخه کې :

ښځه یانې دغه مهربان او زړه سواند مخلوق په بیلا بیلو فرهنګي چاروکې د ښوونکي، استاد، ډاکټر، کارپوه، نرس، مامور، سندرغاړي، سازنده، ویاند، شاعر، ژورنالیست، ډرامه لیکونکي، انځورګرۍ او نوروبرخو کې د وتلي او نووښتګرې ونډې درلودونکي ده . له ښځو پرته د ژوند ټولې چارې نیمګړي، بې نوره او بې مالګې دي . لنډه دا چې له ښځو پرته د ژوند چوکاټ بې انځوره،بې ښکلا او بې هڅونې دی  یا په بله وینا له ښځو پرته ټولنه مړاوي اوبې روحه ټولنه یادیږي .پرمختللي، ښکلي او انساني ټولنه هغه ده چې ښځې پکې وتلي او څرګنده برخه ولري .

اوس دا خبره راپیدا کیږي چې ایا موږ په افغانستان کې په دې کچه  ښځې لرو ؟

که ووایو چې نا! نو څه باید وکړو چې د افغانستان ښځې تر دغه کچې  ورسیږي ؟

لکه څنګه چې ددغه لیکنې په سرکې وویل شول لومړی باید دښځوپه هکله بشپړه سرشمېرنه اوژورمالومات تر لاسه کړوداسې چې دلوستوښځوشمېر اود زده کړې درجه،دبېسوادو،کونډو، بورواو یتیملرونکوشمېرڅومره دی .څومره کارکوي. څومره بېکاره دي،څومره معیوبې دي،څومره کولای شي چې د لاسي  صنایعو په جوړولو کې کار وکړي او څومره نورې او نورې چارې تر سره کولای شي .

له دې وروسته کار پوهان پوهیدلی شي چې له ښځو سره په کومو برخو کې  څومره مرستو ته اړتیا ده او دا دومره مرستې هم له پانګې درلودلو پرته په تشو خبرو او غورو پرو نه شي تر سره کیدای له دې کبله ښه ده چې لومړی په افغانستان بانک کې د ښځو سره د مرستې لپاره بانکي حساب پرانیستل شي بیا دې ددغه حساب د ډکیدو لپاره د ښځو وزارت،دولتي او ازاد مطبوعات، سیاسي ګوندونه او غورځنګونه، اجتماعي او فرهنګي ټولنې ،د افغانستان په دولت، نړیوالو ټولنو اوملي پانګوالوباندې د مرستې غږ وکړي .دهیواد په اوسنیو نړیوالو شرایطو کې  چې په سر کې یې د نړۍ تر ټولو بډای هیواد امریکا هره ورځ په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندي ساتلو په هکله په واز کومي خبرې کوي ډیره ښه موکې ده چې د ښځو وزارت په دې لاره کې عملي او نه ستړي کیدونکي ګامونه اوچت کړي . کیدای شي چې دغه لوړ انساني هدف ته په کورنیو او نړیوالو امکاناتو برسېره په باندنیو هیوادونو کې لکه امریکا، اسټرلیا، کاناډا، نیوزیلنډ او په اروپا کې له میشتو افغانانو څخه او همدارنګه د دوی د بیلا بیلو سازمانونو له خوا په هغه هیوادونو کې د خیر او ښېګڼو له ټولنو زیاته بسپنه تر لاسه کړي .

افغاني ښځې رواني اوبدني پاملرنې ته ډیره اړتیا لري په تېره خو باید د رواني ډاکترانو ځانګړی پام او زړه سواندی د ښځو خوا ته ور واړول شي ځکه چې افغانو ښځو د تاریخ په اوږدو کې په ځانکړي توګه د جنګ په کلونو کې ډیر رواني زیان لیدلی، اروا یې ټپي او ناروغه ده . یو له دغو زیانونو څخه هم ډار دی چې د ښځو اروایې ډیره کلکه په خپلوځورونکواوظالمو منګولو کې نیولي  ده  او زړه ورتوب یې تر ې اخیستی دی . د افغانو ښځو یوه بله ستونزه دا هم ده چې د سړي سالارواو نرواکو په ټولنه کې دومره زیاتې په خپل ډار کې ډوبې شوي دي چې د خپلو حقونو څخه دفاع کول یې  بیخې هیر او ناروا ورته ښکاري .

له دغه مرېتوب څخه د افغاني ښځو خلاصون په لومړي ګام کې سواد ته اړتیا لري دا ځکه د افغانستان دولت، د ښوونې او روزنې وزارت، د ښځو وزارت او ټول سیاسي، فرهنګي او ټولنیز غورځنګونه وجداني او ملي دنده لري چې  په دې لاره کې له هیڅ  ډول  ګټور عمل څخه دریغ ونه کړي .

ـ اې ښځې ته فرښته یې خوخپلواکه نه یې ځکه چې ته ترفرښتې هم لوړه یې .« رایترج »

ـ ښځه فرښته ده چې په کوچنیوالي کې زموږ ماشوم پاله ده، په ځوانۍ کې موږ ته خوشالۍ رابښونکي ده اوپه زړتوب کې زموږ د کلي ډاډګیرنه ده .« اره تسن »

ـ که ښځه نه  وي او د هغې موسکا د ژوند تیارې روښانې نه کړي، ټولې خوشالۍ او ښکلاوې بې  روحه کیږي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery