دخپریدو نیټه : 2009-07-25 مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل
فتنه ملا
میرویس جلالزی
فتنه ملا
ليكوال :ميرويس جلالزي
ځاي: اسلام آباد ۲۰۰۵-جون- ۱۲
د زړي كلا د برج د كړكۍ تر چولې مې د لوى جومات خوا ته وكتل هيڅ مي تر سترګو نسول.
يوازي د صايب ګل ماما (م
كبه) مې تر سترګو شوه چې په شكه غاړه يې رډ رډ يو بله خوا كتل ته به وايې چې، تر بني آدمانو هم اوښياره او په
هر څه خبره ده .
خړ كلى چوپي چوپتيا په ځان كې نغښتي وؤ.
هر خوا كراره كراري ده خو د كلي تر څنګ د هديري پر
سر ولاړي جنډي كله كله د ژمي سوړ او لوڅ باد پړك پړك وژړوي.
كله باد په قهر سي او كله هم بيا پو پنا سي.
ترور
مې راته ويلي وو چې پاك شهيد ډير رسيدونكى دى.
"خاوري يې ډيرو ناروغيو ته ټك او پترى دي. "
د شهيد د قبر ګرد
چاپير غټ غټ سوري تر سترګو كيدل، ته به وايې چې تنورونه دي، خو په ريښتيا زمونږ د كلي پيغلو به د ژمې په سر كې د
ښه شګون د اخيستلو لپاره په دي ګوګونو كې اور بلاوه ، درياب به يې واهه ، سندري به يې ويلي او شهيد به يې ګرمو
.
له حصاب څخه وتلي ډير ميخونه د شهيد د زيارت ګرد چاپير ټكول شوي وو .
د كلي سپين سرو ښځو به ويل
چې كه په زيارت كې يو ميخ وټكول سي نو د غاښ په درد اخته كس به په ژوند كې هم وخ ونكړي.
نن هم لمرينه ورځ ده
خو باد هم ورسره چليږي .
له خپلي ترور نه مې اوريدلي وو چې خر خبر دى .
هغي به ويل چې خر د پيريانو غږ اوري
او هغوي د سر په سترګو ويني او كله چې پيريان د بني آدمانو كورو ته را نژدي شي خر كوكي وهي او خپل څښتن ته وايې
چې پيريان راځي او له هغوي ځان و ساته .
په دي خبرو له پخوا عقيده نلرمه .
خو ښايې چې نن په خر خبر وؤ.
د
هديري د شا له خوا كلي ته په راغلې لاره كې راپورته شويو دوړو مې د سترګو سكوت مات كړ.
ښه ځير شوم، زمونږ د كلي
د جومات طالبان او ملا يو په بل پسي داسي را خطا وتي چې ته به وايې نورو وخوړله او دوي پاتي شوؤ.
شيبه نه وه
تيره چې د انګريزانو هليكوپټري او ټانګونه د كوز كلي له لاري زمونږ كلي ته راورسيدل .
شين سترګي او زيړ
ويښتاني په برګو دريشيو كې نغښتي عسكر هره خوا په باغچو او باغو كې توي شول .
د وړو مرميو ټكى مازي مازي تر
غوږو كيدل.
ژر مي د برج كړكۍ پوري كړه او ځان مې د كلا منځ ته ورساوه.
له بدي ورځي نن د ښكته جومات ملا
عبدالرشيد چې خلكو په ملا فتنه پيژانده غرمي ته زمونږ ميلمه وؤ.
زمونږ كورنۍ، ملايانو ته په ښه
سترګه نه كتل او تل به راته د كور مشرانو ويل چې له ملايانو لري ګرځه مه ترينه څه غواړه او مه يې وركوه ځكه م
ايانو ته نن صبا خلګ په سمه سترګه نه ګوري .
نه پوهيږم چې څرنګه د ملا بخت زمونږ د كور په دروازي خلاص شوي و
.
په وارخطايۍ مې د كلا په منځ كې په ملا سترګې ولګيدلي دى خواركى هم له كوټي وارخطا را وتلى وؤ او په دي
تكل كې وؤ چې زمونږ له كور نه د سپرغو په لور چې د جهاد پر وخت به هم مجاهدين پكښي پټيدل وتښتي او هلته ځان پټ
كړي.
خو وس خبره تر خبري تيره وه .
ملاصايب خپله د لمانځه موسله چې تل به يې ورسره ګرځوله د كلا په مينځ كې په
چوتره كيښوده او خپله توره بګړۍ يې په د واړو لاسو په سر ټينګه كړه .
"خدايه خير "
"هغه را پيښ كړي چې ستا رضا
به پكې يې "
د كلي په منځ كې د وړو مرميو ټك او ټوك اوس وار په وار زمونږ د كلا خوا ته را نژدي كيدلو .
اوس ما د
ځان ويره هيره كړي وه ، او د ملاصايب ويري هك او پك په زبه ګونګى كړى وم .
نن صبا خو زمونږ په ملك كې ملايان سل
او زر دښمنه لري .
په زبه مې هيڅ نشواي ويلاي، پښي او لاسونه مې پړك اخيستي وؤ ، او له ځان سره مې ويل چې خدايه
په ملاصايب څه وكړم بالښت خو ندى چې تر څنګ يې لاندي كړم خو ژوندي بني آدم دى.
د ګوليو له غږونو اوس
داسي راته معلومه شوه چې دا جګړه زمونږ د كور په لور را نژدي كيږئ او دا سي نشي چې جګړه ماران زمونږ كلا ته
ا ننوزي .
اوريدلي مې وو چې بلا په مخ وهله كيږي نه په شا ملاصايب ته مې وويل : له دي مخكې چې انګريزان يا
طالبان كلا ته را ننوزي ما او تا بايد له دي ځاي پښي سپكي كړو ځكه هغوي نه پوهيږي چې مونږ څوك يو
داسي ونشي چې
يا خو مو د طالب او يا هم د جاسوس په نامه و وژني .
ملاصايب سر وخوځول ښايې چې زما خبره به يې منلي وي خو
د خواركې غوږو تكليف درلود او په اسانۍ به يې خبر غوږ ته نه لويده .
ژر ژر مو د كلا دروازې ته ځانونه ورسول
.
در دروازي تر چولي مو د باندي وكتل د خان صايب د واټرپمپ د بام پر سر شا او خوا انګريزانو مورچلي نيولي وي
.
د مرميو پوچكي هري خوا ته باديدي .
دوه دقيقي به نه وي تيري چې د كلا د برج پر سر سپيره توره دوړه سوه .
م
اصايب د دروازي تر څنګ له ډاره ټيټ شو او ژر ژر يې د كليمو ويلو ته زور وركړ .
ملاصايب مخ را واړو زويه: دا
انګريزان خو تر سرو شورويانو هم كاپر دي، والله په بالله سومه ته الله شورويان ډير پې ښه وؤ.
كورونه خو يې
نه ويشتل "
د ملاصايب خبره نه وه خلاصه چې د دروازي د ځنځيرانو او دړو شرنګ او درب سو.
دوه پنډ عسكر كلا ته
را ننوتل ، په ژبه يې نه پوهيدلو په بدله ژبه راته وغږيدل خداي خبر چې څه يې وويل.
ملاصايب ته چې مي وكتل داسي
مي وانګيرله چې دى په دې ژبه پوهيږي .
د سترګو په اشاره مې ورته وويل چې ملاصايب دوي څه وايې؟
راته يې ووي
:" ژر شه لاسونه پورته كړه او واسكټ وباسه "
دوي همدا وايې!
په بيړه مو بي له ځنډه واسكټونه وباسل او لاسونه
مو پورته ونيول.
يو عسكر له مونږ سره ودريد او بل يې ژر ژر د كلا څلور كونجونو را وسپړل .
د توپك په خوله يې
زمونږ د اوبو بيلر ګيرړي كړل او هيڅ يې هم ونه موندل.
په خپله ژبه يې خپل هغه ملګري ته چې زمونږ تر څنګ ولاړ و
يو څه وويل.
سوكه مې ملاصايب په څنګلي چخ واهه "څه يې وويل ملاصايب؟"
ملاصايب د سترګو تر كونج راته
وكتل "د خداي غضب دي درباندي نازل شي ،غافله انسانه ،منافقه ، تلفظ يې بريتش ده په ډيرو خبرو يې زه هم نه پوهيږ
م.
د ملاصايب خبري لا سمي نه وي خلاصي شوي چي سرتيرو وخندل او په انګريزي يې څه وويل او د لاسونو په ښورو
و زمونږ له كلا ووتل.
ملاصايب هم د دوي په چم د خپل ښي لاس ګوتي ورته وښورولي او د هغوي په چم يې ورسره مخه ښه
وكړه .
له عقله لري خبره وه .
پاور مې نه راتو.
د ملا صايب سر په انګريزۍ ژبه خلاص وؤ.
ژر ژر مو د كلا د
وازه وتړله .
"بلا وه بركت يې نه وؤ"
اوس پوه شوم چې د كلي خلكو په ناحقه ملا صايب ته فتنه نه ويل .
ملاصايب
په ريښتيا هم فتنه وؤ.
د كليوالو هغه خبري ريښتيا وي چې ويلي يې ملا عبدالرشيد د انګريزانو په ژبه پوهيږي
ځكه تل يې په حجره كې د د بي بي سي راډيو چالانه وي