دخپریدو نیټه : 2009-08-12 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
په زندان کې زېږېدلى ماشوم
ګل رحمان ر حماني
دماشومې غوټۍ ټول عمرله ١٨ ميا
توڅخه زيات نه وو دښارپه زندان کې ترټولوکوچنۍ زنداني وه بله داچې هغې اجازه لرله چې په زندان کې ازاده وګرځي
اودنوروبنديانوخونوته ورشي له نامه سره يې هرزنداني اشنا وو کله چې به څوک دخپلوزندانيانوپوښتنې اواحوال
اخيستنې ته راغلل نويوځل به يې وړوکې غوټۍ هم ښکلوله اوپه لاس کې به يې يوڅه ورکول .
هغه په زندان کې ت
ټولوکشره زنداني وه .
سلمااوسدوخان چې کله پوليسوددوومجرمينوپه نوم په دغه زندان کې
واچول نودا هغه شپې اوورځې وې چې دواړه په يوه اوبل دزړه له کومي مين وو سلما په لومړي ځل په خپلورګونوکې ديوې
ېښتنې مينې خوځښت حس کړى وو هغې له سدوخان سره واده وکړخودژوند خوږې ورځې اوشپې يې په زندان کې تېرې کړې اودمينې لوم
ړۍ ميوه يې همداغوټۍ وه .
غوټۍ دزندان په تنګه فضاکې دسلمااوسدوخان له غۍږۍ
وټوکېده ياکه لږبل ډول ووايوهغه ددوه داسې انسانانولوروګڼل شوه چې دتياروداوږدومزله نه يوې روښنايي ته دسېد
وسره سم يې خپل لومړي قدمونونه بياپه يوه تياره واټ کېښودل دغوټۍ لومړۍ ژړاهم د هغه زندان په چاپېريال کې اوچته
شوه چې له کريږواوسړواوسيلوسره له پخوانه اشناوواوبياداسې وخت راغى چې غوټۍ ټولوزندانيانووپېژنده اوهرچابه
نازورکولودخپلواولادونوتنده به يې پرې ماتوله .
هغه به ډېرځله دالاهوپه ځاى دزندانيانوساړه
اوسيلي اودزولنوشړنګا اورېدله حتى چې دخپل زنداني پلاراويامورغېږې ته به هم ورغى نو هغوى به ورته دحسرت اودرد
له اوښکواواوسيلو پرته بل څه نه ډالۍ کول .
ډېرځله به چې غوټۍ دزندان په دهليزونواوانګړکې ستړې شوه
نودسلماغېږي ته به يي پناه وروړه سلما به دزړه غوټۍ دزولنوپه شرنګهاراوده کړه ا وخپله به دسړواوسېلوسره
پخوازمانوته لاړه ..........
په اورکې هغه څوک سوزي چې اورپرې بلېږي هوځکه خودسلما دښکلااوجمال له زو
ه هغه څوک خبرووچې په ژوند کې يوځل دهغې دليدووياړورپه برخه شوى وو ددې ماحول نږدې کلي کورونه څه چې دښارپه لري
څنډوکې هم ډېروخلکودهغې صفتونه کول .
که به دهغوى په ګاونډکې دبل چا دښک
استاينه هم کېدله نودسلماښکلادهغوى لپاره يولوړمعياراونمونه وه اوويل بې چې دسلما په څېرښکلې ده هغوى م
امت نه وو دسلماپه څېره کې فطري ښکلا غزونې کړې وې دغرونوطبعت، رنګ اوبوى يې درلود دسلماپلاريوشتمن کوچى وو
خوخداى خبرچې ولې يې دغرني ژوند نه زړه تورشو ټول مالونه اورمې يې وپلورلې اوبلاخره يې دښار په دغه برخه کې يو
کورواخيست يوکال وروسته يې خپل بچېان ښوونځي ته واستول سلما هم په کوچنيوالي کې په زده کړو پيل وکړخوخبره چې
دهغې ترشل کلنۍ ورسېده نوپه طبعت کې يې هغه خويونه نه وو پاتې کوم چې غرنۍ اوکليوالې پېغلې ورباندې ښکلې وي، دښارپه
رنګ لمبېدلې وه اوحتى تردې چې په ښاري سينګارکې يې تربل هرچا زيات افراط کاوه اودخلکوسترګې يې په زورځانته وراړو
ې له دولسم نه ترفارغېدووروسته يې پلارديوه سوداګرزوى ته ورکړه داپرېکړه دسلمادخوښې خلاف وه خودپلارسترګې يې
دولورپرېمانه پيسوپټې کړې وې .
له واده يې څومياشتې نه وې تېرې شوې چې سلمادلومړي ځل لپاره خپل خط
ناک پلان عملي کړ اودتل لپاره يې له خپل مېړه نه ځان خلاص کړ.
داسې وو چې يوه شپه يې مېړه په خواږه
خوب اوده وو نو دتمانچې په مرمۍ يې دهغه دخوب موده دابديت لپاره وغځوله .
دخپل خاوند دګڼو شتوسره
ه يوه بل نوي ملګري سره وتښتېده له دويم مېړه سره يي همداسي لوبه وکړه دپيسوپه وړلويې له درېيم ملګري سره
واده وکړ .
نورسلما داهېر کړي وو چې هغه څوک اودچارلورده دهغې په سريوازې دپيسواوشهرت
ګټلوخمارخوروو خوپه څنګ کې يې دخپلې ژبې اوښکلا له جادو هم پوره کاراخيست خپل کوراوخپلوان ترې هېروو اودښکلاپه
زوربه يې په خپل نوي خاوند هره پرېکړه منله .
پوره يوکال يې له درېم مېړه سره تېرکړهرورځ به يې
دښارپه پارکونوکې ورسره مازديګري چکرونه وهل خوپه دې يوه کال کې هم داولادمورنه شوه يوه ورځ دخپل خاوند سره له
چکره وروسته دښاريوه هوټل ته دډوډۍ خوړلولپاره تللې وه چې دهوټل په دهلېزکې ييې په يوه ښکلي ځوان سترګې ولګېدې په
هماغه سرسري کتوکې يې خپل دکا کا زوى سدوخان وپېژندلو هغه څوک چې دماشومتوب ډېرې سپېڅلې شېبې يې ورسره تېرې کړې وې
اوبيابه دژمي په موسم کې درې مياشتې ددوي کورته ددرس وېلولپاره راته .
دسلماپه زړه کې
ددرد يوه څپه تېره شوه سدوخان ته يې په ځېرځېروکتل په سترګو کې يې سره وپېژندل خوسدوخان په حيرانۍ سره راپاڅېد سلم
ااودهغه خاوند ته يې ستړي مشي وويل اوبياپه بې صبرۍ دسلماخواته ورلنډشو .
ا خردومره بې ح
يايي اوسپيتوب تا دافکرهم ونه کړچې اخردچالوروې اوڅه دې وکړل ؟
مونږه په ښارکې پښتواوپښتونواله
وبايلله خوعزت موپه خپل لاس کې وو .
سلماوخندل ..........
سدوصيب دازړې خبرې دي مادرته وېل چې غواړم ژوند مي ديوه ښکلي فلم په څېروي ماهم
اغسې ژوند وکړ دژوند په فلم کې زه اوس هم يوه اتله يم .....
دسدوخان په سردرد راغى خپله م
اضي ورته ديوه خوب په څېرښکاره شوه اواوسنۍ خبرې هم ورته دخوب نه کمې نه وې په فکرونوکې ډوب شو خوسلمابيا و
وړاندې شوه خاوند ته يې په اشاره دتلوامروکړاوسدوته يې مخامخ وکتل .
زه بياهم له تاسره په
پخوانيووعدوولاړه يم خوشرط به داوي چې زمادليدوپه اړه دې چاته له خولې حرف هم ونه باسې .کنه زه بياداهېروم چې
ددواړووينه يووخت سره شريکه وه .
سدوخان لاپسې حيران شو سلماورته بياهم
دپخواپه څېرښکلې ښکاره شوه لکه وخت چې دهغې دښکلاله بڼ نه يوه پاڼه هم نه وي رېژولې .
دښارپه
ځينوهوټلونواوپارکونوکې يې بيابياسره وليدل سدوخان که هرډول وو خوسلمااحساس کړه چې هغه ديوې ښکلې ښځې ترڅنګ
يوه ماهره قاتله هم ده خواوس يې چې په رېښتني ډول په يوه داسې چازړه بايللى چې ماشومتوب يې ورسره تېرشوى وو
.
دلومړي ځل لپاره ديوې ريښتنې مينې احساس چې پخواني يادونه اواوسني خواږه دواړه
پکې وو هغه دې ته مجبوره کړه چې خپل درېيم مېړه هم دنورودوو په برخليک اخته کړي .
همداسې وشول
دهغې درېيم مېړه په روغتون کې له څوخبرووروسته دژوند وروستۍ سلګۍ وهلې اوادله خپل ريښيتني مين سره له ښاره
دتيښتې په حال کې وه چې پوليسودواړه ونيول اودويمه ورځ دپوليسوله جنايې څانګې دلته دښارترټولولوى زندان ته
راوړل شول .
٥\١\١٣٨٨جلال اباد ((هاشمي پلازه))