مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-05-13   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

څوک ټرانسفارمر غواړی

نقیب الله اسحاقزی


حليمه لګيا وه د سودا ليست يي چمتو كاوه ،ناببره د  ور ړنګي وږغيده ،دا شړنګي دومره اوږد او لوړ وو ،ته وا كوم ځاي اور اخيستي او اور وژونكي موټر ور ځغلی ،هغی هم  ور ټوپ يي كړه ګوري ځوي يي دي، (احمد) چي د ښوونځي نه راغلي.

- څه خبره ده ځویه  ؟ سړي ور همداسي ټكوي ؟كوچني ورور دي ويده دي او نيكه دي هم لمونځ كوي ،دا خو ته ټول ځوروی!!!
- ادي  ادي!ما ته يو« چينچ فارمر» انيسه .(هغه به داسي غوړه مالي سره دا خبره وكړه ته وا د مور يوه خبره يي هم نه وه اوريدلي)
-څه شي؟دا يي بيا څه دي ؟
-چينچ فارمر! هغه يو روبات دي ،لكه بيړي په اوبو كي ګرځي ،لكه مرغي په هواكي الوځي او ګاډي په څیر پر ځم كه درومي.زموږ ګاونډي نه دي؟ هاغه حميد... هغه هم يو لري .ډير ښكلي دي ،ماته هم يو رانيسه!
_ټيكنو مانيا ،او نور!!(په لوړ ږغ) ته داسي د لوبو څيزونه ډير لري.
هغي دا خبري ددي لپاره په لوړ ږغ وكړه تر څو زوي يي وویروی او  بيرته ولاړ سي.
-ادي خو ….(هغه غوښتل چي د مور خبره رد كړي)
- نور خو خو پريږده ،د ښوونځي جامي دي وكاږه ،تر څو زه بيرته راځم د نيكه سره دي اوسه.

- ما د ځانه سره بوځه ،څه كيږي موری؟(هغه دا غوښتنه په دي هيله وكړه تر څو په لاره كي مور ته ترانسفارمر وښيي او مور يي وويني چي څومره ښكلي دي)
- يا .(مور يي په سخته ځواب و كړ)
خپل كوټ يي واغوست او بور پړوني يي پر سر كړ ،خپل ځوي ته يي مخ كړ ورته ويي ويل اوس نو ښه هلك سه اوښكل يي كړ.۳۰ ثانيي وروسته ور وتړل سو ،او حليمه د كوټي نه ووته.

- شكر خدايه !نن دجګړي نه پرته احمد غلي سو (اوږ ده ساه يي واخيسته).
احمد هم د نيكه په لوري روان سو ،ګوري چی نيكه يي په لمانځه ناست دي او شونډي يي رپيږ ي،احمد په زړه كي وويل كه يي نيكه د خدايه وغواړي تر څو مور يي ورته د ځانه سره يو ترانسفارمر راوړي.نيكه ته ور نژدي سو او خپل كوچني لاسونه يي د نيكه په لوي او هډورو لاسونو كيښوده ،اود هغه خواته يي په ډيري عاجزي سره وكتل ،نيكه يي لمونځ خلاص كړ او دواړه لاسونه يي په مخ كش كړل .خپل لمسي یی  ښكل كړ.
احمد ته هم يواځني لاره همدا پاتي وه تر څو ورته د مور نه شكايت وكړي ،چي ولي يي ورته ترانسفارمر نه دي راوړي.او د نيكه په مخ كي يي د م ور په اړه ډك زړه تش كړ.
نيكه يي موسكي سو ورته ويی ويل
- ته ډير ترانسفارمرونه لري
-زه يي لرم ؟كومه دي؟
- د كړكي نه لاندي بهر وګوره
احمد د كړكي نه سر ويوست او ښه يي وكتل
-هلته خو هيڅ ترانسفارمر نسته يوه د مڼي ونه ده نور هيڅ نه مالوميږي
-همدغه ترانسفارمر دي كه نه

احمد وخندل داسي يي وګمارل لكه نيكه چي یی ټوكي ورسره كوي
-ترانسفارمر ؟څنګه ترانسفارمر دي؟
-ستا هير دي؟ په ژمي كي همدا ونه لغړه وه ورسته يي بيا ګ ان وكړه او اوس ويني پاڼي لري،ټرانسفارمر همداسي نه دي؟ .
احمد موسكي سو او وي ويل ونه خو نه سي ګرځيداي!
نيكه يي ورته وويل ښه همداسي ده ؟ نو ته ورسه يو ځلي هاغه د انځورونو فاميلي البوم راوړه ،احمد ورغي د الماري نه يي يو لوي پلن كتاب راواخيست او د نيكه مخي ته يي كيښود،نيكه هم البوم پرانيست او يو انځور يي راواخيست كوم چي د احمد د پيدايښت په لمړي ورځ اخيستل سوي وو.او احمد ته يي مخ كړ.

-دا ويني ؟دا څوك دي؟
-دا خو زه يم (ويي خندل)
-ته يي ؟ دا خو تاته ورته نه دي ،ګوره غاښونه نه لري،خبري نه سي كولاي،او ګرځيدلاي هم نه سي.

-اوكي ! دا زه يم ،زه اوس غټ سوي يم ،زه د ښپږو كلو يم .هلته خو وړوكي وم.
هوکی !ته ډيرغټ سوي يي تا ډير بدلون كړي ،نو ته یو  چينچ فارمر يي، كه زه ترانسفارمر درته ووايم؟

-هه هه هه
او دواړو د البوم پاڼي يو په بل پسي واړولي ګوري د كور هر غړي كي څومره بدلون راغلي تيرو ښپږو كلونو كي د كور هر غړي بل رنګ سوي. او د احمد زړه ته هم  د نيكه خبره تيره سوه .هر سړي ترانسفارمر دي خو بياهم يوه پوښتنه د احمد په سر كي راګرځيده هغه دا چي سړي خو الوتي نه سي او چينچ فارمر الوزي هم . نيكه ته يي مخ كړ
– بابا ! سړي خو نه الوزي ،موږ ترانسفارمر نه يو؟

-ته هغه رنګي كتاب يو ځلي راواخله
احمد ولاړي او كتابونه يي و پلټل او دهغوي دمنځ نه يي هغه كتاب كوم چي نيكه يي ورته ويلي وه راواخيست او د نيكه مخ ته يي كيښود.
-    ګوره دا مخ لوستلي سي ؟(نيكه احم د ته وویل)

احمد په ځان ډاډه وو چی لوستلای یی سی
-هوکی دا نو څه دی (د پتنګ ژوند).
هغوی ولیدل چی په کتاب کی هګیو انځور کښل سوی چی وروسته په ځای کی په یوه کوچنی ژوندی ژوی اوښتی وو (کټرپیلر) د کتاب په بل مخ کی دوی ولیدل همدا وړوکی ژوی ( کټرپیلر) کی بدلون راغلی وو او او (کوکون) تری جوړ سوی وو.چی بالاخره یو پتنګ تری جوړ سوی وو.
احمد همدا کال کټرپیلر په ښوونځی کی لوستی وو.خو هیڅکله هم کټرپیلر یا هم پتنګ ته له دی زاویی چی نیکه یی ورته ګوری نه وه کتلی.

نیکه یی موسکی سو او د احمد په سر یی لاس تیر کړ ورته ویی ویل:
-په نړی کی هر شی یو ټرانسفارمر دی ،په کایناتو کی یو ژوی هم ،داسی نه سته چی هغه دی په بشپړ هوساینی کی وی او په ساکن ډول ژوند وکړی ،موږ باید د هر د ادلون بدلون په اړه سوچ وکړو.
-بدلون ادلون ؟ دا بیا څه دی ؟(احمد ته دا یوه نوی خبره وه).

-هوکی !بدلون ، د هر انځور شاته د هغه د انځور ګر په اړه سوچ کوه ،یواځنی انځورګر (چی ټوله نړی یی انځور کړی) ،الله د ټولی نړی انځورګر دی، په پاک قران کی راغلی دی الله  المصور  دی.
الم صور یو عربی ویی دی چی مانا یی ده بشپړ رنګ او شکل ورکونکی!

-الم ...مص...مصور ....
احمد غوښتل دا توری د ځانه سره تکرار کړی خو سم یی نه سو ویلای نیکه یی په خوله کی ورټوپ کړه (المصور).
د احمد او نیکه دا خبری اوږدی سوی چی په ترڅ کی یی د احمد کوچنی ورور کوم چی ویده وو راویښ سو او په ژړا یی پیل وکړ.نیکه چی څرنګه د ماشوم ژړا واوریده احمد ته ورږغ کړه
- احمده !!!ورور دی راواخله چی ځو ترانسفارمرونه نیسو.

هغه هم ولاړ ماشوم یی د لیندی نه راواخیست ،او ویی نازاوه (ځما کوچنی چینج فارمر...څومره ښکلی دی).

نیکه د لمسی د بوټونو تڼی وروتړلی او مخ په ډند روان سول

-دا د ټرانسفارمرونو د ښکار ښه وخت دی.
،د وره په اسی کی چابی وپیچل سوه او ور هم وتړل سو ،ور یی بیرته را کش کړ پرانیستل نه سو او ډاډه سوه چی ور ټیټ تړل سوی او  د کوره ووتل.
څه ګړی وروسته حلیمه راغله هغی د کور ور پوری واهه خو نه شاباش ور تړلی وو  هغی هم خپله چابی راواخیسته او ور یی پرانیست ګور ی کور کی د خدای بنده هم نه سته .
-آّه خدایه دا به چیری تللی وی دلته خو دا ماشوم هم نه سته ،مننه پلاره ته ډیر ښه یی .

حلیمی په کار یی پیل وکړ او په پخلنځی کی یی د شپی د خوړو دچمتو  کولو لپاره مټی راونغاړلی.هغی کټوی پر اور کیښود او نږدی د پخلی لپاره اړین ټول کارونه یی سرته و سول خواړه چمتو سوی وه چی په دی وخت کی ور وټکیدله حلیمه ورغله ،ګوری چی زوی یی دی یوه کوزه یی په لاس کی ده .
-په خیر راغلی ځویه !! دا څه دی ؟

-غواړی ځما ټرانسفارمر وګوری!!؟
مور یی ولاړه او دپخلنځی نه یی یو بوتل راوړ ،تر نیمه یی د اوبو ډک کړ او د احمد ټرانسفارمر یی ورواچاوه ،هغه د کب په څیر ښکاریده او په اوبو کی یی امبو وهله خو کب نه وو. هغه ټاودپول (کاچوغکه ) وه.

-ایا دا زه د ځانه سره ساتی سمه؟بس یواځی ۶ اونیو پوری یی ساتمه ورسته هغه لوییږی،نیکه می  راته ویل کله چی لوی سی چونګښه تری جوړیږی ،چونګښه څومره ښه ده ، نه م وری؟
مور یی نه غوښته د (یا ) په ویلو سره د هغه زړه بیا ورمات کړی ،ځواب یی ورکړ.

-هوکی ځویه ! خو په پام کی دی وی چی دا هم ژوندی ژوی دی او موږ د هغو نه د ژوند اخیستو کوم حق نه لرو ،ته هم د هغوی ښه خیال ساته ،د هغوی یواځنی مالک لوی خدای دی.

احمد هم کور ته دننه سو حلیمی خواړه راواخیسته ،د کور ټول غړی د ډوډی د خوړو پاره سره راټول سوه او په دی وخت کی د احمد پلار هم راغی .احمد هم پلار ته د هغه په اړه چی ټوله ورځ یی لیدلی وه په کیسی کولو پیل وکړ.
-پلاره پوهیږی دا مخلوقات تر ټولو غوره دی ،د هر ډول روبات نه ښه دی پوهیږی دا د نورو وباټونو په څیر بیټری نه خوری.او نیکه هم را ته وایی چی انجینران هم روباټونود د همدی ژویو له مخی یزاینوی.الله د ګردو ډیزاینرانو نه غوره ډیزاینر دی.هغه (الم..........مصور.....
هغه ونه سوه کولای دا خبره بیا هم تکرار کړی نیکه ورته ور په یاده کړه المصور .ټولو د احمد په خبرو وخندل او پلار یی ډیر خوښ وو.
د لوښو د پ یمنځو نه وروسته حلیمی خپل ځوی ته کوم چی د خپل ټاود پول ته څیرمه ناست وو، وویل :
-ځویه زه ښار ته ځم کوم شی د ی نه دی په کار؟هغی دا خبره ددی لپاره وکړه چی ځوی یی وپوښتی که ټرانسفارمر یی په کار دی که یا؟
-نه موری زه هیڅ شی نه غواړم
-ته ریښتیا وایی
-هو موری !زه اوس ټرانسفارمر لرم بل می نه دی پکار

====================

ټرانسفارمر: هر هغه شی چی بدلون مومی
چینج فارمر:هر هغه شی چی بدلون مومی
کټرپیلر:پیله چینجی کوم چی وروسته په پتنګ اوړی
کوکون:دا هم د پتنګ د ژوند یو پړاو دی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery