دخپریدو نیټه : 2009-06-12 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
امیر او فقیر۹
فضل ال
ه رشتين
د پادشاه په شان ژوند
توم د ويسمنستر په قصر كښى په چپركټ باندې پروت
. دا د سهار وخت ؤ. دوه كسان د اميرد چپر كټ سرته ودريدل .
لومړي سړي وويل : " اعلحضرتا ."
دوهم سړي وويل : "
اعلحضرتا ! د سهار اته بجې دي ."
په اول سر كښى ، توم خيال وكړ چې دى د خپل كور په خپله خونه
كښې دى او مور يى ورباندې غږ كوي چې له خوبه پاڅي. بيايى سترګې پرانيسي او دوه كسان يى وليدل چى دده د چپ
كټ سر ته ولاړ دي.
" اعلحضرتا ."
توم وويل : " څه دي ؟"
" آيا اعلحضرت غواړي چې راويښ شي ؟"
" ستا سى مقصد :
يا زه غواړم چې را پاڅيږم ؟"
" هو! اعلحضرتا ."
توم وويل : " هو! غواړم . جامى مې راوۍ ."
يو سړي و
ته جامى خونې ته راوړې او دا يى بل سړي ته وركړې ، دوهم سړي دا جامى دريم سړي ته وركړې ، دريم سړي
دا جامې توم ته وركړى چې هغه په ځان كړي.
توم بيا د سبا ناري د خوړلو لپاره بلى خونى ته لاړو. يو
نوكر خونى ته خواړه راوړل ، هغه يى بل نوكر ته وركړل ، دوهم نوكر دا خواړه دريم نوكر ته وسپارل ، دريم نوكر
دا خواړه د ميز د پاسه كيښودل.
څلورم نوكر او پنځم نوكر د توم د څوكۍ تر شا ودريدل ، دوي بله كومه وظيفه نه در
وده.
د سباري نه پس يو سړلى راغى : " لورد هرتفورد غواړي چى له پادشاه سرعهخبرى وكړي."
لورد هوتفورد
غوښتل پوه شي چى اعلحضرت د شورى خونى ته د تللو د پاره چمتو دى او كه نه . د شورى خونه يو لوى صالون و چې
غونډى به پكښې دايريدې."
توم په يوه اوچته د سرو زرو په څوكۍ چې د خونى په ورستۍ برخه كښى وه كيناست .
څو تنه سړي راغلل ، ټولوخپل سرونه د احترام په رسم ټيټ كړل ، بيا يى د توم لاسونه ښكل كړل او بيا يى د
كاغذ پر مخ چى څه ليكل شوي وو هغه يى ولوستل . دا مراسم همداسې اوږده شول .
توم له ځان سره يى فكر
وكړ : " دا مراسم به څه وخت پاى ته ورسي ؟" غواړم چې لا ړ شم او له خپل پنډوس سره لوبى وكړم او لامبو
ووهم. "
توم پوه شو چې د شپې د ډوډۍ وخت راورسيد. دى يوى بلى لويى خونى ته لاړو . لكه د كليد هال په شان ستره خونه
وه . هلته ډير نوكران وو . توم سوچ وكړ چى د ا ماښامنۍ به هيڅ پاى ته ونه رسي !
فكر يى وكړ : " له دى نه پس
به وكولاى شم د لوبو كولو او لامبو د پاره لاړ شم."
د ماښامنۍ نه پس دى بايد لاړ شي او په څو پاڼو " ادوارد " و
يكي. دى نه پوهيده چې په پاڼو كښې څه ليكل شوي دي خو ده ددى خبرى خيال نه ساته . ده ليدلى وو چې اصلي ادوارد څ
نګه خپل نوم ليكلو ، ده د هغه د ليكلو نقل وكړ اونوم يى په هغسى خط وليكه څرنګه چې اصلي ادوارد ليكلو.
له
ډوډۍ نه پس كله چې توم خپل كټ ته ولاړ نو له ځان سره يى وويل : جامې ډيرې ښكلي دي او دا كور هم ښكلى دى، ډوډۍ
خوندوره ده، ليكن زه نه غواړم چې پادشاه ووسم. غواړم خپل كورته لاړ شم ، غواړم په خپله كوڅه كښې له نورو ه
كانو سره لوبى وكړم او په سيند كښې لامبو ووهم." ( ادامه لري )