دخپریدو نیټه : 2009-06-05 مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل
اميراوفقير ( ۵)
فضل الله رشتین
شاهي كشتۍ
هلته ډيرى زينى وې چې د وستمنستر له قصر څخه تر
سيند پورى غزيدلى وى . شاهي كشتۍ ډيره ستره او ښكلى وه, په دې كشتۍ كښې به پادشاه په سيند كښى سفر كاوه. د زينو
دواړو خواو ته يو شمير عسكر د پا دشاه د راوتلو په انتظار ولاړ وو.
د زينو په پورتني برخه كښې سترى دروازى پ
انيستل شوې. د تيار سى امر وركړ شو او عسكران نيغ ودريدل . لورد هوتفورد او د قصر ځيني نور ستر چارواكي
بهر راووتل او د لارى په دواړو خواوكښى ودريدل. كله چى توم له دروازى سره را ښكاره كړ نو ټولو سرونه د احت
ام په خاطر ټيټ ونيول . توم سپينې رسمي جامې اغوستى وى . هغه يوه لحظه هلته ودريد او د سيند په لور يى نظر واچو
و ، ده ته هغه ورځې په يادى شوى چى ده به هلته لوبى كولى او لامبو به يى وهله . خو اوس دى بايد چى امير وي .
پادشاه دغه امر كړى ؤ. دى ورو ورو له زينو راښكته او شاهي كشتۍ ته داخل شو.
كشتۍ حركت وكړ او. په سيند
كښى در كيلد هال(Guildhall) په لور روانه شوه. دا په ښار كښى يو لوى صالون و چې شاهي ملمستياوى به دلته وركول
كيدى.
د لند ن ټول لوى دولت مندان او ستر شخصيتونه په كيلد هال كښى د خپل امير په انتظار كيناستل .
( ادامه لري )