دخپریدو نیټه : 2009-06-05 مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل
اميراوفقير ( ۴)
فضل الله رشتين
امير توم
توم د وستمنستر په قصر كښې د امير په خونه كښې يواځې ؤ. د يوى
لويى آينى مخى ته ودريد چى پر ديوال لكيدلى وه , ده خپلو ښكلو جامو ته وكتل , بيا مخكښى وروسته يى قدمونه
واخيستل , سوچ يى كاوه چى څومره ښائسته ښكاري . لاس يى په يوه توره كيښود چى خواته يى په ديواله ځوړنده
وه , توره يى له پوش څخه راوويستله او له يو خيالي سړي سره يى د جكړى تمثيل پيل كړ . بيا كيناستو او سوچ يى وكړ. "
څومره به خوند وكړي چى كله كورته لاړ شم او خويندو ته دا خپله كيسه وكرم
د ګړۍ زنګ وګړنكيد . يو ساعت تير شو .
امير ډير وخت تير كړ. له ځانه څخه يى پوښتنه وكړه . " څه وخت به راشي ؟ "
توم په خونه كښى ښكته پو
ته ګرځيده او هغو ښكلو شيانو- ميزونو , څوكيو , په ديواله ځوړندو عكسونو ته يى كتل چى په خونه كښى وو.
هلته د اميرانو , پادشاهانو او ملكو عكسونه ښكاريده چې ښكلې او فيشني جامې يې په تن دي او توم ته په ډير درنښت
او هيبت سره تيغ نيغ كوري
هلته يو زره داره دريشي د دروازى سره نژدى ځوړنده وه. توم ودريد او دى د
يشۍ ته يى وكتل. بيا يى كرتۍ واغوستله , دا يوه كوچنۍ كرتۍ وه او د ده په ځان برابره وه. ناڅاپه يو دروند ك
د شى له كرتى نه وليد. ده خپل ځان ته په آئينه كښى وكتل . بيا يى ټول شيان بيرته په خپل ځاى كيښودل . دى
پوه نه شو چى دا دروند كرد شى به څه وي. خو ده بيرته د كرتى په جيب كښى كيښود
.يو بل ساعت تير شو. له توم س
ه د ويرى احساس پيدا شو. " څوك به راشي او ما به دلته وويني او راته به ووايي : ته څوك يى او دلته څه كوى
؟" امير هم دلته نشته چى ورته حقيقت ووايى , زما په خبره خو به څوك باور هم ونكړي. څه وكړم ؟ زه بايد له دى
ځاى نه ووځم "
توم بيا سوچ وكړ : " ممكنه ده په هغه بله خونه كښى څوك نه وي . كه زه ډير تيز په منډه لاړ شم
او څوك مى مخ ونه ويني نو كيداى شي دروازى ته ورسم او عسكر راته ووايي چى ژر ووځه."
دروازه يى بيرته كړه . هلته
څلور كسان بهر ولاړ وو , دوه يو طرف ته او دوه بل طرف ته. دوي خپل سرونه ټيټ كړل .
توم غږ وكړ : " او ! او ! او!" بيا
يى بيرته د خونى په طرف منډه واخيستله , كله چى خونې ته ننوتلو نو دروازه يى په ځان پسې بنده كړه
هغه
كسان چى هلته ولاړ وو يوبل ته يى وكتل
په دوي كښى يو تن وويل : "فكر كوم امير ادوارد بيمار دى ."
بل يو
وويل : " هو ! زه هم داسى فكر كوم ."
دريم تن وويل : " مونږ بايد دده كومه خور خبر كړو چى خونى ته ننوځي
."
څلورم تن وويل : " شهزاده جين ! زه به هغى ته لاړ شم ."
د خونى ور پرانيستل شو . توم د خونى د يوى زاويى خوا
ته منډه كړه. يوه ښكلى نجلۍ يى وليده چى له دروازى سره ولاړه ده. ښكلى څيره يى درلوده. توم په كونډو
و
شهزادګۍ جين وويل : " ګرانه وروره څه شوي دي ؟ ولى په كونډو شوى ؟"
توم وويل : " ما وژغوره !ما وژغوره ! زه
ستا ورور نه يم. زه امير نه يم. زه يو فقير هلك يم. توم كانتي د چټليو له کوڅى نه راغلى يم"
شهزادګۍ له لاسه
ونيو او ورته يى وويل : " راځه"
توم غږ وكړ : " امير پسې څوك وليږى چى راشي او زما جامې راوړي"
جين وويل : "
اځه پلار دى غواړي تا وويني."
پلار مې ؟ آيا زما پلار جون كونتي دلته دى ؟"
شهزادګى جين
هغه له لاسه ونيو او له ځان سره يى بلى خونى ته بوت
و
&nb
sp;
.
پادشاه ته دا خبر وركړ شو چې توم بيمار دى
توم يوى سترى خونى ته ورسول شو . هلته په دى خونه كښى
يو ستر چپر كټ ؤ. توم وليدل چى په دى كټ كښى يو سپين چاق سړى پروت دى. پادشاه اتم هنري ډير سخت
بيمار ؤ. دده د ژوند د پاى ورځى وى .
ادوارد زويه دلته راشه, پلار ته دى ووايه چى څه خبره ده؟"
توم وويل : "
آيا ته پادشاه يى ؟ "
" هو , طبيعي خبره ده زه پادشاه يم او زه ستا پلار يم. ته ولى يريږى ؟"
صاحبه زه ستا
زوى نه يم.! زه امير نه يم. زه فقير توم يم."
پادشاه ورته په ډيرقهر او غضب وكتل . " دا حماقت پريږده ! ته ام
ير يى , او كه بيا دى وويل چى امير نه يم , نو زه به نور هم په قهر شم . او آيا ته پوهيږى چه كه زه يو ځل قهر شم
بيا له خلكو سره څه كوم ؟ آيا پوهيږى ؟ "
توم وويل : " هو ! صاحبه "
" اوس لاړ شه. نور نه غواړم داسى
احمقانه خبرى واورم. تا په دى وروستيو وختو كښى ډير كتابونه لوستى دي او ستا سر يى ګنكس كړى دى. لورد هرتفورد ه
له امير سره لاړ شه . مخكښى له دى چى نن شپه ميلمستيا ته لاړ شي هغه بايد استراحت وكړي . هلته به ډير ستر ستر خ
ك له امير سره د ليدلو دپاره راځي څكه چى دى به زما له مړينى نه پس د هيواد راتلونى پادشاه وي .
امير ورسوه او بيا بيرته راشه"
امير يى چى خپلى خونى ته ورساوه نو لورد هرتفورد بيرته پادشاه اتم هنري ته
راغى.
پادشاه وويل : " اى لورده پوهيږى چى زما د عمر شپې لږې پاتې دي.: مكر زما كارونه بايد سر ته ورسي . اوامر
بايد وركړ شي , قوانين بايد جوړ شي , زه چې ډير سخت مريض شم او بيا چى نشم كولاى خپل نوم وليكم , امضاء وكړم او م
هر ولكوم . ته بايد دا لوى مهر په لاس كښى ونيسى او زما د پاره يى استعمال كړى"
لورد هرتفورد وويل : " هو! صاحبه
! څرنګه چى تاسى امر كوى هغسى به كيږي , آيا تاسى امر كوى چى دا سترمهر زما په لاسو كښى وي ؟ خو ـتاسى دوه و
ځى دمخه هغه مهر امير ادوارد ته وركړى ؤ"
" هو! ! سمه ده ما هغه ته وركړى دى. لاړ شه او له امير څخه وغواړه
چى هغه مهر دركړي
لورد هرتفورد لاړو او ډير ژر بيرته راغى
ويى ويل : "اعلحضرتا , امير نه پوهيږي چى
هغه مهر چيرته دى "
" نه پوهيږي چى چيرته دى ؟ آيا هغه داسى وويل ؟
هو ! اعلحضرتا !"
" هغه نه شي كولاى
چې ياد كړي چى په مهر يى څه وكرل"
" هغه مريض دى . همدا سبب دى چى نه شي كولاى سم فكر وكړي."
" هو اعلحض
تا ."
پادشاه وويل : " يو څه وخت يى پريږده . كله چى يى صحت ښه شي نو په خپله به يى په ياد شي ."
( ادامه لري )