دخپریدو نیټه : 2009-09-17 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د هيلو انګار
روهيلۍ
زرپاڼه په بيړه د کور شا ته روانه وه شا او شاوخوا يې وکتل څوک نه و. دهغه ديوال څنډې ته يې ډډه ولګوله ، چې لمر ورته مخامخ و .خپل په نکريزو سره ﻻسونه يې لمرته برابر کړل او د ځان سره يې وويل:خدای دې وکړي چې نکريزې مې ژر وچې شي او رنګ واخلي که ادې مې راشي او وګوري چې د کور کارونه مې تر اوسه سر ته نه دي رسولي خدای خبر چې بيا به څو لرګي راباندې مات کړي .
څو شيبې چې تيرې شوې خپل ﻻسونو ته يې وکتل په احتياط سره يې د ګوتو په سرو نکريزې لمس کړې چې وچې شوي که نه خو نکريزې ﻻ هم لندې وې.نارامه شوه په قهرجنه لهجه يې وويل:((سرخوړلې ښکلا ته مې وويل چې زه ﻻسونه نه په نکريزو کوم خو دې ليونۍ قسم راکړو اوس خو وهل ما ته برخه دي دا خو خپل کور ته ﻻړه.))
ما وګوره او نکريزې،موږ دواړه ډير سره لرې يو... په هر چا به اختر راشي خو په ما به بيا هيڅ کله هم اختررانشي.که مورکۍ مې اوس ژوندۍ وای زه به هم په سرو ﻻسو د همځولو سره ګرځيدای .
هر څومره چې وخت تيريدو زرپاڼه لاپسې اندېښمنه کيده،اخر يې ځان سره وويل :زه ځم ﻻسونه مې مينځم دا خو هيڅ نه وچيږي !
خپلو دواړو ﻻسونو ته يې په ځير سره وکتل ځان سره مسکۍ شوه او ويې ويل:
ښکلا هم عجب برکتي ﻻس لري داسې ښکلي ګلان يې زما په ﻻسونو باندې جوړ کړي،لکه درېښتني ګلان چې وي.خوارکۍ ډيره خواري يې هم وکړه که سبا مې ﻻسونه سپين وګوري خامخا به رانه خپه شي او خبرې به راسره ونه کړي .
زرپاڼه په همدې فکرونو کې ډوبه وه ورو ورو يې لمر وړانګو ته يې ځان هم توديدو او سترګې يې درندې کيدې.د شپې بې خوبي او د ورځې ستونزه پرې راخواره شوې وه خو دې هڅه کوله چې بيده نه شي او ځان يې سره راټول کړ .ټکری يې د ببر سر نه يو څه ښويدلی و تورښايسته ويښتان يې د لمررڼا ته ځليدل .زرپاڼې هڅه کوله چې په يو ډول سره خپل نيمه تورسر په ټکري کې پټ کړي خو بيا به د نکريزو د خرابيدو له سببه نه بريالۍکيده.په همدا ﻻنجه کې وه چې کوم چا ټکری يې ور پر سر کړ.زرپاڼه وارخطا شوه زر يې مخ واړولو تر څو وګوري چې دا څوک دی.
د هغه کس په ليدو سره يې په غټو تورو سترګو کې د خوشالۍ يوه بريښنا وليدل شوه خو ډير ژر بيرته تغييره شوه او په لړزانده غږ يې وويل :((ته بيا دلته څه کوې؟ما نه و درته ويلي چې موږ کور ته به نږدې نه راځې؟؟؟ زر ځه د دې ځای نه! که ادې مې تا دلته وويني زما وروڼو ته به ورغږ کړي نه به ته ژوندی يې او نه به زه .))
انګار په موسکا او مينه سره ورته وويل: ((د دې ادې نه خو به د ډيره ژر خپله کړم او خپل کور ته به دې راولم.))
د زرپاڼې په غنم رنګي ډنګرو اننګو کې سوروالی پيدا شو په داسې حال کې چې سترګې يې ځمکې سره جنګولې ځواب يې ورکړ:ته خو وايې او غواړې خو که څوک يې درسره ومني.
انګار يو څه زرپاڼې ته ورنږدې شو او په ډيره مينه يې ورته وويل: ((تر هغه چې ته زما نه شې زه به ارام ونه لرم.))
زرپاڼه له ډير شرمه خپل ځای څخه پاڅيده او کور خوا ته روانه شوه په تګ کې يې انګار ته مخ ورواړولو او ويي وي:((زه خو ﻻ وخته ستا وم او يم به!!!))
د دی خبری پای ته رسولو سره يې منډه کړه.انګار په خپل ځای کې وﻻړ و او د زرپاڼې خبرې او حيا نه يې خوند اخيست.بيا يې زرپاڼې ته ورغږ کړ:((که دا ځل دې ادې بيا مرکه خالي ﻻس راوليږله نو دا ځل دې تښتوم ځان دې تياروه!!!))
زرپاڼه د دې خبرو په اوريدو سره نوره هم منډه کې چټکه شوه او په وچو شونډو يې مسکا راخواره شوه.خو نا څاپه ځای پر ځای ودريده.انګار هم ورخطا شو د زرپاڼې په خوا راروان شو،خو يو لوړ او قهرجن غږ د دريدو امر ورکړاو په خپل ځای ودرولو.زرپاڼې په يو لړزانده غږ سره وويل: ((ادې زه اوس راتلم اوس ..اوس سمدستي ټول کار خلاصوم...))
ادې يې بې له دې چې زرپاڼې ته وګوري يا هم څه ووايې د ونې څخه يې يوه لمده لښته راماته کړه او د زرپاڼې په وهلو يې پيل وکړ.انګار نه شو کولی دا وضع وزغمي نو په غټو غټو ګامو د دوی پر خوا ور روان شو.يو څو ګامه يې ﻻ نه وو اخيستي چې د ادې غږ يې تر غوږو ورسيد چې ويل يې: ((هلکه موږ خو ستا د ﻻسه په شرمو وشرميدو د دې ځای څخه زر ورک شه که نه زامنو ته مې غږ کوم چې پښتو درزده کړي .))
انګار هک پک و چې څه وکړي خو زرپاڼه يې هم داسې نه شوه پريښودی بيا يې زړه کلک کړاو د دوی پر خوا ورروان شو.زرپاڼې چې پوه شوه انګار د دوی پر خوا ورروان دی نو د اوښکو ډکې سترګې يې انګار ته ورواړولې او ويې ويل: ((خدای ته ګوره د دې ځای نه ﻻړ شه!!! که نه زما وروڼه به دې ژوندی پرې نږدي ستا د زما پر سر قسم وي !))
انګار په ډير نه زړه او ځوړيدلي سر بيرته ستون شو.ادې زرپاڼه په وهلو وهلو کور ته د ننه کړه...
زرپاڼه ټوله شپه ويښه وه د ډير درده يې خوب سترګو ته نه ورتلو په ﻻسونو کې يې د نکريزو پر ځای پرهرونو نقشونه جوړ کړي وو.خپلو ﻻسو ته به يې وکتل او يوې يوې غټې اوښکې به يې پر مخ ﻻرجوړه کړه.بيا به يې د انګارهغه خبری په خيالونو کې په الوتو شوې چې ويل يې :تر څو چې زما نه شې زه به ارام ونه لرم . يوه شيبه به يې درد هير شو او په ژړا کې به مسکی شوه په زړه کې به يې د هيلو ډيوې ولږيدې .
سهار وختي تر ټولو د مخه پاڅيدله توده غوړه ډوډۍ او د شيدوچای يې هم تيار کړل ، د لوښو په مينځلو لګيا وه،چې يو سپين ږيري د اختر د لمانځه څخه راستون شو پر سريې ورته ﻻس کېښود او ويې ويل: (( بچی ظالمې ادې دې بيا وهلي يې ؟))
د زرپاڼې زړه ډک شو په داسې حال کې چې خپلې اوښکې يې په ډير سختۍ سره تم کړي وې په ژړغوني غږ يې وويل: ((نه باباجانه زه ..زه يې نه يم وهلي !))
سپين ږيري په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې او ويې ويل: ((الله دې هدايت ورته وکړي زما خواوس څوک اوري هم نه ، دا ځناور زامن يې ما ته کوم واک هم نه راکوي.))دې خبرې په کولو سره په چټکۍ د کوټې پرلور روان شو.زرپاڼه څو شيبې پر خپل ځای غلې وﻻړه وه او په کوم سوچ کې ډوبه وه خو ډير زر يې ځان ته پام شو او په خپل کار بوخته شوه.
تر چای وروسته ټولو ځانونه تيار کړي وو چې د جبار ماما کور ته ﻻړ شي. زرپاڼې هم پاک کالي پر ځان کړل او چوترې ته راغله.ادې يې زرپاڼې ته ورمخ کړ او ورته يې وويل: ((زرپاڼې ټول خو نه شو تللی يو څوک خو به غوا او چرګو ته واښه ،دانې او اوبه ورکوي ته نن کور کې پاتې شه که زه پاتې شم جبار ورور به مې ډير خپه شي.))
زرپاڼه ډيره مايوسه شوه خو هيڅ يې هم ونه ويل بيرته کوټې ته روانه شوه خپل کالي يې بدل کړل او په کار بوخته شوه.د انګار په سوچو کې ډوبه وه چې يو دم غړب شو ټول کور يې ولړزولو.زرپاڼه وارخطا چوترې ته رامنډه کره اسمان ته يې وکتل، لوګي او د خاورو ګړدونه يې تر سترګو شول.په زړه کې يې د درد يوه څړيکه تيره شوه ځان سره يې وويل :
د اختر ورځ او دا حال ته ګوره بيا به د چا په کور کې د غم وير وي . ډيره نارامه وه ورو يې سر کوڅې ته ورښکاره کړ خو هلته هيڅ څوک هم نه و بيرته يې دروازه بند کړه او کوټې ته ﻻړه ځان سره يې فکر کولو چې بابا مې راشي نو به حال راته ووايي . ماښام خوا ته ادې د لورګانې او انګور سره کور ته راغلل خو نارينه څوک نه وو. زرپاڼه نور هم ورخطا شوه د ادې څخه يې پوښتنه وکړه چې بابا مې چيرته دی ؟ ادې يوه شيبه په زير سره زرپاڼې ته وکتل او په ځواب کې يې وويل: ((ﻻندې په کوڅه کې توغندی لګيدلی هلته تللي.))
د ﻻندې کوڅې دنوم په اوريدو سره د زرپاڼې زړه په تيزۍ سره په ټوپو شو.
ﻻندې کوڅه کې؟ ﻻندې کوڅه کې توغندی لګيدلی ؟؟؟
د ادې نه يې د ويرې نور کومه پوښتنه هم نه شوه کولی او نه هم په خپل ځان پوهيده. په زړه کې يې ايتونه ويل ځان ته يې تسلي ورکوله بيا به يې ويل :ﻻندې کوڅه کې خو د انګار کور دی...الله ته خير کړې ته مې انګار په هر اور کې وساتې ته يې راته محفوظ لرې.....
زرپاڼې شپه بيا په ناستي سبا کړه هيڅ چا هم څه نه ويل چې څوک ټپي شوي يا چا ته مرګ ژوبله اوښتي ده.بابا يې هم د شپې ډير ناوخته کور ته راغلی و.سهاروختي چې بابا د لمونځ له پاره چوترې ته راووتلو نو زرپاڼې زر ورمنډه کړه او ويې پوښتل: ((باباجانه!خيرت خو و؟ پرون لکه چې ډير ناوخته کور ته راغلې ؟))
بابا يې په ډير مات زړه سره يو سوړ اسويلی وباسلو او ځواب يې ورکړ: ((هو لورې پرون د حکيم صيب په کور کې وو ، د دوی پرکور توغندی لګيدلی .))
زړپاڼې چې د حکيم صيب نوم واوريد ځای پر ځای شخه شوه خپل د زړه اواز يې اوريدو په لړزانده غږ يې د بابا نه پوښتنه وکړه: ((بابا څوک خو به په کې لګيدلي نه وي؟؟؟))
د بابا سترګو نه يې اوښکو په بهيدو پيل کړی وو اوپه ژړغوني غږ يې وويل: ((د خدای کارونه دي په کور کې خو ټول وو نور ټول د الله په کرامت سره سلامت دی خو د حکيم صيب کشر زوی انګار يې ځواني مرګ شو.... ))