دخپریدو نیټه : 2009-09-11 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دزخم نښه
ګل رحمان رحماني
زه اورسولي په ټولګي کې هروخت يو ځاى کښناستو دغه کښناستل کومه نو ې خبره نه وه چې څنګه به له رخصتۍ وروسته ښوونځى پيل شو نو دواړو به په ټولګي کې څنګ په څنګ ځايونه ونيول اوبيابه دکال تراخره په همغه يوځاى کښناستو ډېرځله به مو په خپلوهمدغه ځايونو خبره ترجنګونو هم رسېدله
ښه مې په ياد دي چې شپږم ټولګى مو نوى پيل شوى وودواړه دټولګي په منځني قطارکې ناست وومنځنى موپه دې ټاکلى ووچې مخکې به ښوونکو ډېرې پوښتنې کولې اودغوږونوتاوولو لپاره ېې لاس رارسېده اوپه وروستي لين کې دټنبلانو ګمان راباندې کېده
درياضي استاد ټولګي ته راغى اوله ټولوېې دکورنۍ دندې پوښتنه وکړه ټولورواړې وه يوازې زماملګري کتابچه کورپرېښې وه وچل يې داکړې ووچې زما دکتابونو له مينځه ېې زمادکورنۍ دندې کتابچه پټه کړې وه او په ښوونکي پخپل نامه لاسليک کړه
کله چې زماوارراورسېد نوکتابچه تري تم شو ه فکرمې وکړ چې په کورکې رانه پاتې ده خو ښوونکى چې دورځې له سره غوصه وو دابهانه يې چېرته منله په قهرجنه لهجه ېې راته وويل
شيطانه ته راشه چې کورنۍ دنده درته وښايم دټولګيوالوپه مخ کې ېې دومر ه ووهلم چې لاسونه مې دلښتوله ډېر ه ګزاره کرخت شول په خپل ځاى کې کښناستم اولاسونه مې خولې ته نيولي وو زماله ملګري پرته چې په شونډويې شيطاني موسکاخوره وه نورټولودخواخوږۍ په سترګوراته کتل کله چې ښوونکې له ټولګي ووت که ګورم کتابچه مې دملګري په کتابونوکې اېښې له ډېره قهره مې له څوکۍ نه ماتې شو ې دړې ته لاس کړ اوګزارمې پرې وکړ دړه دهغه په تندې ولګېده اودوينو يوې دارې دټولګي غولى په وينو سورکړ
وروسته له هغه ورځې دوه درې ورځې ر انه غى خوبياچې ټولګي ته حاضرشو نوځاى يې زمانه بدل کړ په تند ي يې لاهم دسپين ململ ټوټه لګېدلې وه په خفګان کې دوه مياشتې تېر ې شوې اوبياداسې ورځ راغله چې دجګړوپه سبب ښوونځى بندشو ټول تيت پرک شوو په کلي کورکې به هم دواړو يودبل نه لارچپوله اوخبرې موله خفګانه بند ې کړې وې خوپه سرېې هغه سپين بنداج لکه عادت شوى ېې چې وي هروخت ښکارېده
***
له هغې ورځو اووختونو اتلس کاله تېرېږي چې بيامااورسول جان چې موږپه کلي کورکې رسولى بللونه ووليدلي
هغه تېره ورځ په ښارکې دنوي کال په مناسبت يومحفل جوړشو ى ووچې سندرې نڅاګانې اوشعرونه په کې ښه پرېمانه وو دغونډې په نيمايي کې دسټېج انانسر انانس ورکړ چې اوس بۀ دځينو شخصيتونو دژوند خاطرې واورئ چې خوږې اوترخې دواړه په کې دي هغوى په خپله سټېج ته راځي اوتاسې ته دغه خاطرې وايي داهم ددې لپاره چې دانوي ځوانان ورنه يوڅه زده کړي اوستاسې هغه خستګي رفعه شي ددغه برخې لومړى ويناوال مودغونډې مشرمېلمه چې ورځې وړاند ې له جرمني نه خپل هېوادته راستون شوى ډاکتررسولي دى
دلاسونوپړکاشوه يوچاغ سړى توره درېشي اوسره نېکټايي ېې په تن وو سټېج ته ورغى خاطره يې دنوي کال دمبارکۍ ورکولووروسته پيل کړه ان دې ماشومتوب اودهغه دکليوال ژوند نه يې راپيل کړه
هره برخه يې ډېره په زړه پورې وه اوپه چکچکوبدرګه کېده کله چې شپږمې ټولګي ته راورسېد دسروېښتان مې نېغ ودرېدل دکورنۍ دندې دپټولو اودچوکۍ په دړه دګزاراودتل لپاره دخپل ملګري سره دخفګان خبره چې راورسېده نورپه ماکې هم دکښناستلوتاب نه وو په منډه سټېج ته ورغلم دهغه تندي ته ځيرشوم دجوړشوي ټپ ژوره نښه په کې له ورايه ښکارېده دواره په سټېج کې غاړه غړۍ شوو نور نونه يم پوهېدلى چې دغونډې برخواوبه ترڅه وخته چکچکې وهلې وي
جلال ابادښار ننګرهارپوهنتون