مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-05-21   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

پښتني قبيلې و پيژ نئ ! ٤٥ مه بر خه(خښي، خاښي خيل)

دکتور لطيف ياد- استر اليا

پښتني قبيلې و پيژ نئ ! ٤٥ مه بر خه(خښي، ښخي،خوخي،خاښي خيل، ښا خي خيل)

دپښتنو په عنعنوي او دوديزو شجروکې راغلي دي چې سړ بن نيکه دوه زامن در لودل يو يې شر خبون او بل يې خر شبون نو ميدل٠ خر شبون درې زامن درلودل چې کاسي، کند او ځمند نو ميدل ٠ کند دوه زامن درلودل چې يو يې ښخی يا خو خی نو ميد چې او لاده يې دخا ښي خيلو په نا مه سره يا ديږي او دويم زوی يې ابر اهيم نو ميد چې غري يا غو ريا  نو ميد او او لاده يې د غو ر يا خيلو په نا مه سره  شهرت و مو ند٠

د پښتو نازکخيال شا عر حميد ما شو خيل د پښتنو دد غو دواړو قبيلو په اړوندد خپل شعر په يوه بيت کې داسي وايي :                

   چې دا ستا د نامې بوی اخلي حم يده !             څه به نه وي خوش دما غه غوري،خښي
 يوسفزي، مندړ، ګګياڼي او تر کلاڼي چې په مجمو عي تو ګه د خاښي خيلو په نا مه يا ديږي ددوی اصلي ټا ټوبی د کند هار دار غستان په حدودو کې د غو نډان اوسره غره په شا او خوا هغه ځمکه ده چې د غوړې مر غۍ په نا مه يا ديږي٠ خا ښي خيل چې دتر ينو د قبيلې په ګا ونډ کې او سيدل د تر ينو د فشار او زور زياتۍ په وجه د نو موړې سيمې پر يښودلو ته اړ شول او د غو ريا خيلو له خوا د غزني د مقر په کڅۍ کې په ور کړل ځمکې او ور شو با ندې  د يو څه وخت له پاره ميشته شول ، خو ورو سته بيا له غوريا خيلو نه خو ابدي  او خپه شول، نو هما غه و چې نو موړې سيمه يې هم پر يښوده او دکابل خو اته راوليږ ديدل٠ دراتګ په وخت کې اتمان خيل هم ور سره ملګري شول او دکابل په شا او خوا ور شو ګانو کې ميشته شول٠

په همدې وخت کې دسلطان ابو سعيد زوی ميرزا الغ بيګ چې کو چنی و د ماوراالنهر نه کا بل ته راغلی و ،نو د خا ښي خيلو دقبيلې مشري ملک سليمان شاه ته ور په غاړه وه چې دملک تا ج الدين زوی او دملک رځړ لمسی و٠ ملک سليمان شاه د کو چني الغ بيګ س ه ډيره مينه کوله ٠يوه ورځ ميرزا الغ بيګ د سليمان شاه په غيږ کې نا ست و، قدوه المکا شفين شيخ عثمان د موتي م يزي زوی چې د هغې زمانې دوليا نو نه و او د يو سفز يو خلک دده معتقدين وو پرې ورغی ٠ شيخ عثمان قدس سره چې کو چنی م رزا الغ بيګ د ملک سليمان شاه په غيږ کې نا ست وليدورته يې وويل چې ملکه ! دا څه کړې ؟   ملک سليمان شاه ور ته وويل چې دا شهزاده دی لو يوم يې که پا چا شي نو سلطنت به يې زما شي او قوم به مې پرې عزيز او دروند شي ٠

شيخ عثمان ور ته و فر ما يل چې :" ددې ما شوم ستر ګې لکه يزيد هسي دي چې صحابه( رض) يې قتل کړي او هلاک کړي وو دغسي به ستا قوم هم هلاک کا "

ملک سليمان ورته وويل چې : ' شيخه داسي مه وايه تا ته داسي نه ښايي ، چيرې نه چې په دې خبره بل څوک خبر شي ، خو پا چا يان د چا احسان نه ورکوي ٠ دی شهزاده دی چې لوی شي پا چا به شي قام به مې پرې محترم شي "
شيخ عثمان ورته وويل چې ښه ملکه! خبر مې کړې، بيا به وايي چې ما ته دې نه و ويلي، نوردې اختيار خپل دی '

همدا خا ښي خيل وو چې د مرزا الغ بيګ سره يې د کا بل د تخت په نيولو کې ډيره ډيره مر سته وکړه او هغه يې دکابل واکمن کړ٠ ميرزا الغ بيګ تر هغه پورې چې کمزوری و، په همد غو پښتنو به يې ځان سا ته ، خو کله چې په خپلو پښو ودريد او پيا وړی شو ،نو د پښتنو پر خلاف يې په مخا لفت لاس پورې کړ٠ الغ بيګ د يو سفز يو او ګګيا ڼيو تر مينځ بې اتفا قي وا چو له٠ ورو سته بيا يې د خا ښي خيلو پښتنو مشر انو ته يوه ميلمستيا جوړه کړه چې ٩٠٠ تنو پکې ګډون کړی وو،بيا يې د ميلمستيا او ډوډۍ خوړلو په وخت کې په نا ځوانمر دانه توګه يې دغه ٩٠٠ تنه له تيغه تير کړل چې هديره يې د کا بل په سياه سنګ کې مؤ قعيت لري٠ دا پيښه د ١٤٨٠ او١٤٩٠ عيسوي کلو نو په شا او خوا کې پيښه شوې ده٠

تردې خونړۍ او خوا شينوونکې پيښې ور وسته خا ښي خيل پښتا نه د کا بل نه د ننګرهار پر خوا روان شول، تر کلا ڼيو په لغمان کې واړول او يو سفزي، ګګياڼي او اتمان خيل په ننګر هار کې او سيدل چې وروسته نو موړې درې قبيلې په سوات، دير او با جوړ کې ميشته شوې٠ ورو سته تر کلاڼي هم د لغمان د خلکو د شکا يت له کبله چې د الغ بيګ در بار ته يې کړې و د لغمان نه  با جوړ ته وليږ ديدل چې تر او سه پورې هما غلته ميشته دي٠

د خاښي خيلودتر کلاڼي د قبيلي ښا خو نه دادي٠:  سالا رزي، ما موند، ابراهيم خيل،اسوزي او سميل زي٠
دخاښي خيلو دمندړ د قبيلي ښا خو نه دادي : ابا خيل، عمر خيل، بهزاد خيل، خدو خيل،رځړ ، اکوزي، خضر زي، محمودزي، ما نوزي،
د خا ښي خيلو د يو سفز يو د قبيلې ښا خونه دادي : حسنزي، مدا خيل، اکازي،چغر زي،نورزي،اکزي، خواجوزي، با چي زي، راڼيزي، ماليزي، سلطانخيل، نصرالدين خيل او پا ينده خيل٠

پايليکونه :
١- تواريخ حا فظ رحمت خاني، دپير معظم شاه تاليف، پښتو اکي يمي، پيښور ١٩٧١ کال، ٦-٧ مخونه٠
٢-تاريخ حيات افغاني،٢٤٧ مخ٠
٣-پښتني قبيلي،دکتور لطيف ياد، د پيښور چاپ،١٠٧-١٠٨ او ١٠٩ مخو نه٠

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery