دخپریدو نیټه : 2009-06-01 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
امير او فقير (۱ )
فضل الله رشتين
د امير فقير د كيسى ليكونكې مارك توين دى چې د امريكى له
سترو ليكوالو څخه كڼل كيړي. مارك توين د كيسو ډير كتابونه ليكلي چى د هغو كيسو له جملې څخه يوه د " امير او فقير"
كيسه ده چې په 1880 م كال ليكل شوى ده. مارك توين په 1835 رم كښې زيږيدلى او په 1910 م كال له دى دنيا تللى دى . دى ډير
بډاى ؤ خو په كال 1906 يى خپله ټوله دارايي له لاسه وركړه او بيا د نړى ډيرو هيوادونو ته سفرونه وكړل او په هر ه
ځاى كښى يى كنفرانسونه او لكچرونه وركړل . كله چى يى ميرمن او لور مړه شول نو دا سپينه دنيا ورته په سترګوكښى
توره شوه , دده د خپل خفګان او درد انعكاس په خپل يو كتاب كښې چى ( انسان څوك دى؟ " نوميږي كړى دى . او دا كتاب په
1906 م كال ليكل شوى دى او خپور شوى دى. دادى د امير فقير د كتاب ژباړه تاسې محترمو لوستونكو ته وړاندى كيږي. ( ر
تين )
په 1947 ميلادي كال په لندن كښې ډير شمير فقيران وو. په ځينو كورنيو كښې پلرونه بيماران وو او كار
يى كولاى نه شو , په همدې وجه دوي د بى وزلۍ په عالم كښې ژوند كاوه. توم كانتي ډير بى وزلى ؤ . دده كورنۍ د بې وز
انو په ډله كښې شميرل كيده. دده پلار جون كونتي بيمارنه ؤ خو له كار سره يى ډډه نه لكيده او مينه يى ورسره نه
درلوده. هغه له خپلې مور , ميرمنې او درې اولادونو سره د يو زوړ كور په يوه خونه كښې ژوند كاوه . دا زوړ كور د لندن
د ښار شا او خوا په ډيره فقيره سيمه كښې واقع ؤ. دده اولادونه ډير بدبخت وو . كټونه يى هم نه درلودل او پر ځمكه به
ويده كيدل. جان كوني دوه لوڼې درلودې چې نومونه يې بن او نان وو او توم دده يواځنى زوى ؤ . جون كونتي ډير لټ ؤ , هيڅ
كارته يى زړه نه كيده . ده به خپل اولادونه ليږل چې د سړكونو پر غاړه ودريږي او سوالګري وكړي . دوي به د سړك پ
غاړه دريدل او داسې به يى ويل : " د خداى له پاره يوه روپۍ راكړۍ, ډير بى وسه يو او څه نه لرو !" په كومه شپه چې به
دوي جان كونتي ته پيسې نه وې راوړې نو جون كونتي به دوي ته ډوډۍ نه وركوله او په زور به يى دى ته مجبورول چې وږي
تږي ويده شي . د جان كونتي د اولادونو ژوند ډير تريخ ؤ. د همدغه زوړ كور په يوه بله كوچنۍ خونه كښې يو بل سړى
اوسيده چې نوم يى اندرو ؤ . اندرو يو تعليميافته پلار ؤ . توم به تل د هغه ليدو ته تللو . اندرو به توم ته د پاد
اهانو او اميرانو كيسې كولې. توم يوه ورځ اندرو ته داسې وويل : " غواړم چې امير شم, غواړم په ډير احترام سره او په
ډير لطف هغه شان خبرې وكړم څرنګه چې يى اميران او پادشاهان كوي او همدارنګه غواړم لاتيني ژبه زده كړم , ځكه چې
ټول اميران دغه ژبه يادوي او په دى ژبه خبرى كوي ." اندرو د توم دغه هيله تر سره كړه . توم ته يى دا ورزده كړل چې
څرنګه په لطف له خلكو سره خبرې وكړي او څرنګه د يو امير په څير چلند وكړي او بر سيره پردې يى ورته لاتيني ژبه هم
ورزده كړه. توم ډير خوښ شو , كله چې به ده له نور وړو سره لوبې كولې نو ده به د امير رول لوباوه , كله كله به نورو
وړو په ده پورې خندل او دى به يې د امير توم په نامه يادولو , توم په نورو هلكانو ډير ګران ؤ , ځكه چې دىيو ډير خوږ
هلك ؤ او په نورو هلكانو خوږ لكيده. هلكانو به د سيند پر غاړه لوبې كولى او لامبو به يى هم كوله . توم ښه لامبو
زن ؤ. په هغه وخت كښې اتم هنري د انكلستان پادشاه ؤ . ده يو زوى درلود چې نوم يى ادوارد ؤ . امير ادوارد د خپل پ
ار له مرك نه پس پادشاهۍ ته رسيده نو ځكه په ډير ښه شان سره تربيه كيده او روزل كيده. دى له خپل پلار اتم هنري
سره د وستمنستر په قصر كښې اوسيده. يوه ورځ اندرو توم ته وويل : " ته بايد د وستمنستر قصر ته لاړ شى , كيداى شي
كومه ورځ هلته حقيقي امير ادوارد چى د پادشاه زوى دى او په قصر كښى اوسيږي ووينى ." . (ادامه لري )